No-IMG

طالبان او د کابل اوسنی حکومت

هېڅکله به تپلي ټاميان په جنګ کې طالبان مات نکړي، که احياناً طالبان مات هم کړې نو بيا هم دافغانستان ارزښتونه، معدن، ديني مقدسات هرڅه په ډمخانو بدليږي نو افغانستان بلاخره ټول د غرب په يوه مستعمره او سترو سترو غلو بدليږي دا هم 100 سلنه ورسره تړلي ده چې د ټاميانو په بريا کي افغانستان 4 ټکړي تجزيه شي

لذا څوک چې هم د طالب بشپړ شکست او د ټامي تپلي فاسدانډوخر ته خوشحاليږي ستر بدمرغه دى

#طالب_په_جنګ_کي_بريا

د طالب هم بريا داسي اسانه نه ده دا ځکه چې که امریکا مکمل هم ووزي لا تر وار پخوا هندوستان او ايران د جنګي مصارفو اسلحي او روزني ټټر ټکولى ورسره کاناډا او انګلستان هم د ملاتړ هوکړه لري فرانسي خو د نظاميانو تر اخره دمرستي يوه سهميه منلي ده، لذا همدا افغان خصوصا پښتون او مسلمان تباه کونکى اسلام نام بدى کونکى جنګ به دوام لري،

که احياناً طالبان په دې بريالي هم شي چي تپلي چارواکي تپلى حکومت د جنګ له لياري مات کړي او طالبان بيرته خپل د طالبانو امارت جوړ کړي بيا د افغانستان او افغانانو په برخه له بدمرغۍ مزدورۍ خوارۍ د ايران او پاکستان او عربو له ګوه پاکۍ پرته بل څه سرنوشت نشته دا ځکه چې دا يو کال مسلسل د طالبانو په ليکو او مشرانو کي ګورم په دوئ کي لا هم هغه فکري انجماد تنګ نظري او فکري محدوديت ډېر شوى کم شوى نه دى، نو په دې صورت کي به له طالبانو سره په حکومت کي يوازي درېيمه درجه بي کفايته مامورين يا غرضمن استخباراتي خلک کار کؤلو ته زړه ښه کړي مګر لومړۍ او دوهمه درجه هيڅ افغان ملي کادر به د طالبانو په حکومت کي کار ونکړي، او په دي ټول پوهیږو چي يو نظام فقط په جنګياليو نه چليږي نه په کيبلو او بياتيانو چليږي، بلکه نظام ته ژمنو اهلو او تکړه کادرونو باندي چليږي، نظام نه په شعرونو چليږي نه په زکاتونو نه لکه د تپلو ټاميانو غوندي په درويزو او اقتصادي غلامي چليږي نظام اهليت ديانت استقامت او په حکمت چليږي

په دې صورت کي هم د افغانستان او افغانانو مخ تور دى کادرونه به تښتي وطن به خالي کوي ولس به د ايران پاکستان مزدوريو ته منډي وهي بزګر دهقان به له عشرونو ډبؤلو ټکولو تر دوو سپنګو وي او سوداګر به له اجباري جزيې، برخو او زکاتونو تحفو تر دوو سپنګو، استادان پوهنتونونه به له کيبلو کنداغونو پيغورونو او ډبؤلو تر دوو سپنګو مجبور ټول به تښتي، چې داسي حالت  يو لس  کاله ادامه پيدا کړي، نو  استغفرالله د طالبانو د خپل فکري اسلامي امارت له لاسه به سم نيمايې ولس  ډېر په خوښه کفر هم قبول کړي، دا ترخه رښتيا که څوک نه مني نو ځان به هسي غؤلؤي، دا رښتیا بايد هر يو حتا هر طالب درک کړي

#دحل_لاره

چې له هرې خوا فکر وکړو  يوازېنۍ دحل لاره داده چې طالبان دا ترېخ حقیقت ومني چې دوئ په تنها سر له هره اړخه  دشاته پاته افغانستان باندي د نظام جوړولو مناسبه وړتيا نلري لا تر اوسه هم لسګونه اشتباهات ستونزي لري لذا به دا دطالبانو لپاره او د افغانستان لپاره ډېره نېکمرغه خبر وي چي ټولو متنفذينو د نظر خاوندانو مشرانو ته ځانګړي رسمي ليکونه بلني وليږي، ددي لپاره نه لکه مخته چې ئې وليږلي څوک ئې مستقیم څوک غير مستقيم تهديد او تسليمي ته وغوښتل، دا فکر بايد ترک شي، او له ټولو د يؤي ستري سل سلنه خپلواکي اسلامي ملي مقتدرې شورا غوښتنه وکړي، طالبانو مرکچي پلاوى هم پخپله د ستري اسلامي ملي شورا جز شي

دهر بهرني هيواد له هر ډؤل مشؤري ملاحظي پرته مقتدره شورا خپلو کي پر نظام توافق وکړي، مقتدري شورا ته د ټامي تپلي نظام غير ټامي افغانان هم وبلل شي، په مقتدره شورا کي د ډبل پاسپورټه شرقي غربي ټامي ګډون بنديز ولګيږي، فقط او فقط افغانان سره کيني او دخپلو خبرو دلايلو ملحوظاتو لپاره بايد فقط دري اصله دري مقياسه ومني له دي پرته هر دليل ممنوع کړي

1- اسلامي ارزښتونه احکام

2- افغان هغه اصيل دودونه چي له اسلام سره ټکر نلري

3- ملي ګټي او ملي وحدت لرونکى غښتلى متحد خپلواک نادپيلى اسلامي دولت جوړول

ټاميانو ته بايد هېڅ غؤږ ونه نيول شي بلکه اختار ورکړل شي چې تاسي خو له هره حسابه لعنتيان ياست که ژر مو مخونه ورک نکړئ تاسو خو ټول بايد ووژل شي، د ټاميانو ملاتړ هم هيڅوک په هيڅ وجه بايد ونکړي، ټامي بايد دسپي په څير ورټل شي

هره پرېکړه چي مقتدري شورا وکړه

څرګنده خبر ده چې د ټول ولس ټولو علماؤ له ملاتړ څخه به برخمنه وي، ټامي تپلو ته فقط 15 ورځي د حکومت تسليمؤلو اختار ورکړل شي، که عمل ونکړي ټول ولس به ئې په يو اتحاد يوه مضبوطه جذبه په ضد را پاڅي او ټول به ژوندي ونيسي په ډبؤلو ډبؤلو به ئې مردار کړي

که ئې واک تسليم او اسلامي افغان ارادي ته احترام وکړ نو هر هغه ټامي چې خپل غربي تابعت لغوه کوي او کور کهول دلته راولي دهغه وړتيا اهليت ته په کتو دنده ورکړل شي مګر ديو چارواکي په صفت هيڅکله نه

له دې پرته که ايتلافي حکومت طالبان ومني هم بربادي ده

که په زور مجبور شي هم بربادي ده

که شمالي لنډغر بيا لکه د اتم 8 ثؤر پرچمي کودتا وکړي نو بيا خو د بربادي سم آغاز دى

دقطر خبري اتري فقط يو بل ته چل ورکؤل دي

طالب تمه لري ټاميان او مفسيدين ورته تسليم شي حال دا چي همدا روان جنګ هر ټامي ته دورځي لږ ترلږه يولک ډالر ورګټي پردي افغانان مړه کيږي چي دوئ ته ولاکه ټوله ملي اوردو دخپل غربي سپي اهميت هم لري

ټاميان دخپل مفسيد معامله ګر مزاج له مخي تمه لري چې طالبان دوزارت په لالچ د پاکستان په فشار ايتلاف ته راضي کړي چې ناويلي تسليم شي

طالب به جک ووهي چي ورسته له 20 کاله تباهي بربادي ميلون تلفاتو نن ټامي سره ايتلافي حکومت مني تر دي خو چي طالب ځان وژنه وکړي غوره به وي

لذا دا فضول خوب ليدل هم خرافات چټيات دي

تاسو کومه دحل لاره وينئ?

ما په فکر کي خو نوري ټولي لاري مضري او دافغانستان لپاره زيانمني دي فقط همدا اسلامي ملي مقتدره ټول شموله شورا چي يو کس ټامي پکي نه وي او هيڅ خارجي هيواد هيڅ شرط پکي د منلو اوريدلو نه وي بهترينه او چټکه حل لاره ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟