No-IMG

مهم ترین های امروز شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د مالیې وزارت د بشري منابعو رئيس غلام ملاخیل په مشترک ډول د چارو ادارې او لویې څارنوالۍ له خوا توقیف شوی دی.

کابل نیوز ته رسیدلي معلومات ښيي، چې غلام ملاخیل د چارو ادارې او لویې څارنوالۍ له خوا نیول شوی او اوس په توقیف کې دی.

‏ویل کیږي غلام ملاخیل د مالې وزیر عبدالهادي ارغندیوال ته نږدې کس دی.

دا په داسې حال کې، چې تردې مخکې د مالیې وزارت د بشري منابعو ریاست د چارو ادارې یو مکتوب رد کړی و.

خپلواکو سرچینو لا تراوسه دا خبر تایید کړی نه دی.

: ‏یک گروه چهار نفری دزدان در کابل بازداشت شد

فردوس فرامرز سخنگوی پولیس کابل می گوید یک گروه چهار نفری دزدان را در مربوطات حوزه سیزدهم شهر کابل بازداشت کرده اند.

دستگیر شده اند،

: ‏نیروهای قطعات خاص پولیس، به‌دنبال راه‌اندازی یک عملیات شب‌هنگام، ۲۹ تن از اعضای کلیدی گروه طالبان را در روستای زرغون‌شهر ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر کشته و شش عضو مهم دیگر این گروه را زخمی ساختند.

: ‏د پکتیا لسګونه اوسېدونکو د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په موخه لاریون کړی.

د پکتیا پټان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د نا امنۍ تر څنګ یې سیمه کې له کلونو راهیسې د بیارغونې کارونه نه دي تر سره شوي.

‏لاریون کوونکي له حکومت غواړي چې د سړک او یو لوی پل چې له لومړنیو اړتیاوو یې بلل کیږي باید د جوړیدو چارې یې پیل شي.

: ‏زعفران افغانستان مقام نخست «سه ستاره‌ی طلایی» را از سوی انستیتوت بین‌المللی ذایقه‌ی اتحادیه‌ی اروپا کسب کرد. جایزه‌ی سه ستاره‌ی طلایی این نهاد بین‌المللی در سال ۲۰۲۱ میلادی بنابر کیفیت عالی طبیعی به شرکت زراعتی کیهان زعفران تعلق گرفته‌است.

: له ډرونه په استفادې د طالبانو  د بریدونو زیاتوالي، حکومت یې دې ته اړ کړی چې په رسمي توګه، د ولسمشرۍ ماڼۍ په شاوخوا او حریم کې د ډرون کمرو الوت ممنوع کړي.

د حکومت د رسنیو مرکز رسنیو ته د یوه لیک په استولو سره، ګواښ کړی که چېرې ډرون کمرې د ارګ په فضا ولیدل شي، د ولسمشرۍ ماڼۍ امنیتي ځواکونه به هغه له منځه یوسي.

: د هېواد درې ولایتونو کې چاودنو پنځه تنه وژلي.

په کابو ۱۲ وروستیو ساعتونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې څلور چاودنې شوې دي. له هغې ډلې یوه چاودنه نن سهار په کابل ښار کې او بله یې د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې شوې ده.

هغه چاودنه چې په کابل کې رامنځته شوه، د کابل د امنیه قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال محمد نبي بیان د لېږد موټر په نښه کړ چې په هغه کې دوه تنه پولیس ووژل شول او یو بل یې ټپي شو.

یوه امنیتي سرچینه وايي چې د پولیسو د دغه چارواکي روغتیايي حالت ښه دی او خپل کاري دفتر ته رسېدلی دی.

: ‏افغانسان کې کورونا؛ تېرو۲۴ساعتونو کې ۴۶مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

: ‏پارلمان د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې سند یوځل بیا رد کړ.

: هرات کې ۱۳ تنه سیمه ییز ځواکونه وژل شوي.

د هرات ولایت امنیتي چارواکي وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذي کسانو په برید کې ۱۳ تنه سیمه ییز ځواکونه وژل شوي دي.

د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ووايي چې د دغو ځواکونو په منځ کې د طالبانو درې تنو نفوذ کړی وو او تېره شپه لس بجې د ۱۳ سیمه ییزو ځواکونو له وژل کېدو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.

د ولي زاده په وینا، طالب جنګیالي د دغو سرتېرو وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.

: ‏د کاپیسا د ولایتي شورا رییس محمد حسین سنجني له یوه وسله وال برید څخه روغ رمټ ووت.

ښاغلی سنجني وايي چې دغه برید نن سهار د کاپيسا ولایت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ په خم روباه سیمه کې وشو.

: ‏در یک انفجار موتر بم گذاری شده در ولایت هلمند دو تن از نیروهای امنیتی جان باختند.

عطاالله افغان رییس شورای ولایتی هلمند می گوید که این حمله شب گذشته بر یک پاسگاه نیروهای امنیتی رخ داد که در آن چهار تن دیگر از این نیروها زخم برداشته اند.

: ‏راپورونه وایي،طالبانو د کابل-بغلان پر لویه لار د‌دوشې ولسوالۍ په سنګ‌سوراخ سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته د‌تېلو شپږ ټانکرونه سوځولي. سرچینو ویلي،د یادو ټانکرونو چلوونکي تر‌پېښې وروسته‌تري‌تم‌شوي وو چې۲یې موندل‌شوي او۳نور لا‌هم ورک‌دي.طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

: ‏د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ ویلي چې د امریکايي سرتیرو د شمېر کموالی د جګړې پر وضعیت ډېر منفي اغېز نه لري، ځکه د ده په وینا په دې وروستیو کې ۹۶ سلنه جګړه افغان سرتیري کوي او عملیات هم په خپله پلانوي او ترسره کوي.

: ‏نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو په ننګرهار ولایت کې دوه پولیس وژلي دي. ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې وسله والو د پنځمې ناحیې اړوند نارنج باغ سیمه کې پر دوو پولیسو ډزې کړې او له سیمې څخه تښتېدلي دي. سرچینې ویلي چې پولیس دواړه ځای پر ځای وژل شوي دي.

: ‏د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر کمېدو ته په غبرګون کې ویلي چې د دغه هېواد په اړه د دوی دریځ بدلون نه دی کړی او دا سازمان د افغان ځواکونو روزنې، مشورې او مرستې ته دوام ورکوي.

: ‏وروسته تر هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړی دی، طالبانو یې دا پرېکړه ستایلې او د امریکا- طالبانو د هوکړې مطابق یې دا اقدام یو غوره او پر ځای ګام بللی دی.

: ‏افغان حکومت د طالبانو هغه ادعا رد او بې بنسټه وبلله چې ویلي یې وو، د افغان ځواکونو په عملیاتو کې په تېرو دوه اونیو کې ۷۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

: ‏د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي؛ طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري. نوموړی وايي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي.

: ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په افغانستان کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره کتلي دي.

د ښاغلي کرزي دفتر وایي، په دغه کتنه کې د افغانستان پر روان وضعیت او د سولې په پروسه کې پر وروستیو پرمختګونو او پر راتلونکو قدمونو خبرې وشوې.

: ‏د کندهار برید د څلور بریدګرو او یو امنیتي سرتېري په وژل کېدا پای ته ورسېد.

وسله والو نن سهار د کندهار ښار په دامان ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځواکونو د موټورو پر ورکشاپ لومړی بمي چاودنه وکړه او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره وسله واله نښته پیل کړه.

‏بمي برید او نښته چې کابو درې ساعته یې دوام وکړ، څلور تنه بریدګر او یو د ملي امنیت سرتېری پې و وژل شو او درې د ملي امنیت ځواکونه ټپیان شول.

: ‏اسپانیا از آغاز مذاکرات اکتشافی بین ترکیه و یونان استقبال کرد.

: ‏اردوغان: در سال 2021 سرمایه‌گذاری در حوزه گاز طبیعی ادامه داشته و افزایش خواهد یافت.

در سال 2002 ، انرژی زمین‌گرمایی‌مان تنها 18 مگاوات بود که این رقم امروز به 1613 مگاوات رسیده است. به این ترتیب ترکیه را در حوزه انرژی زمین‌گرمایی مقام اول اروپا و چهارم جهان را به خود اختصاص داده است.

: فیصل بن فرحان، وزیر امور خارجه عربستان سعودی طی نشست خبری مشترک با ایمن الصفدی، همتای اردنی خود در ریاض گفت: طی روزهای آینده روابط دیپلماتیک خود را با قطر برقرار کرده و سفارتمان را مجددا در دوحه باگشایی می‌کنیم.

وی افزود: روابط دیپلماتیک ما با قطر بطور کامل برقرار خواهد شد.

او تاکید کرد که بر اساس بیانیه «العلا» که در نشست شورای همکاری خلیج در تاریخ 5 ژانویه به امضا رسید، روابط با قطر از سر گرفته خواهد شد.

: ‏آرمین لاشت رهبر جدید حزب دموکرات مسیحی آلمان شد.

: ‏گفتگوی تلفنی روسای جمهور ترکیه و آذربایجان.

‏در گفتگوی تلفنی اردوغان و علی‌اف روابط دوجانبه ترکیه و آذربایجان و تحولات منطقه‌ای بررسی شد.

: ‏د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي اسلام اباد د افغانستان د سولې روانې پروسې د بریالیتوب او سیاسي حل موندنې لپاره د افغان حکومت له مشرتابه نیولې تر بېلابېلو مهمو سیاستوالو او طالبانو پورې ټولو سره په اړیکه کې دی.

: ‏د ایران پوځ د خپلو نظامي تمریناتو په لړ کې نن یو اوږد واټن ویشتونکي توغندي وازمایه.

د ایراني رسنیو په وینا، یاد توغندي په ۱۸۰۰ کیلو مټرۍ کې د هند بحر په شمالي برخه کې خپل هدف وویشت.

: ‏د راپورونو له مخې د فرانسې او ترکیې ولسمشرانو په خپلو کې یو بل ته لیکونه لېږلي دي او د اړیکو د ښه کولو لپاره یې هڅې پيل کړې دي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ددغه لیکونو تبادله کېدل تایید کړي دي خو د محتوا په اړه یې څه نه دي ویلي.

: ‏د امریکا د روغتیا وزیر الکس ایزار له خپلې دندې استعفا کړې ده او د ولسمشر ډ‌ونالډ ټرمپ په ګډون یې د هغه له ټولو ملاتړو غوښتنه کړې چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او په سړه سینه خپله ماتې ومني.

: ‏د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي چې هېواد به یې په دوحه کې د روانو بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړې، په افغانستان کې امن او سوله پر پاکستان مستقیم اغېز لري او دوی د افغان سولې هر اړخیز ملاتړ ته ژمن دي.

: ‏د ایسټ ایژن فاریوم په نامه د امریکا یو اعتباري تحلیلي مرکز ویلي چې که څه هم بایډن به واک ته له رسېدو سره سم په خپلو بهرنیو سیاستونو کې ځینې ژور بدلونونه رامنځته کړي خو ټینګار یې کړی دی چې د جنوبي اسیا په اړه به د بایډن سیاست د ټرمپ سیاستونو ته ورته وي.

: وزیر امورخارجۀ ترکمنستان می‌گوید که در عملی‌ساختن پروژۀ تاپی به پیشرفت‌هایی داست یافته‌اند و لولۀ گاز تاپی به مرحلۀ ساختمان نزدیک شده‌است.

رشید مرادووف، وزیر امور خارجۀ ترکمنستان که در نشست توسعۀ روابط ترانزیتی افغانستان و ترکمنستان و اهمیت پروژه‌های تازه این کشور در افغانستان، سخن می‌زد، تأکید کرد که در مرحلۀ نخست لولۀ گاز ترکمنستان در افغانستان از مرزهای ترکمنستان تا ولایت هرات ساخته خواهد شد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟