No-IMG

په اوسني حالات کې د افغانانو د سولي ته رسیدو لپاره يواځینۍ لاړه موقت حکومت جورول دي

حسیب الله هوتک

 

ایا فعلا د افغانانو لپاره موقت حکومت مفید دی او کنه ؟

په اوسني حالات کې د افغانانو د سولي ته رسیدو لپاره يواځینۍ لاړه موقت حکومت جورول دي

که چیرته په افغانستان کې موقت حکومت جور نشي افغانان دي په افغانستان کې د سولي راتللو ارمان له ځان سره ګور ته یوسي

ځکه چي فعلا په افغانستان کې د امارات او جمهوریت په سر جنجال دی

د دي رانجي ته د پای ټکي کيښودو لپاره باید په افغانستان کې موقت حکومت جور شي

که څه هم په تیره کې مونږ شاهي، کمونیستي، جمهوري، او اسلامي نظامونه تجربه کړل تجربه کړل خو تر ټولو ښه نظام اسلامي نظام وه

زما په اند په افغانستان کې اوسنۍ نظام د محدودو چارواکو لپاره ډیر مفید دی

د چارواکو له خولي چي په جمهوري نظام کې مونږ ډیري لاسته راوړني لرو

او نه غواړو چي دا لاسته راوړني د موقت حکومت او یا د سولي قرباني کړو

زمونږ شل کلني لاسته راوړني عبارت دي له غربي ډیموکراسي، افغان میرمنو ته د غرب په څیر بي پرتوګه حقوق ورکول

په امریکایي اسلحو د خپلو ورور وژنه جاري ساتل او همداسي نوري ډیري لاسته راوړني لرو

فعلا په افغانستان د چارواکو پرته د نور ټولو عوامو خلګو ژوند ډیر ستونزمن دی

ځکه چي د چارواکو کورونه په خارج کې دي او دوی تنها د خپلو 20 الی 50 ساتونکو سره افغانستان کې اوسیږي

په افغانستان کې هیچ داسي کورنۍ نشته چي هغي کورنۍ په تیرو دوه لسیزو کې 3الی 5 نفره وګري په دي بدبخته جګره کې د لاسه نه وي ورکړي

ایا پوهیږﺉ څوک د موقت حکومت څخه سره مخالفت کوي ؟

په افغانستان کې د چارواکو پرته نور ټول وګري د موقت حکومت سره موافق دي او غوښتنه یې کوي

چارواکې ځکه د موقت حکومت سره مخالفت کوي چي د هغوی شحصي ګټي د پښو لاندي کیږي او د هغوی سره د تیر جنایت محاسبه کیږي

ولسمشر غني وایې چي زه د خپل سر په بیه افغانستان کې ته سوله راوړم

د ولسمشر وینا هسي چل او فریب دی ځکه چي هغه د خپلي څوکۍ نه نه تیریږي نو ایا دا به د خپل سر څخه تیر شي هیچکله نه ځکه چي هغه نه غواړي خپل موقف له لاسه ورکړي

نوټ : د موقت حکومت سر پرستي باید داسي یو شحص ته ورکول شي چي دیني عالم وي په دین او خاوره مئین شحص وي

په تیرو وختو کې کوم جنایت نه وي ترسره کړی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟