No-IMG

افغان سوله او د جو بایډن ممکنه تګلاره

د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د امریکا د نوي‌ جمهور رئیس د لوړې ورځ ده. په دې ورځ به د امریکا نوی جمهور رئیس چې په تېرو انتخاباتو کې یې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه ټاکنې ګټلي، لوړه کوي. دده له لوړې وروسته په بهرني سیاست کې له ټولو اولنۍ او مهمه پرېکړه به د افغانستان د سولې د برخلیک په اړه وي ځکه د دوحې د موافقتنامې په اساس باید د روان کال مئ میاشت پورې امریکایان له افغانستانه خپل ټول پوځیان وباسي. دا چې تحلیل شي چې بایډن به د پوځیانو ویستلو ته ژمن پاته شي او که د دوحې تړون کې به تغیرات راولي، مهمه ده په دې مطالعه وشي چې بایډن چې کله د اوباما معاون رئیس جمهور وو د افغانستان په اړه څه فکر درلود او آیا اوس هم په هماغه فکر ولاړ دی او که بدلون پکې راغلی. همدا راز دې کې شک نشته  چې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په جوړولو کې د رئیس جمهور رول ډېر بارز وي خو هغه د خپل ټیم خصوصا د معاون رئیس جمهور، د بهرنیو چارو وزیر،  سی آی ای، پنټاګون، د ملي امنیت سلاکار، رسنیو، عامه ذهنیت او د سټراټیجسټانو نظرونه هم له پامه نشي غورځولی. د امریکا د بهرنۍ پالیسي په جوړولو کې د یادو شوو ادارو او اشخاصو رول ډېر بارز دی او همدوی دي چې رئیس جمهور ورته کله له خپلې رایې هم تېرېږي.

کله چې پخواني جمهور رئیس اوباما په کال ۲۰۱۱ میلادي کې افغانستان ته تازه دمي پوځیان استول د اوباما په اداره کې یواځینی فرد چېد پوځیانو د ډېرولو مخالفت یې کاوه، جو بایډن وو. بایډن له هماغه وخته په دې نظر وو چې امریکا باید په افغانستان کې ډېر لږ پوځیان د کاونټر ټرورېزم یا د ټرورېزم د مخنیوي لپاره پرېږدي چې له افغانستان څخه امریکا ته خطر نه اوسي. دی له هماغه وخته په افغانستان کې د امریکا د فعالې جګړې مخالف وو خو د ۲۰۲۰ کال د فبروري په میاشت کې چې کله ترې د ټرمپ د ادارې د دوحې د تړون پښتنه وشوه ده وویل چې د افغانستان د خلکو او حکومت په ځای باید د امریکا ملي ګټې د امریکا د پالیسي جوړونکی فکتور وي. له دې یې مفهوم دا وو چې دوی ته د افغانستان دولت او خلک د امریکا دملي ګټو په مقابل کې هیڅ اهمیت نلري. همدا راز د بایډن د ملي امنیت نوماند سلاکار جک سلوان هم څه موده مخکې وویل چې طالبانو سره د دوحې تړون د ټرمپ ادارې نه بلکې امریکا او د امریکا ادارو کړی، ده همدا راز ډاکټر زلمي خلیلزاد ته هم شین سګنال ورکړی وو تر څو خپل کار پر مخ بوځي.

بل طرف ته بیا د امریکا د امنیتي او دفاعي ځواکونو مشران او د کانګریس څه غړي دي چې د دوحی د تړون په اړه تشویشونه لري. له ټولو لوی تشویش چۍ دوی یې لري دا دی چې که چېرته افغان حکومت او امارت سره د مئ میاشت پورې توافق ته ونه رسیږي، د افغانستان حالات به ډېر خراب شي او شاید خبره کورنۍ جګړې ته ورسیږي. دوی له دې ډار لري چې که چېرته امریکا بې له دې چې افغان لوري سره توافق ته ورسوي،‌ له افغانستانه ووځي‌، لوی مسؤلیت به یې تر غاړې پاتې شي.

د امریکا له داخل څخه د افغانستان په اړه له څرګندونو داسې ښکاري چې بایډن به له لاندې درې سیناریوګانو په یوې خپل سیاست مخکې وړي.

اوله سیناریو دا چې جو بایډن د طالبانو او امریکا د دوحې د تړون په اساس د مئ تر میاشت خپل ټول نظامیان وباسي. دې سیناریو کې به بیا دا شرط وي چې امریکا به په دې څلور میاشتو کې په تحمیلي توګه افغان حکومت او طالبان سره یوې نتیجې ته رسوي تر څو ددوی له وتلو مخکې یې دلته د کورنۍ جګړې مخه ډب کړې وي.

دوهمه سیناریو دا کیدلای شي چې جو بایډن د امریکا او طالبانو تر منځ شوی تړون لغو اعلان کړي او جګړې ته دوام ورکړي. دا سیناریو په داسې حال کې ممکنه ده چې بایډن د امریکا ټول بهرني سیاست ته تغیر ورکړی، د چین، ایران، شمالي کوریا، روسیې او د کورونا له امله رامنځ ته شوي ټول چیلنجونه له پامه وغورځوي. همدا راز د دې سیناریو د پلی کولو لپاره به د امریکايي ولس پر ذهنیت هم کار کول غواړي ځکه د افغانستان جګړې د امریکا د عام ولس په ذهن کې هم ځای بایللی. دا سیناریو په دې اساس غیر واقعي ښکاري چې دا ۲۰ کاله دوی په افغانستان کې جګړه تجربه کړه چې هڅ یې لاسته رانه وړل.

دریمه سیناریو دا ښکاري چې د امریکا او طالبانو د دوحې تړون ومنل شي خو په دې شرط چې د امریکا او ناټو پوځیان به تر هغې پاته کیږي تر څو چې د بین الافغاني مذاکراتو ټیمونه سره یو حل ته نه وي رسیدلی. دا سیناریو به هم د دوحې په تړون یو ځل بیا مرور ته اړتیا لري او داسې ښکاري چې له مجبوریته به طالبان هم دې ته تیار شي. دلته به یواځې تغیر دې کې راځي چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو تقسیم اوقات به تغیر مومي، نور به ټول شرایط په خپل ځای پاته کیږي.

په دوحه کې مذکراتي ټیمونه هم دې ده انتظار باسي چې له دې پاسنیو سیناریو ګانو به کومه سیناریو د نوي ولسمشر تګلاره کې شامل وي، ښکاري همدا لامل دی چې بین الافغاني خبرو کې تر دې مهال هیڅ پرمختګ نشته.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟