No-IMG

افغانستان له ایرلنډ څخه لوبه وګټله؛ د لوبې په اړه یوه لنډه تبصره

افغانستان له ایرلنډ څخه لوبه وګټله. ټولو ته دې مبارک وي، خوند یې وکړ. د دغې لوبې په اړه یوه لنډه تبصره  او لومړی هم مثبت ټکي:

-د ګربز سلیزې له شک پرته چې د افغانستان د دغه بري مهمه برخه وه. موږ په لوبډلې کې دوه درې داسې لوبغاړو ته ضرورت لرو چې په دوامدار ډول همداسې غټ او ښه انېنېګزونه وکړي. د ده وظیفه دا ده چې ټیم ته ښه او اغیزناک پیل وکړ، دا کار یې وکړ. د ګربز سلیزې دا هیله نوره هم تازه کړه چې افغانستان کې ښه استعدادونه شته او راروان دي- چانس غواړي!

- ګربز لومړی افغان او شپاړلسم نړیوال لوبغاړی شو چې په خپلې لومړۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه کوي.

د اوپنېېنګ ملګرتیا هم د نننۍ لوبې بل مثبت ټکی و.

-افغانستان په دې بري سره ۱۰ نومرې واخیستې.

-جاوید احمدي یوې ورځنیو لوبو کې تر ۱۰۰۰ منډې واړولې.

-د راشد تیزې او ۵۰ منډې د لوبې رخ بدل کړ او په اصل کې یې افغانستان ته د بري هدف وټاکه.

- د عظمت الله لوبول یو بل مثبت ټکی و، باید مسلسل چانس ورکړل شي، یوې او دوو دریو لوبو کې لوبغاړی نه معلومیږي.

-له لوبو وراخوا د افغانستان د مطبوعاتي څانګې د کارکوونکي  میرزا نعمان انګلیسي کمنټري او تبصرې یو بل مثبت کار و، موږ دې برخه کې هم مسلکي کسانو ته اړتیا لرو.

منفي ټکي:

-د افغانستان بېټېنګ بیا هم هماغسې بي اعتباري ‌وکړه. له اوپنېنګ وروسته، په شاوخوا ۲۵ رنزونو کې  درې کسان سر په سر وسوځېدل. تاسو د اصغر، نبي او ګلبدین ویکټې وګورئ، هماغه یو بالر، هماغه یو فیلډر  او هماغه یو ځای (لیګ ګلي او بګورډ شارټ لیګ) کې کیچ کېدل. علت دا و چې دوی سنګلې نشوې کولی او وسوځېدل.

-د حشمت شهیدي نه لوبول د کپتان او روزونکو ښه پرېکړه نه وه. حشمت د افغانستان د بېټېنګ مهمه برخه ده، او له کوم قوي دلیل پرته د هغه کېنول هم د افغانستان د کرکټ او هم د حشمت سره ظلم دی.

- په هماغو ځایونو کې چې افغانانو منډې نشو کولی، په هماغو ځایونو کې د ایرلنډ لوبغاړو په اسانه یوه او دوې منډې وکړې.

-د افغانستان غټ مشکل لا هم د سټرایک بدلول دي. حشمت او رحمت هغه دوه لوبغاړي دي چې تر نورو لوبغاړو دا کار ښه کولی شي. په دې هیله چې د حشمت او په دغه پوزیشن باندې بیا معامله ونشي.

- کله چې رحمت او اصغر اوټ شو، نبي چې زموږ باولینګ الراونډر دی راوستل شو، په داسې حال کې چې زموږ اصلي بیتسمین نجیب ځدراڼ قرار ناست و. نجیب یې بیا داسې یو وخت کې راوویست چې خپله لوبه یې ونشوه کړای، خو له راشد سره یې ملګرتیا مثبت ټکی یادولی شو. هغه چې داسې بېټېنګ کولو ته استول کېده، په کار ده چې مخکې استول شوی وای. د افغان لوبډلې بېټېنګ ارډر لا هم معلوم نه دی او دا د تجربو وخت هم نه دی؟

-زموږ دریو سپینرانو ۳۰ اورونه وکړل او په بري کې یې مهم رول ولوبوه. تاسو چې د اورونو ۶۰ فیصده په سپینرانو لوبوی، بیا نو د دوو باولینګ الراونډرانو او یو فسټ باولر ضرورت څه دی؟ په داسې حال کې چې په عظمت باندې یې یوازې څلور اورونه وکړل. پوهېږم چې د هغه اوله لوبه وه او په یوې، دوو او دریو لوبو کې لوبغاړی نه معلومیږي، موږ غواړو چې عظمت ته نور چانسونه هم ورکړل شي، ځکه چې همدا ځوانان زموږ اینده دي. خو په دې ډول د دریو فسټ/مېډیم فسټ بالرانو لوبول بیخي حیرانوونکي وو. حشمت به یې ځکه کینولی و؟

-د افغانستان فېلډېنګ هم د ستایلو نه وو، یو کیچ نیم کیچ هم مس شو چې شاید د ماتې علت هم شوی وای.

 په هر حال، قضاوت د اعمالو او کارونو په نتایجو کیږي. نتیجه بری دی او په دې هیله چې له تېروتنو زده کړې وشي او بیا تکرار نشي.

 

د رحمان الله ګربز د نننۍ لوبې ځينې ریکاردونه:

لومړی افغان دی چې خپلې لومړۍ نړیوالې لوبې کې سلیزه کوي. په خپلې لومړۍ لوبې کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې شپږیزې وهي او  په نړیواله کچه دویم لوبغاړی چې په خپلې لومړۍ لوبې کې ‌‌‌‌‌‌ډېر رنزونه کوي. لا دې وځلېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟