
د نېکې ښځې عالي صفات؟
کورونو کې يې د مېرمنو په مخکې ولولئ
1 - نېکه_ښځه : هغه ښځه ده چې د ځان لپاره د دنیا او اخرت کامیابي د اسلامي شریعت په تابعدارۍ کې ګني..
2 – د ژبی له ټولو آفاتو نه ځان ساتي، لکه : لعن طعن ، ښیراوی ، کنځلې، غیبت ، او چغلي .
3 – پاک لمنه اوسیدل :
نیکه ښځه باید د خپل عزت او د خاوند د عزت د ساتلو کوشش وکړي د تهمت له ځایونو نه ځان وساتي ..
نا محرم سړي سره نه په مبایل خبرې وکړي او نه غېر له مبايل نه ..
نامحرم سړي ته د زینت او ښکلا ځایونه ښکاره نه کړي .
نامحرمه سړي ته په ستړي مه شي کی لاس ورنه کړي .
له هر قسم ګناهونو په ځانګړي ډول د انټرنيټ له ناروغۍ ځان وساتي.
4 – د خپل شرعي حجاب پابندي وکړي :
له داسی تنګو او شفافو نرو جامو نه ځان وساتي چی د بدن اندامونه یې پکی ښکاري ..
5– د خپل خاوند حقوق پیژندل او د هغې ادا کول او د خاوند پوره اطاعت کول ،
6 – خپل او د خاوند ټول رازونه ساتل ، په ځانګړي ډول د ازدواجي مسلو رازونه نورو ښځو سره نه شریکول .
7 – د خپل خاوند سره پوره مينه او محبت کول او هغه ته د پوره ميني اظهار کول.
8 - له نورو نیکو ښځو سره خپل تعلق جوړول ، او له بدو ښځو له تعلق نه ځان ساتل .
9 – په هرحال صبر کول ، او له هر قسم شکایتونو او ګیلو نه ځان ساتل .
10 – د اولادونو ښه تربیه او روزنه کول .
11 – خپله روزمزه زندګۍ کې د قرآن پاک او نبوی احادیثو د زدکړی لپاره څه وخت خاص کول .
12 - د خاوند د مور او پلار قدر، عزت او خدمت کول.
13 - د سهار او ماښام اذکارو پابندي کوي.