No-IMG

تونس؛ د عربي پسرلي یواځینۍ کامیابه تجربه

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته چې کله د ارپایانو د پاچاهۍ دور ته د پای ټکی کېښودل شو، امریکا او شوروي اتحاد نړیوال قوي بلاکونه پاته شول چې بیا سړې جګړې ته سره ولاړل. نړیوال سیاست کې دا تغیر په داسې مهال کې رامنځ ته کیده چې عربی نړۍ د غربي استعمار د لاسپوڅو مشرانو لومو ته غورځول شوې وه. په همدې بدلېدونکې فضاء کې جمال عبدالناصر له مصره د عربي نړۍ د یووالي یا د پان عربېزم په تیوري عملي کار پیل کړ. ناصر غوښتل د عربي نړۍ تول مستبد پاچاهان د یو عربي چتر لاندې راغونډ کړی خو دده خوب هغه مهال نیم پاته شو چې په ۱۹۶۷ کې د عربي نړۍ ټول پوځ ته اسرائیلو په شبږ ورځنۍ جګړه کې شکست ورکړ. پان عربېزم د عرب ملت په ذهن کې شکست وخوړ. د پان عربېزم له ناکامۍ وروسته عرب ملت په دې پوه شو چې یواځې اسلامي سیاست کولی شي ددوی ورک برم بېرته را ژوندی کړي. همدا شوه چې دوی له پان عربېزم څخه د پان اسلامېزم په لور وخوځېدل. د پان اسلامېزم د داعې ګرم سنګر د اخوان المسلمین په شکل ددوی د ټولنې ګوټ ګوټ ته رسیدلای وو له دې امله عرب ولس په آسانه وکړای شول دې فکري حرکت سره یو ځای شي.

د پان اسلامېزم، اسلامي بیدارۍ یا هم د اخواني تربیې اثر وو چې عربي ولس یې دې ته وهڅاوه تر څو د استبداد په وړاندې د ازادۍ نعره پورته کړي. له ۱۹۹۰ څخه وروسته چې کله شوروي اتحاد شکست وخوړ، د عربي نړۍ مشران هم خپلو کې تیت او پرک شول. منځني‌ ختیځ او شمالي افریقا کې لویې اقتصادي ستونزې رامنځ ته شوې او حالت ډېر ناسازګار شول.

له ۲۰۰۱ میلادي د ترورېزم په وړاندې د جګړې په میدان کې دا ټول عربي هیوادونه د امریکا تر څنګ ودرېدل، امریکا ټرورېزم سره د جګړې په بهانه منځني ختیځ کې خپلې نظامي اډې جوړې کړې او د پیسو په زور یې له همدې ځایه د خپلو دښمنانو په وړاندې سیاسي او ډپلوماتیک فعالیتونه هم پیل کړل.

دا هغه څه وو چې عرب یې پر وړاندې ډېر حساس شول. د عربي هیوادونو اسلامي تحریک په دې فکر وو چې ددې نوی‌ استعمار په وړاندې به د سیاست او فرهنګ په میدان کې مقابله کوي، ځکه دوی پوهېدل چې په نظامي لحاظ دوی نشی کولی چې د امریکا پر وړاندې حګړه وګټي. له ۲۰۰۱ وروسته عربي هیوادونو سره امریکا درانه ډالري کومکونه پیل کړل چې اکثر یې شخصي‌ جېبونو ته تلل. دې کلونو کې عام عرب ورځ تر بلې خوارېدل، اقتصاد یې خرابېده، کارونه ورکېدل او د واسطو بازار ښه ګرم وو.

تونس هم یو له دې هیوادونو وو چې د حبیب برغیبه څخه وروسته پکې د زین العابدین بن علي مستبد حکومت حاکم وو. دلته بیا له واسطې پرته په دولتي ادارو کې چا سره خبرې هم نه کیدلې، عام وضعیت ډېر ګډ وډ وو خو د دولت لوړ پوړي چارواکي میلیونران ول. دا داسې وخت وو چې د ملت او حکومت تر منځ هیڅ رابطه نه وه پاتې، د ملت زړه هم خولې ته راغلی وو او د یو داسې واقعې په انتظار کې وو چې د زین العابدین د ظالم حکومت پر وړاندې د خپلې ازادۍ لپاره میدان ته راوځي.‌ دا موقع دوی ته د بو عزیزي په نوم یو

ځوان ورکړه. بو عزیزي د تونس په ګڼ بازار کې له حالاتو د نا امېدۍ له امله ځان ته اور ورته کړ. د بو عزیزي اور د تونسي ولس په زړونو کې د بن علي پر وړاندې د صبر کاسه نسکوره کړه او میدان ته ووتل. هماغه وو چې زین العابدین بن علي یې دې ته مجبور کړ چې له تونسته سعودي ته وتښتي او تونس یې تل لپاره له چنګه ازاد کړي.

دا انقلاب له تونسته مصر، سوریې، یمن، لیبیا، مراکش او ځینې نورو هیوادونو ته هم وغځېد خو په دې ټولو کې یواځینۍ کامیابه تجربه د تونس سوبه ده. د تونس د انقالب مشرانو وکولی شول چې له انقلاب څخه وروسته د یو نوي، پرمختللی او قوي تونس بنیاد کېږدي، داسې تونس چې د ظلم او استبداد څخه خالي وي او خلک خپل ځان ته په خپله خوښه سیاسي قیادت وټاکي.

دې کې شک نشته چې د تونس د انقلاب د کامیابۍ یواځینی لامل ددوی د سیاسي قیادت بلوغ او پوهه وه. حزب النهضه(اسلامي) او نداء تونس(سیکولر ) سره اساسا مخالف فکري جریانونه دي خو دوی چې کله ولیدل چې ملت په مشکل کې دی دواړه له خپلو سیاسي او نتظیمي ګټو پورته راغلل او د ملت په کچه یې فکر پیل کړ. نن دا دی د انقلاب ۹ کاله پوره شول تونس ورځ تر بلې مخ په وړاندې روان دی، دوی پرمختګ کوي، خلک یې په امن کې ژوند کوي، سیاسي او مدني حقوق یې ټول خوندي دي‌ خو مصر، سوریه، یمن، لیبیا او نور ټول عربي هیوادونه د ظلم، قفر او بېجارګۍ په یو بل پړاو کې قرار لري او لا مالوم هم نه ده چې څومره وخت به دوام کوي.

د تونس او نورو عربي هیوادونو پرتلیزه مطالعه په دوحه کې زمونږ د مذاکراتي ټیمونو د قیادت لپاره یو ژوندی مثال دی. که دوی د انعطاف جرأت پیدا نکړی، په یو بل باور ونکړي او په ښه نیت سره د یو ملت د وګړو په حیث تعامل ونکړي، نتیجه به یې د سوریې، لببیا، یمن او نورو په شان پیچلې او نه ختمېدونکې جګړه وي چې بیا به هم همدا بې چاره ملت پکې سوځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟