No-IMG

د افغانستان کرکټ په اړه دوې لنډې خبرې

په افغانستان کې دننه له ایرلنډ سره د افغانستان د لوبو د خپرولو حق ملي ‌تلویزون «ترلاسه» کړ. خبر شوم چې ځینو نورو داخلي چاینلونو هم لیوالتیا ښودلې وه. دا ښه خبره ده، باید د ملي لوبډلې لوبې په ازاد مارکیټ کې او د ازاد رقابت له لارې اعلان او ورکړل شي. یو خو به د کرکټ مارکیټ ښه شي، بل به نورو چاینلونو ته هم د ملي لوبډلې د لوبو د خپرولو چانس او حق ورکړل شي. هر چا چې ښې پېسې او امکانات لرل، حق یې دی.

دویمه خبره دا چې په ابوظبهۍ کې ملي لوبډلې ته د (نټ بالران) په کار دي. له افغانستان څخه به یو څو بالران ورځي چې افغان بیتسمینانو ته په نټ کې باولینګ وکړي او هغوی پرکټس وکړي. بورډ که نور هر بالر استوي وا دې استوي،‌ خو په دې هیله چې فضل حق فاروقي‌ هم په دغه لست کې وي. هغه څو میاشتې په همدغو اماراتو کې د آی پی ال د لوبو پر مهال د پنجاب ټیم ته په نېټ کې باولېنګ وکړ. موږ منتظر وو، چې هغه به سکواډ کې هم وي، خو داسې ونشول، خیر، ‌بل ځل به وي ان شاءالله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟