No-IMG

د سرتېرو وتل د امریکا او افغانستان په ګټه دي

رېیل کلیر ورلډ په نامه خپرونې د بریتانوي جنرال له نظره له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو په اړه راپور خپور کړی دی. په راپور کې د متقاعد جنرال ټیم براس له قوله راغلي، افغانستان کې د امریکایي سرتېرو حضور له پیله ښه ګزینه نه وه ځکه د دې هېواد وګړي عقیدوي خلک دي او تر ټولو بده دا چې د دوی پر فکر نور هېوادونه مسلط دي او نور هېوادونه د دې خلکو له صداقته غلطه ګټه پورته کوي او په یو ډول نه یو ډول یې د خپلو ګټو لپاره جګړو ته هڅوي. هغه زیاته کړې، امریکا باید هغه وخت د سرتېرو ایستلو په اړه پرېکړه کړې وای؛ کله چې دوی پوه شول چې دا جګړه نظامي حل نه لري. د نوموړي په وینا، امریکا په افغانستان کې د میلیاردونو ډالرو مصرف تر څنګ په زرګونو خپل او افغان سرتېري قرباني کړل او دغه راز یې په لکونو ملکي افغانان د جګړو په اور وسوځول خو پایله پخوا لا معلومه وه او هغه دا چې هیڅ وینه په وینه نه پاکېږي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو وتلو پرېکړه که څه هم په کار نه وه چې په بېړه تر سره شي خو په ټوله کې ښه پرېکړه وه ځکه دا چاره د افغانستان او امریکا په ګټه ده او همدا لار ده چې کولی شي افغانستان سولې ته ورسوي. هغه ټینګار کړی دی چې باید وضعیت له نږدې وڅارل شي او د افغان جګړې دواړه لوري د تاوتریخوالي کمولو او تلپاتې اوربند ته وهڅول شي څو بلاخره جګړه ځپلي افغانان د ارام ساه واخلي

مسير ورځپاڼه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟