No-IMG

( د ژوند مهارتونه ) د بې مهارتو په لاس کې

نعمان دوست

 

د اته کلن ماشوم لاس کې کتاب و. په زوره یې لوسته. هغه ویل: (( په سوله او پخلاینه کې د انسان تولې [ ټولې] اړتیاوې پوره کیږي. کله چې د خلکو ترمنځ دعوه رامنځ ته شي چې ښه راتلونکي نه لري مثلا دوه ورونه [ وروڼه] یا دوه خویندې چې د زیات وخت لپاره یو بل ته په غوسه وي او یو له بل سره خبرې نه کوي په پای کې دواړه ستومانه کیږي او د دواړو د خپګان سبب ګرځي...۲۲ مخ ))

زه ورته غوږ وم. ما ویل که کوم خارجي کتاب یې لاس ته راغلی. زړه مې و ورته ووایم چې اوس د خپل ښوونځي سبقونه وایه چې هغه دې سم زده کړل؛ بیا خارجي مطالعه کوه. خو چې ور ځیر شوم نو دا د درېیم ټولګي کتاب و. پر پښتۍ یې د ژوند مهارتونه لیکل شوي و او په ۱۳۸۶ کې چاپ شوی و.

حیران شوم؛ د درېیم ټولګي زده کوونکي ،چې عمرونه یې ایله اته کاله وي، څنګه له  دغه شان بې خونده متن څخه څه زده کړي؟ څنګه به د دغه شان متن ( پورته غبرګو لیندکیو کې پرته له لویو قوسونو هو به هو د کتاب خپل متن رانقل شوی) په مانا پوه شي؟

کتاب مې ترې واخیست، له املايي او انشايي تیروتنو مالمال و. غوښتل مې ټول ولولم او ناسم ځایونه په نښه کړم خو تر ۲۲مې، پاڼې مې د زړه په زور ولوست، دومره غلطۍ یې لرلې لکه د ابتدايه ښوونځي کوم تنبل زده کوونکي چې کورنۍ دنده لیکلې وي.

اول مې غوښتل تر غلطو (ی ګانو) لاندې کرښې کش کړم او په نښه یې کړم؛ خو دا غلطي دومره ډیره وه چې هیڅ په نښه کولو ته یې اړتیا نه وه.

وروسته مې د املايي غلطیو په نښه کولو پسې پنسل راواخیست په ۲۲ پاڼو کې مې  په یوه نظر ( ۳۸) څرګندې غلطۍ پیدا کړې چې دلته یې له سمې بڼې سره رانقلوم:

ګد = ګډ

نارغیو = ناروغیو

صحيي = صحي

له خطرونه ځان ساتل = له خطرونو ځان ساتل

ګته = ګټه

کسیو = کیسو

تولګي = ټولګي

هفوی = هغوی

استاذیتوب = استازیتوب

انڅورونو = انځورونو

ښوونڅي = ښوونځي

تول = ټول

همشنۍ = همیشنۍ

ترلاسته = ترلاسه

تاکلی = ټاکلی

تمثل = تمثیل

آو = او

خپل ځانونه څه ډول پیژندني دي = خپل ځانونه څه ډول پیژندلي دي

غږو = غړو

زده کوونکي دې په ګروپونو له یو بل سره = زده کوونکي دې په ګروپونو کې له یو بل سره

درک کوالی = درک کولای/ درک کولی

کوالای = کولای

ګته = ګټه

ګته = ګټه

ګته = ګټه

هیجانو = هیجاناتو، هیجانونو

ګته = ګټه

مخنوی = مخنیوی

ګته = ګټه

همشنۍ = همیشنۍ

تولې = ټولې

ورونه = وروڼه

ګته = ګټه

ښیګنو = ښېګڼو

ګته = ګټه

ګته = ګټه

ګتور = ګټور

مخنوی = مخنیوی

او....

له املاء سربیره، دا کتاب  ځینې داسې جملې هم لري چې سړی ورته حیران شي چې ښه؛ ماشوم به یې په مطلب څه پوه شي. مثلا: په ۲۰مه پاڼه کې لولو: که زور زیاتی رامنځته کیږي ولې یې تحلیل کړو؟

دې کتاب کې ګڼې داسې پوښتنې دي چې سړی هک پک شي چې کتاب لیکوونکيو ته ولې د درېیم ټولګي زده کوونکي خپل همزولي ښکاري؟

مثلا: ۱۶مه، پاڼه کې یوه پوښتنه ده: که چیرې د یوې ستونزې د حل لپاره د نظر توافق نه وي څه کیږي؟

یا د همدې پاڼې بله پوښتنه: که چیرې موږ سره د یوې ستونزې د حل لارې موجودې وي، کومه یې وټاکو؟

ښه، ته به وایې چې  د مدیریت پوسټ لپاره له کوم شارټ لیست شوي،  لیسانسه انټرویو اخلي!

له تاسو به یې څه پټوم؛ په لومړیو پاڼو کې د ښوونکي لپاره عمومي لارښوونې د بحث د وروستۍ جملې په مانا خو زه هم پوه نشوم، جنابانو لیکلي:

۲۳- په دې مضمون کې د اساسي مفاهیمو د زده کړې ترلاسه کول د زده کوونکو په چلند کې عملی مهارتونه او مثبت بدلون د ارزیابي ملاک ګرځي!

هیله ده تاسو پوه شوي اوسئ!

په تېرو شلو کلونو کې له پریمانه امکاناتو او ښو فرصتونو سره سره،  له معارف سره له حده زیات ظلم وشو. دا ظلم یوازې اداري فساد، سلیقوي او ګوندي ګمارنو او د سلګونو خیالي ښوونځیو په جوړولو کې نه خلاصه کیږي؛ بلکې ستر ظلم دا و چې نصاب ټوک ټوک شو. داسې خلکو ولیکه چې نومونه یې ښه غټ غټ و؛ خو نصاب ته یې دوه توته ارزښت ورنکړ. نه یوازې دا چې د ماشوم سویه یې په پام کې و نه نیوله بلکې خپله سویه یې هم ښه رشخند کړه او په دې توګه یې له تنکي نسل سره، ستر خیانت وکړ.

ښه، رښتیا ووایئ؛ د درېیم ټولګي کتاب چې شاوخوا ۹۰ پاڼې لري، نو چې  په ۲۲ مخونو کې یې یوازې  (۳۸) فاحشې غلطۍ وي، ګونګې جملې او عبارتونه وي، د کوچنیو ماشومانو له هضم پورته متنونه وي؛ تاسو په دغه شان حالت کې د تنکي نسل راتلونکی څه ډول ترسیموئ؟ څه هیلې ترې لرئ؟

خدای ته وګورئ؛ معارف وزارت له باسواده بې سوادو خلاص کړئ. دومره سترې بې کفایتۍ لوی  او نه بخښل کیدونکی ظلم دی. ماشوم له همدې کتابونو املاء زده کوي او چې خپله د کتاب د املاء دا حال وي نو ...

په هرصورت؛ پوهیږئ؟ دې کتاب کې د ۱۷ نوابغو نومونه دي. دوی کې څلور ډاکټران، یو سرمولف، یو پوهاند او یو پکې آن الحاج دی!

که نه یې منئ لاندې عکس ته وګورئ:

د یوه مسلکي نصاب او د یوه زړه خوږې ، با احساسه او مسلکي نصاب جوړونکې ډلې په هیله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟