No-IMG

د جو بایډن وینا افغانانو ته څه لري؟!

امریکا په نړۍ کې ستر دولت دی. د سړې جګړې له پای وروسته یوازنی زبرځواک ګڼل کېږي. د امریکا له نویو ټاکل شویو ولسمشرانو د امریکايي ولس تر څنګ د نړۍ د ځینو نورو ولسونو هم هیلې وي. ځکه د امریکا سیاستونه د امریکا له پولو بهر پر نړۍ هم کافي اغېز لري.

افغانستان کې چې له اکټوبر ۲۰۰۱ راهیسې امریکايي ځواکونه حضور لري. د دې وطن له جګړې تر سولې، تر سیاست او اقتصاد زموږ ډېر څه له امریکا په یو ډول نه یو ډول متاثر دي. په تېره د سولې او جګړې بحث. ټولو سره دا پوښتنه وي چې بایډن به څه وکړي. تګلاره به یې څه وي. د سولې په هیله د شوي مزل ملاتړ به وکړي او که به هر څه راوګرځوي. ارګ پر افغانستان د واکمنۍ دعوه لري؛ خو سترګې او هیلې يې تر نورو زیات سپینې ماڼۍ پورې تړلي او بې‌صبرانه انتظار باسي که بایډن د سولې لپاره شوی کار لغوه کړي...دا به ارګ کې د دوی شپې او ورځې یو څه زیاتې کړي....!

خو، بایډن خپله کیسه لري. خپل لومړیتوبونه لري. بایډن د یوه لوبېدلي، روزل شوي او پاخه سیاستوال په توګه تر بل هر چا ښه پوهېږي چې خپل وطن یې څه ته اړتیا لري، کومو ګواښونو سره مخ دی، څه باید ورته وکړي.

بایډن تر بل هر چا ښه پوهېږي ولس یې وېشلی دی. توکمپالنې یو ځل بیا سر راپورته کړی. ټولنیز تضادونه د امریکا ډیموکراسي ګواښي. د بایډن تر لوړې یوازې څو ورځې وړاندې د پخواني ولسمشر ټرمپ ملاتړي بلواګر د کانګریس ودانۍ ته په زور ننوتل. وحشت یې خپور کړ. د امریکا د حکومت د یوې معتبرې ادارې سپکاوی وشو. د نړۍ د سترې ډیموکراسۍ یو مهم بنسټ سپک شو.

تاسې چې د بایډن لومړنۍ وینا وګورئ، واقعا د یوه رهبر وینا وه. د پورته ټولو دردونو، ناخوالو او ستونزو په درک سره یې ولس یووالي ته راوباله. بایډن په یوویشت دقیقې وینا کې یوولس ځلې د «یووالي» لفظ وکاراوه. بایډن له خپلو خلکو د نوي پیل غوښتنه وکړه:

راځئ یو بل ته غوږ ونیسو.

یو بل واورو.

یو بل ووینو.

یو بل ته درناوی ولرو.

سیاست باید داسې اور نه شي چې هر څه وسوځوي.

هر د نظر اختلاف باید د بشپړې جګړې لامل نه شي.

وروسته بایډن زیاتوي:

زما ګرانو امریکایانو، موږ ښايي له دې متفاوت واوسو.

امریکا باید تر دې بهتره اوسي.

او زه باور لرم چې امریکا تر دې بهتره ده.

بایډن وايي:

زما خبره واضحه واورئ:

د نظر اختلاف باید د نفاق لامل نه شي. او زه تاسې سره ژمنه کوم چې زه به د ټولو امریکایانو ولسمشر واوسم.

هغوی چې زما ملاتړ یې نه دی کړی، داسې هڅې به ورته کوم؛ څنګه چې خپلو پلویانو لپاره یې کوم.

زما ګرانو امریکایانو، زموږ په راتلونکي کار کې یو بل ته اړتیا لرو.

دا د بایډن ځینې الفاظ و چې د خپلو خلکو یووالی یې په کې غوښت. که د بایډن وینا وګورو، زیاته برخه یې ځکه د امریکا یووالي ته ځانګړې کړې وه چې ټرمپ څلور کاله نفاق ته کار وکړ، د امریکا ټولنه یې ووېشله او د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې يې پلویانو د کانګریس د ودانۍ سپکاوی هم وکړ. دا هر څه بایډن ډېر جدي ونیول او د حل لارې هڅې يې له لومړنۍ وینا پیل کړې.

افغانانو ته د بایډن وینا!

ځیني افغانان لا هم فکر کوي چې زموږ وطن امریکا ته ډېر مهم دی. د دوی هیله وه چې بایډن به حتماً په پرانیستې وینا کې د افغانستان په باب هم څه ووايي. نه پرانیستې وینا کې او نه هم تر دې مخکې کمپاین کې بایډن د افغانستان د جګړې په اړه ډېر څه نه دي ویلي.

خو، که د بایډن پرانیستې وینا وګورو، دا ټوله وینا افغانانو ته وه. یووالی، یووالی، یووالی!

که د «امریکایانو» پر ځای «افغانان» مخاطب شوي وای، موږ ته هم ډېر څه لري.

د ټرمپ یوازې څلور کلنې واکمنۍ امریکایي رهبران اندېښمن کړي چې ولس یې وېشل شوی....خو موږ له څلورو لسیزو زیاته موده کېږي چې د بهرنیو یرغلونو او کورني نفاق په اور کې سوځو. له قومي کرښو نیولې، تر سیاسي، ایډیولوژیکي او مذهبي کرښو سره وېشلي یو. زموږ تضادونه هم ډېر جدي دي او ډېر کار ته اړتیا لري. ایا موږ ډېر متحد ملت یو؟ ایا زموږ یووالی له ګواښ سره مخ نه دی؟....د دې نفاق پر وفاق بدلون د چا دنده ده؟ دا مسوولیت څوک احساسوي؟ په دې اړه څوک فکر کوي؟

که موږ هم بایډن ته په تمه شو؟!

موږ ولې خپله د خپل وطن بایډن نه شو. موږ ولې د خپل ملي چاود د کوشیر کولو هڅه په خپله نه کوو؟!

له څه باندې څلورو لسیزو جګړو او بحرانونو وروسته، بالاخره موږ یو فرصت لرو. د بین الافغاني خبرو، د ملي تفاهم، د واقعیتونو د درک، د نوي پیل، د ترخې ماضي د هېرولو....ښايي ځیني واقعیتونه ډېر ترخه وي؛ خو رهبران او مشران د خپل ولس او خلکو لپاره د زهرو جام پر سر اړوي او داسې پرېکړې کوي چې د یوه ملت مسیر بدل کړي.

ولس د بین الافغاني خبرو پایلو ته هیلې لري. د ولس سترګې دغو خبرو ته دي. هغه زړه مور او پلار چې د خپلو زړونو ټوټې يې په دې جګړه کې قرباني کړل...هغه مور چې هر سهار یې زوی له کوره وځي تر ماښامه اندېښمنه وي...دا خلک د دې ترخه ژوند پای ته شېبې شماري.

ایا د دې ترخو شېبو درک او درد په تصمیم‌نیوونکو کې شته؟ ایا موږ د مسوولیت احساس کوو؟ ایا موږ د یووالي او افغانستان د ژغورنې او بقا لپاره سیاسي قربانیو ته چمتو یو؟

که لا هم درک نه لرو، لا هم تېرې تجربې بیا بیا تکراروو او ځانونه د تاریخ د تکرار د فورمول په قربانیانو بدلوو...خو د یوه ملت سرنوشت سره بابیزه چلن کوو، بیا نو موږ د همدغو بدو پایلو وړ یو.

ځکه کوم ملت چې په خپله خپل سرنوشت نه بدلوي، خدای هم د هغه سرنوشت نه بدلوي.

زموږ د سرنوشت د بدلون په هیله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟