No-IMG

عمر ابن الخطاب رضی الله عنه ژوند ۵۸۱ ـ۶۴۴ م

دوهم راشد خلیفه

او هغه څوک چي لومړی ځل په امیر المومین سره ونومل شو

د دعوت په لومړیو کلونو کي یې پر الله او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان راووړ

له رسول الله ﷺ سره یي په ټولو غزواتو کي ګډون کړی وو

رسول الله ﷺ ته یې خپله لور حفصه رضی الله عنها ور په نکاح کړې وه

په میړانه او عدل کي یې ډیر شهرت وموند، تر دې چي د فاروق لقب یي خپل کړ ( یعني د حق او باطل بيلونكی)

درسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت له ورځې څخه یې اسلامي هجري تاریخ تأسیس کړ

او دهجرت په دیارلسم کال د مسلمانانو خلیفه شو په داسي حال کي چي مسلمانان په شام کي له عربو او رومیانو سره په جګړه بوخت وو

دبیت المقدس فتح ته فلسطین ته ولاړ، عمرو ابن العاص رضی الله عنه یي د فلسطین والي مقرر کړ او بیا د مصر دفتح کولو په نیت دمصر پر لور وخوځید .

دی لومړنی کس وو چي دښارونو د ادارې او رغونې په موخه یي حکومتي دیوان جوړ او د قضاء  منصب یې رامنځ ته کړ

په کوفه او بصره کې یې د فوځې زده کړو لپاره لوی معسکرونه جوړ کړل

او د مسلمانانو لومړنۍ سرشمیرنه یې تر سره کړه

سیدنا عمر رضی الله عنه دهغو لسو کسانو له جملې څخه یو وو چي دجنت زیری ورباندی شوی وو

او

لنډه دا چي د یوه غوره حاکم یوه لوړه نمونه عظیم شخصیت وو

رضي الله عنه وارضاه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟