
د امریکا په تاریخ کی د ویتنام ، کوریا او افغانستان جګړو کې سخته شرمونکی ماته خوړلی
زلمی زابلي
د امریکا په تاریخ کی د ویتنام ، کوریا او افغانستان سره جگړی دی چه امریکا سخته شرمونکی ماته خوړلی
کله چه د 1950 په لسیزه کی دامریکا حکومت لخواد ویتنام حکومت ته دسولی دخبرو وړاندیز وشووچه په پاریس کی به دواړه اړخه د سولی د خبرو په منظور ملاقات کوی ،
کله چه دویتنام پلاوی د پاریس هوایی میدان ته ورسیدی ، د امریکایانو د استخباراتی ټیم لخوا ورته وویل سوه چه په پاریس کی یی په یوه مډرن عصری هوټل کی ځای ورته آماده کړی دی د ویټنام استازی کولای شی چه نوموړی عصری او لکس هوټل ته تشریف یوسئ،
خود ویتنام هیات ورته وویل چه موږ د
امریکایانو سره عملا په جگړه کی یوو،
ژوند مو غریبانه اوپه غرونو کی تیریږی ، موږ د هغه ویتنامی محصل په اتاق کی شپی کوو چه په پاریس کی درس وایی ، دغونډی د محل آدرس راکړی موږ سبا حاضریږو
همدغه د ازادۍ او استقلال غرور و چه د پاریس خبری د ویتنام په گټه تمامی سوی او امریکا د ویتنام څخه وتلو ته مجبوره سوه
امریکا په 1950لسیزه کی د ویتنام سره په خونړی جګړه کی 58000نظامی پرسونل د لاسه ورکړل
اخر ناکامه د ویتنام څخه ولاړل
کاشکی افغانان په خپل منځ کی د سولی خبری په داسی شرایطو او حالاتو کی وکړی چه د هیڅ بهرنی هیواد تر تاثیر لاندی نه وی هغه وخت به تصمیم افغانی وی هغه وخت به سوله حتمی تامینیږی
ان شاءالله