
نامناسب او بې ځايه پوښتنې مه کوئ
کورنۍو مناسباتو کې، خپلوانو او ملګرو نه او په عامه توګه، له دې لاندې پوښتنو ځانونه ساتئ، دا یو ډول بې نزاکتي ده، بې ځایه څوک تنګول دي، شاید څوک ازار کړي او عموماً ستا او بل لپاره ګټورې پوښتنې هم نه دي:
څو کلن یې!
ډېر چاغ شوې نه یې؟
بوډا شوی راته ښکارې؟
ناروغ شوی خو نه یې؟
چرته یې د مرګ او ژوند درک دې نشته؟
څومره ډېر خوراک کوې؟
انسان مختلف حالات لري، کله غم کله ښادي، کله شتمن کله غریب، کله طبیعت برابر کله بېخونده، پورته پوښتنې او داراز ځیني نورې شخصي پوښتنې انسان نه خوښوي، یا یې هم شاید وزوروي. بناءً له داسې پوښتنو باید ځان وساتل شي. دېته ورته نورې نامناسب پوښتنې که ستاسو ذهن ته درځي، یا چرته چا درنه کړې وي او تاسې ته یې خوند نه یې درکړي؛ لطفا دلته یې کمنټ کړئ.