No-IMG

پۀ دې شرط...!!

یـــوه خـبر کـــــوم درته، ارمـــانه پۀ دې شـــرط

هــــر چا پورې زړۀ مۀ تړه، جــانانه پۀ دې شرط

چې هـــره نیمګړتیا مې ساتي، ځان سره یو راز

یو څوک راته ښاغلي دي، پــخوانه پۀ دې شرط

ځــه خیر؛ زۀ بۀ د تېرې یـــارانې وکړم خـــاطر

چې بیا راباندې نۀ شې، بد ګــمانه پۀ دې شرط

پۀ خپلو کې یو بل باندې، د رحـــم شه جـــوګه

کۀ غم درنه مخ واړوي، افـغـانـه ! پۀ دې شرط

چې ستا لۀ درد او غم، اوښکو،ژړا نه اخلي ګټه

مــخ واړوه لــۀ تش خواږۀ انسانه پۀ دې شرط

چې نــــاز او نـــزاکـــت د یارانې پاللی نــۀ شي

نو ځکه مې شي ځینو سره ورانــه پۀ دې شرط

د ژوند ستړې کیسې مې درته وایم کۀ یې ژباړې

کـــوچـــــیه !  د دردونو تـــرجمــانه پۀ دې شرط

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک