No-IMG

د دوستم مخه باید ونیول شي!

اصالت يار

 

دوستم لکه د تیر په شان غواړې د شمال پښتانه د طالب په نوم په نخښه او له خپلو کورونو او ځمکو یې بې برخې کړي، تېره ورځ ده خپلو پلویانو ته وویل چې د خلکو په کورونو ور ننوځي او کورونه یې دړې وړې کړي چې دا یو ستر وحشت دی او ښه خبره داده چې دده دا خبرې ثبت او نشر شوي.

افغان ملت او د شمال پتمن خلک که هغه پښتانه یا غیر پښتانه دي ددغه وحشي ګیلم جم مخه دې ونیسي دده اهداف پردی او ظالمانه دي دی د صلحې پر مهال د یوې داسي جګړې پیلوونکی دی چې نهایت یې یوه الله ته معلوم دی ده له بهر نه پیسې راوړي او روانه صلحه سبوتاژ کول غواړي.

دوستم پوهیږي که صلحه راغله له ده او ځینو نورو سره شاید ملت حساب وکړل شي فلهذا هغه د خپل ژوند ژغورولو په خاطر هر ډول جنایت ته لاس اچوي او دا کاریې پخوا هم کړی او اوس یې هم کوي خو ملت باید ویښ او بیدار وي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟