No-IMG

د مصر پخواني پاچا انور السادات کيسه؛ هره ورځ نوي فرمانونه ، نوي احکام وي

الله نور سيلاب

 

عزیزانو

د مصر پخواني رئیس جمهور انور السادات یوه ورځ د زراعت د وزیر نه پوښتنه وکړه ، ورته ئې وویل:

ښاغلیه!

هغه د سنډاګانو د چاغولو د فارم څه حال دی چې تا ماسره وعده کړې وه؟

وزیر ورته وویلې :

رئیس صیب ! فارم د افتتاح دپاره تیار دی!

یواځې ستاسې ورتګ ته منتظر یو!

سادات ورته وویل: بیا خو سهي ده سبا سهار لس بجې به ئې افتتاح کړو!

حال دا و چې هلته د سره نه زمکه وه نه فارم و او نه هم سنډا !!!

وزیر فورا هماغه منطقې ته ځان ورساوه، فارم ئې تیار کړ! میښې او سنډاګان ئې هم پیدا کړل !

سبا چې انور السادات ورغی نو داسې یو فارم ئې ولید چې زړه ته ئې لارې کولې!

ښکلی فارم د هر نوع میښو او سنډاګانو نه ډک و ، د انور السادات لیدنه ترسره شوه ، لکن په آخره دقیقه کې ئې د زراعت وزیر یوې ډډې ته کړ پوښتنه ئې ترې وکړه!

ښاغلی وزیر!

یو سنډا دې په څو روپۍ کرایه کړی دی؟؟؟

وزیر د رئیس سوال ته حیران شو ، جواب ئې ورکړ ویلې رئیس صیب په لس روپۍ مې یو سنډا په کرایه راوستی دی!!!

السادات ورته وویل: لس روپۍ د دولس ساعتونو دپاره ډیرې نه دي؟؟؟

وزیر د رئیس نه پوښتنه وکړه ویلې: رئیس صیب د سنډاګانو د کرایې نه چا خبر کړې؟

السادات ورته وویل:

ښاغلیه!

زه هم کلیوال انسان یم!

زه چې فارم ته ننوتم ، میښو او سنډاګانو ته ورنږدې شوم نو سنډاګان وارخطا شول ! دا حالت هغه وخت رامنځته کیږي چې کله سنډا په خپل فارم کې نه وي!!!

څې مطبل شو!!!

 مطلب دا که چیرې تاسې کوم دفتر ته لاړ شئ او هلته رئیس ، وزیر یا بل کوم مسول وګورئ چې وارخطا ، بې تجربې وي!

هره ورځ نوې نخره ، نوې ډرامه وي!

هره ورځ نوي فرمانونه ، نوي احکام وي نو پوی شئ چې سړی په خپل فارم کې نه دی بلکه په واسطه مقرر شوی دی او د لوړو مامورینو د ګټو دپاره دلته ناست دی!!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟