No-IMG

اسلامپال او بنسټپال ډلې په خپل منځ او رسنىو کي جزي اختلافات پريږدي

يوه ډله مرضي غرضي پوچ فکره د کرکي بد نيتي او جهل ځپلي ځانونه د اسلام او مسلمانانو مدافعين بولي د کفر پر ضد، د دروغو دوحدت قايمولو مکار تمثيل کوي، خلک شپه ورځ عصبانيت جنون ته کشؤي، ځانونه هم ډېر پوهه مسلمان او #عادل معرفي کوي، کلين شيو به ئې هم کړى وي لکه ګدړه ،خو ګروپونه ئې جوړ کړې درګرده دمسلمانانو ستر نړۍ وال اغېزمن مدبرو پوهانو خوځښت او مشرانو پسي هغه چټيات بد رد دروغ بهتان ليکي چي يو سوچ کافر هم دهغو په ليکلو شرميږي، چي ستر اسلامي عالم شهيد شي وايې شکر دى چې مردار شو د امامت تنخواه ئې اخيسته، په فخر ځينو ګروپونو کي د خطيبانو، استادانو اسلامي کادرونو د ترور وژني خبري کوي،

که له دغو ذليلانو پوښتنه وشي چي مهرباني وکړئ اوسنيو واقعتونو ته په پام سره د اسلامي نظام د جوړښت دطرحي په اړه لس کرښې وليکئ نو په اپلتو سر شي، که ورته ووايي چي موږ ټول وينو چې د 135 کلونو راهسي مسلسل انګريزانو او نورو کفري ډلو په مسلمانانو کي ډېر ژور کار کړى دى هر ځاى ناخوالي تر سر برسيره دي، حتا هر کور هر کلى هر فرد  په يو نه يو ډؤل ستر فکري پاړسوب کي اخته دى

اوس که موږ کرۍ ورځ خپل منځ کي يو بل پسي نادودي او ناپړيتي وايو هغه هم داسي چا پسي چې د مسلمانانو يوه ستره کمي ئې ډکه کړې ده، دا نو په غم کي بل غم دى، فکري او ټولنيز پاړسوب نور ښکر نلري همدا ستر بدمرغه پاړسوپ دى، نور کفر ته اړتيا نشته موږ تخريب کړې همدا پاړسوب سرمزغنتوب بسنه کوي چې موږ داسي برباد کړې چي نوم نښان به مو پاته نشي

که رښتیا مسلمانانو او هېواد له غمه مړه ياست

که رښتیا غواړئ دمسلمانانو خصوصا دهېوادوالو ژوند مثبت بدلون وکړي نو

1- دا پرېږدئ چي کفارو ها ظلم فلاني تاريخ وکړ، داسي دسيسه ئې جوړه، وااااا سړيه لږ ژؤر پام وکړه دا اوس موږ خپل منځ کي څه کؤ? کله چې وايو کفار يا کافر دا په دې مانا ده چې هغه چورلټ له حقه منکر دى نور هغه هر ظلم وحشت  کولى شي، ته بد کؤي چي دا تمه لري چې هغه به ښه کار وکړي، اوس دا فکر وکړه چې موږ څنګه لرګي وتراشو انسانان مسلمانان تري جوړ کړو، څنګه کولى شو د خلکو په افکارو چي دتنفر کرکي داستان پراني ارمان پراني پر ځاى بنسټېز انکشافي پرمختيايي محبتي تدبري  تخم ور واچؤ?

2- دا پريږدئ چي فلان وخت مسلمان هسي دسي غښتلي ول اوس داسي هاسي دؤثان دي اوس داسي تباه برباد دي، سړيه کوچنى ماشوم هم په دې خبر دى حتا حيوانان هم خبر دي، اوس د نن خبره کړه اوس کوم بنسټي څه کولى شي چي ولس کي بنسټېز بدلون راشي? يوه د درملو نسخه ليکلى شي? يو اداري تخنيک ليکلى شي? يو سياسي بنسټېز فورمول ليکلى شي? يو حکمتي مضمون او پوهاوى خپرؤلى شي? يو داسي بنسټدود يا اساسي قانون ليکلى شي چۍ خلکو ته لؤړ او د يو والي تفکر ورکړي? اوس د پوچو اختلافاتو ضد څه کولى شي?

3- دمسلمانانو بنسټپالو او اسلامپالو ډلو په منځ کي له جزي فضول اختلافاتو او د فضول پوچو معمولي بي مانا خبرو ته هوا مه ورکوئ، لکه دا دنن ځيني پوچ مناظرين چۍ درګرده يوبل ټاپه کوي له اسلامه باسي، دا پريږدئ، اوس په دي فکر وکړئ چي څه کولى شو چي يووالى رامنځته کړو، له پيغمبر ص څخه پرته هيڅوک به سهؤي اشتباه ښؤيدني مبرا نه دى اوس لکه مچان د بل په لس منه ګبين کي په يوه بڅري ګندګي پسي ذره بين مه را اخله، که ته دا کار وکړي بل بل ستا شل بڅري ګندګي برنډه کړي بس نو دښمني پيدا شوه بلکه داسي يو حکمتي بنسټي تاکتيک په لاره واچوئ چي هرڅوک پخپله خؤښه خپلي ګندګۍ اصلاح کړي

4- ځيني پوچ مغزه خپل درخت دکانونه چلؤي خپل دسود کاروبار چلؤي خپل دکشتو دکانونو کي ارام ناست دي، پوست به وکړي چې هاى فلان وخت مسلمانان داسي اوس داسي هاى فلانۍ ډله مسلمانان داسي برحق فلانۍ داسي بد بيکاره ، هاى فلانۍ ډله ښه زمريان دي ښې ويني تويؤي او فلانۍ ډله دله ګان دي مشر ئې فلانى ډينګى دى، وااى کفارو بيت المقدس ونيو، برما ئې لوټ کړه، هند ئې فتح کړ.....! خو فلانۍ فلانۍ ډله دؤسانو قتل قتال په افغانستان کي بند کړ

دغه جناب به دومره غيرت نلري چي يو کاړتوس جوړ کړي، دومره ستر پړوس وي چي د يهودو په فيسبوک يهود فتح کوي، دومره ستر جاهل وي چي کلاشنکوف خو پريده يوه دغشي لينده نشي جوړولى لس ورځي خپل دسود کاروبار نشي بندولى مګر درګرده به په ټولنيزو شبکو کي په هغو لګيږي بد رد به پسي وايې چۍ زرګونه  مسلمان مؤمن ډاکتران، زرګونه انجينران، زرګونه مفسيران، زرګونه معليمان، زرګونه ليکوالان ئې اکمال کړي روزلي کمال ته رسؤلي او دژوند تر پنځه لسيزو ډېر ئې د هيواد اسلام او بين المللي اسلامي وحدت لپاره قرباني کړى او څرګند واضح فتوحات برياوي او مسلمانانو ته ستر افتخارات ورکړي، لسګونه ټوکه ګټور تاليفات ئې وړاندي کړي هره خبره ئې بلها ژؤر حکمت او خاص درس لري، خو دا ځيني چي پورته ياد شؤل داسي پړوس جاهل چي تر اوسه لس کرښې اساسي بنسټي غير متناقضي يا بي له تقليده ليکلى نشي په داسي سترو هستيو پسي بد رد وايي حتا له ډېره تعصبه ئې نوم هم تحريف ليکي

داسي خلکو ليکنه پوست پوچ تبلغ مو تر سترګو شي فورا ئې ورټئ چي لومړى ځان سم کړه

5- پوچ مناظرات لکه ها فلانۍ ډله اهل زيغ دي، فلانۍ اهل جهنم دي، فلانۍ يهودي ډله، ده فلانۍ مقلديان دي فلانۍ اهل حديث ګمراهان دي، وااااااااااااا سړيه ستا دغه تبلغ دغه ګمراهي بس ده چې په يو مستحب يا سنت اختلاف موضوع کفر قتل قتال او دفرض عين نقض ته رسؤي، وااااا سړيه دا موضوعات د يؤې ستري اهلي اسلامي حکمتي پوهاندي شورا کار دى ستا نه دى تاته تر ننه د انسان خويونه دانسان تعريف د ايمان سهي حکمتي تعريف ، د محکماتو او متشابهاتو بنسټيز فرق، د دين حکمت، او دا نه دي معلوم چي دين معلول دى که علت? انسان معلول دى که دين? که دين معلول دى اربعه علل ئې څه دي? که دين علت دى معلول ئې څه دى? تاته تر ننه دا نه دي معلوم چي د ګمان او ايمان تر منځ څه فرق دى? هر هغه څه چي په پنځو حواسو درک نشي او په اړه ئې انسان يو تصؤر قايم کړي دا ګمان بلل کيږي اوس ستا د ګمان او ايمان ترمنځ فرق څه ده?

پس چي په دې هيڅ خبر نه يې نو بد کؤي کرکه نفرت خپرؤي بد کؤي اسلامي پوهانو ډلو پسي خبري کوي، هڅه وکړه ديووالي اتحاد ميني محبت لوري ته داخوت لوري ته کش وکړي په شري فتنه اى مسايلو کي چي ستا تر سويه زرهاؤ ځله لؤړي دي مداخله مکوه خپلو اهلو خلکو ته هغه پريږده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟