No-IMG

بې معدې سړی اوولس (۱۷) ډوله غوښه خوري!

اوولس ډوله غوښه یې خوړله، لا هم ډنګر وو د ښې اشتهاء‌  لپاره یې د دېرش میلیونو افغانیو ترکاري او سبزي همراه با غوښه معدې ته لیږدولې وه، خورا کم خوراکه و، شپه او ورځ یې د خدمت لاپې شاپې ویشتلې پر همدې لاپو شاپو يې ډېره انرژي له لاسه ورکوله اړتیا وه چې ډول ډول غوښې وخوري، غوایان، اوښان، پسونه، چرګان، په لنډه توګه د هوا، ځمکې او بحر له ټولو حیواناتو او د هغوی له غوښو څخه ګټه پورته کول یواځې د ده او د دوی انساني حق وو هسې یې هم یوځل ولس ته څلورنیمې کیلو غنم په یوه پلاستیکي کڅوړه کې تقدیم کړي ول نور نو ولس څه غواړي؟ خو یوه کمزوري يې درلوده چې معده یې نه وه او یا هم لویه برخه يې پلاستیک وه همدا بې عدالتي وه چې سم خوراک يې نه شو کولی او یواځې پر اوولس (۱۷) ډوله غوښه یې له مجبورۍ اکتفاء کوله.

 

دلته چارواکي جنتونه لري د غوښې یو ډول او دوه ډوله باندې بسیا نکوي د میلیونونو ترکاري خوري خو ولس د لوږې او فقر د کرښې لاندې د یوې مړۍ  وچې ډوډۍ په موندلو پسې بدې ورځې تېروي، دلته چارواکي د جنګ نارې سورې وهي ځکه همدا جنګ دی چې دوی ته یې د لسګونو ډوله غوښې خوړلو شرایط وړاندې کړي دي او لوی لوی او پنډ پنډ وجودونه یی کړي دي او د ولس زامن د جنګ کرښې او مرګ ته په استولو سره د خپل عیش او نوش او ناروا واک لړۍ غځوي.

بې عدالتي ده چې څوک له له ولسمشر او ورسره ملو غلو یې پوښتنه نه کوي چې تاسې خو به په خپلو جنتونو کښې ناراحته نه وی؟ او یا به مو د اوولس ډولې غوښې کوم ډول نه خوښیږي او یا به دا ډولونه ستاسې لپاره کم وي او باید ډېر کړل شي؟

 

په داسې یوه ولس او ټولنه کښې ژوند کوو چې د چارواکو د غوښې خوړلو په اړه هېڅ اندېښنه نلري چې مبادا د کوم چارواکي که کوم ډول غوښه نه وي خوښه شوې د هغه لپاره چټک اقدام وکړي او بل ډول غوښه ورته ومومي، له دې ټولو سره جوخت ځنې وکیلان راپورته کیږي او د ارګ پر اوولس ډوله غوښه خوړلو اعتراض کوي؟! دا نو د منلو ده چې د ارګ په جنت کښې د غوښو د ډولونو او ترکاریو پر میلیونیز قیمت اعتراض وشي؟ که اعتراض کوې نو د ولسمشر د جنت حرمت تر پوښتنې لاندې راولې!

ایا شونې ده چې  هغه ولسمشر چې معده نلري د هغه پر لسګونو ډوله غوښه خوراک باندې نیوکه وشي؟

 

د زرکلن کېدلو لپاره ډېر ډولونه غوښې او عیش نوش ته اړتیا ده دا جنت باید پیاوړی شي او د احمقانو یوه کتله باید د لاسونو په پړکولو سره همدا نارې جګې کړي چې ولسمشر د زرکلن وي!

پوښتنه دا ده چې د دیرش میلیونو په لګښت اخستل شوي ترکاري په یوه کال کښې ښایي زمونږ د کلي غواګانو نه وي خوړلې خو څنګه شونې ده چې یو ولسمشر او غله یې په څو ورځو کښې نوشي جان کړي ؟ که به دا هم د غوښې د ډولونو د زیاتوالي اغیز وي؟

 

نه پوهیږم خو ژمی او هغه مهال چې به زمونږ پر کلي د واورو څادر وغوړېد مونږ به له سپینو وچو بوسو سره غواګانو ته لږ شپیشتې یا وچه ریشقه یوځای کوله ترڅو سپین وچ بوس د ریشقې په هوس او خوند کښې تر ستوني تېر کړي خو زما هېڅ نه په یادیږي چې زمونږ غواګانو دې د ژمي په دریو میاشتو کښې هغومره د شنې وچې ریشقې مصرف کړی وي لکه ارګ چې د ترکارۍ کړی دی، حتی ویلی شم چې د څو کلونو د ژمنیو شپیشتو مصرف یې دې کچې ته نه رسیږي په داسې حال کښې چې مونږ ډېر څاروي او کورني حیوانات درلودل او یو خر هم د دوی په جمله کښې د سرلاري دنده پر مخ وړله تل به د پسرلي په موسم کښې چې کله څاروي بیرون ته څړځایونو ته ولاړل خر به د دوی ټولو تر مخ او په لومړی کرښه کښې ولاړ او روان و، سره له دې چې خر یې مخکښ و مګر بیا یې هم هیڅکله دومره سبزي نه خوړله، په هرحال د کورنیو حیواناتو دا قیصه د ارګ د ترکارۍ تر خوراکه پورې یاد شوله او بل داسې مثال مې ونه شو موندلی چې د هغو په یاد ورسره د ارګ یاد تازه کړم.

 

ولسمشر او غلو ته یې ښه اشتهاء غواړم، د هرډول شنو بوټو او هر ډول غوښو خوراک د دوی مسلم حق دی، لاسپوڅي او نادیده سپک د کورنۍ تربیې څخه بې برخې کوڅه ډبي انسانان چې کله واک ته ورسیږي نه پوهیږي چې د خپل واک څخه څه ډول استفاده وکړي او کومې چړچې او عیاشیو ته لاس وغځوي.

الله تعالی د نور مظلوم ولس له دې ذلیلو او سپکو واکمنو څخه وژغوري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟