No-IMG

د افغانستان په هکله د جوبایډن راتلونکي دریځ ته تمې او انګېرنې څه دي؟

یوسف ځدراڼ

 

جوبایډن یو له هغو امریکايي سیاستوالو دی چې د کمپایني شعارونو پر مهال یې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ستنولو شعار ورکړی، خو هغه ټینګار کوي چې امریکا باید له افغانستانه د خوندیتابه ډاډ ولري.

ټاکل شوې ۷۸ کلن جوبایډن سبا د لوړې مراسم تر سره او په رسمي ډول د امریکا د ۴۶ ولسمشر په حیث سپینې ماڼۍ ته لاړ شي.

د واشنګټن نوي ادارې ته له مهمو بهرنیو مسایلو یوه د افغانستان قضیه ده چې پرې نږدې دوه لسیزې تېریږي. جوبایډن به د امریکا څلورم ولسمشر وي چې د واکمنۍ پر مهال به د افغانستان د اوږدې جګړې په اړه پرېکړې ور ترغاړې وي.

د ډونالډ ټرمپ واکمنۍ په وروستیو میاشتو کې له افغانستان څخه د پام وړ عسکرو کمولو حکم پلي شو. دغه راز له طالبانو سره د امریکا د دوحې سولې تړون لا هم له حقوقي اعتباره برخمن دی، خو انتظار دې ته دی چې نوی ولسمشر بایډن به له ورپاتې میراث سره څنګه چلند کوي؟ او دا چې ایا امریکا له مسوولیت پرته له افغانستان څخه وځي که نوی حکومت به له نوي دریځ سره میدان ته راشي.

په دې اړه تر اوسه د نوي ادارې ډېر واضح لیدلوری نشته خو د جوبایډن له پخوانیو څرګندونو ښکاري چې نه غواړي امریکا نوره په افغانستان کې ډېره ښکېله پاتې کړي.

ښاغلي بایډن تېر کال فبرورۍ کې د ولسمشریزو منډو ترړو پر مهال وویل د افغانستان په اړه به له دقیقې محاسبې کار واخلي:

''ما له پیله د ځواکونو له ډېرولو سره مخالفت کاوه، او دا هم نه وایم چې هلته دې زمونږ ځواکونه بیخي نه وي، دمګړی زه په دې باور یم چې مونږ باید یوه اندازه سرتېري هلته ولرو تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې داعش او القاعده هلته د ځای پر ځای کېدو توان نه لري او نشي کولای له افغانستان څخه په امریکا برید وکړي یا ورته کوم ګواښ جوړ کړي. دا کار ډېرې کوچنۍ ډلګۍ ته اړتیا لري زما موخه دا ده چې مونږ به وګورو چې تر ټولو ښه قضاوت کوم او کله دی. ''

جوبایډن که څه هم تر اوسه له نوي موقفه په رسمي ډول د افغان کشالې په اړه ډېر څه نه دي ویلي، خو د ټاکنیزو منډو ترړو او له هغې مخکې د مرستیال ولسمشر په توګه یې نظرونه د خبرونو سرټکي جوړ کړي.

هغه وړم کال ډسمبر میاشت کې په یوه مرکه کې ویلي وو، موږ نشو کولای افغانستان جوړ کړو، ده هغه مهال د افغانستان یوه پارچه کېدل او ملت جوړونه هم د امکان څخه لرې کار بللی، همدا راز یې ویلي افغانستان دری ټوټې او نه جوړېدونکی هېواد دی خو د هغه دا ډول نظرونه د افغان حکومت او ولس له سختو غبرګونونو سره مخ شول.

خو کله چې تېر کال له ټاکنو مخکې له بایډن څخه په یوه مرکه کې واک ته له رسېدو سره د افغانستان سیاست په په تړاو وپوښتل شول هغه د سولې خبرو تر څنګ د یو شمېر امریکايي سرتېرو په پاتې کیدو ټينګار کړی و:

''لومړی هغه څه چې زه به یې د امریکا د ولسمشر په حیث وکړم هغه دا دي چې د خپلو سرتېرو راتګ یقیني او له طالبانو سره د سولې خبرې وکړو، خو زه به یوه کمه اندازه ځانګړي ځواکونه هلته پرېږدم چې له ممکنه ګواښونو او ترهګرۍ سره مبارزه وکړای شي. د افغانستان په اړه زما دریځ له پخوا همدا دی او زه فکر کوم چې د پينټاګون ځينې چارواکي زما له دې دریځه خوښ دي. ''

جوبایډن د امریکا مرستیال ولسمشر په توګه په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۱ کلونو کې افغانستان ته دوه ځله سفرونه کړي او د کابل تر څنګ یې له کندهار او هلمند هم لیدنه کړي.

هغه له ولسمشر کېدو مخکې په تلویزیوني مرکو کې ټينګار کړی چې د افغانستان په تړاو واضح راپور لري:

''مخکې له دې چې موږ لوړه وکړو زه هغه مهال د ولسمشر اوباما لخوا افغانستان ته ولېږل شوم چې د افغان جګړې په اړه یو واضح راپور ورکړم، ما هغه مهال وویل چې هلته د جنګېدو هیڅ جامع تګلاره نشته او وروسته بیا تر اوږدې مودې د پينټاګون له چارواکو سره په بحثونو کې وم، زما هغه مهال هم باور دا و چې موږ باید د ترهګرۍ ضد داسې سیاست ولرو چې لږ سرتېري مو پکې ښکېل وي او په واقعیت کې د افغانستان له پولو مونږ خوندي کړي. ''

له دې سره - سره باورونه دا دي چې واک ته له رسېدو وروسته سیاست له شعاري هغو سره توپیر لري، ځکه نو له بایډن لکه د ډېرو نورو دولتونو په څېر د افغان سیاستوالو هېلې هم متفاوتې دي.

جوبایډن که څه هم د افغان سولې روان بهیر په اړه ډېر پرېکنده څه نه دي ویلي، خو افغان حکومت له جوبایډڼ سره د ځواکونو د وتلو او سولې په اړه د ګډ کار ویلي او طالبانو هم د بایډڼ لخوا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته د ژمن پاتې کېدو هیله کړي.

له بي بي سي ويب سايټ په مننه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟