No-IMG

په شاعرانو پسې غولیدلي او بېلارې خلک روان یي

  یوه سړي ډله خلک ولیدل چې چرته روان وو، دی پوه شو چې چرته د ډوډۍ لور ته لاره باسي... نو دی هم له شا ورپسې روان شو، لاره کې پته ورته ولګیدله چې ټول شاعران دي، د پاچا د دروازې لورته روان دي او د ستاینو غزلونه یې پلنډه کړي دي. هلته چې ورغلل، هر یوه په نوبت خپل خپل شعرونه وویل او انعامونه یې واخیستل، کله چې ده ته نوبت ورسید، دی چوپ ناست دی او هیڅ نه وایي!

    خلک ټول ورته متوجه دي او دی خاموش ناست دی، چا ورته وویل: پاڅه شعر ووایه! ده ورته وویل: زه شاعر نه یم، ورته ویې ویل: نو ته چیشی یې؟! ده ورته وویل: زه د شاعرانو غولیدلی یم، هغه چې الله په قران کې د دوی په اړه ویلي. والشعراء يتبعهم الغاوون.(الشعراء: ٢٢٤) او په شاعرانو پسې غولیدلي او بېلارې خلک روان یي.  نو پاچا او د مجلس ټولو خلکو ورته وخندل او د شاعرانو هومره انعام یې ورکړ.

باید ووایو چې دلته له شاعرانو کافران او بې لارې شاعران مراد دي. شعر لکه نثر، ښه او بد دواړه لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک