No-IMG

د خپلو سياسي گټو لپاره مو ملت تباه کړ؛ اعدامونو او وژنو په ځای بايد يو بل وبښو

مونږ چې کله ویل د مهسا قاتلین دې اعدام شي، په لارو کوڅو کې له نیول شوو غلو دې لاسونه پرې شي، اختطاف کونکي دې د کابل په چوکونو کې راځوړند شي،  هغه مفسدین چې په تېرو ۱۹ کلونو کې د ډیموکراسۍ تر چترۍ لاندې میلیونران شول باید محاسبه شي، هر هغه چا چې د افغان ولس یو وګړی وژلی باید حد پرې جاري شي؛ همدوی ول چې ځانونه یې غلي اچولي وو، دا یې ظلم باله، د حق غوښتونکي ورته ظالمان برېښېدل ځکه دې ټولو جرمونو کې ددوی ګټې وې، د اختطاف چیانو نیمې پیسې ددوی جیبونه ته تللی، دوی خپل باج تر لاسه کاوه، ملت یې څه په بلا وهه.

اوس چې د یو جګړه ایز حالت څخه د سولې په طرف روان شوي یو، دا چې اوس د باور جوړونې او اعتماد فضاء ته اړتیا ده او له اعدامونو او وژنو په ځای باید یو بل وبښو، د سولې دښمنه کړۍ لګیا ده له دې هم د سولې د تخریب لپاره کار اخلي.

مونږ ۴۰ کاله جګړې وکړې، یو بل مو ووژل، د خپلو شخصي سیاسي ګټو لپاره مو ملت تباه کړ، د قدرت په نشه کې تل داسې مست شوي‌ یو چې هیواد مو د تباهۍ کندې ته ګزار کړی خو ای کاش چې یو څه درس مو هم اخستی وای، د ۴۰ کلونو دې تاریخ مونږ کې یو څه عقل هم پیدا کړی وای.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟