No-IMG

کلي ته!

بیا یې د زړۀ د کنډر وران، کلي ته مۀ را غواړه

درته زارۍ کوم جانان، کلي ته مۀ را غواړه

مینه یې زړۀ کې امانت، ساته او پاله خو جار

تاته لۀ ډېرو خلکو ګران، کلي ته مۀ را غواړه

چې له عناد،حسد،کینې؛ زړونه پاک شوي نۀ وي

یو څوک د مینې پۀ ارمان، کلي ته مۀ را غواړه

چې زموږ درد،هیله،ارمان؛ هر چاته ژباړي غلط

داسې د سولې ترجمان، کلي ته مۀ را غواړه

ګوره ازغن،ازغن حالات، یې لاس ګرېوان تۀ نۀ کړي؟

هغه د ګل پۀ شان یاران،کلي ته مۀ را غواړه

د هغه ځانته بېل جهان،بېله نړۍ ده د خیال

هغه کوچی لۀ بیابان، کلي ته مۀ را غواړه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟