No-IMG

آیا دوی به زمونږه او ستاسې په هکله کوم وخت فکر کوي او کنه!؟

نن سبا، د ځینو وروڼو او خویندو له خبرو، او لیکنو څخه داسې څرګندیږي، چې دوی د هغو وروڼو او خویندو په هکله، چې له حزب څخه جدا شوي دي، ډېر خفه معلومیږي، او دغه شانته فکر باید له مونږه ټولو سره وي!

دا پدې خاطر، چې په ریښتیا سره، دغو جدا شوو وروڼو او خویندو، په حزب کې بې درېغه قربانۍ ورکړې دي، او زیاتې ستونزې یې ګاللې دي، او وروڼه او خویندې حق لري، چې ددغې وروڼو او خویندو، په جداىٔۍ خپل خفګان څرګند کړي.

له بله پلوه، ځینې وروڼه او خویندې، بیا دغو جلا شوو، وروڼو او خویندو ته، ډېر په قهر معلومیږي، چې دا دې دوی حق دی، او وروڼه او خویندې باید دوی ملامت نکړي. دا پدې خاطر، چې دغو جلا شوو وروڼو او خویندو ته لازمه نه وه، چې له حزب څخه پدغه حساس وخت کې ځانونه جلا کړي.

د دوی لپاره به ښه دا وه، چې د ګران او قدرمن مشر، تر قیادت لاندې ټول سره متحد شوي وای، او په ګډه یې خپل فعالیت ته دوام ورکړی وای.

که چېرې مونږه ټول سره یو موټی وای، نو بیا به هېچا دا جرأت نشو کولای، چې په کمه سترګه دغه شریک کور ته وګوري.

د یادونې وړ ده، چې دلته، زمونږه مقصد د اتحاد څخه، د اسلام په رڼا کې د اسلام، د ملک، او د افغانانو خدمت کول دي، او بس.

خدای خبر دی، چې بیا به د مونږه په ژوند کې، داسې وخت راشي، کنه، چې بیا به ګران او قدرمن مشر، خپل ځان ونوموي، او کنه؟

د دغه جلا شوو وروڼو او خویندو دپاره لازمه وه، چې دوی باید، د خپل قدرمن مشر له نوماندۍ څخه د زړه له کومي ملاتړ کړی وای، او وروسته یې، خپلې ستونزې، د حزب د ننه حل او فصل کړې وای!

دا خو ټولو ته، د لمر په شان څرګنده وه، چې پدغه ۱۸ نوماندانو کې، الحمدلله، ګران او قدرمن مشر، یو ځلانده نوماند و، او دغو جلا شوو، او یا مرورو وروڼو او خویندو، باید له قدرمن مشر څخه د زړه له کومي، خپل ملاتړ کړی وای. د دوی دپاره، هېڅ دلیل نه و، چې دوی د خپل قدرمن مشر پرځای، له بل نوماند څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وای!

مونږه او ستاسې باید پدغه حقیقت ښه پوه شو، چې زمونږه ټولو نېکمرغي او کامیابي، په یووالي کې ده، او دغه یووالی، باید اسلام او وطن ته د خدمت په خاطر وي، او بس!

دا باید د ټولو وروڼو، او خویندو، سوچه او پاکه هیله وي، چې په اسلام او وطن مین ټولې پرګنې سره متحدې او یو موټی شي، او په ګډه اسلام، وطن، او دغه ځورېدلي اولس ته، د زړه له کومي خدمت وکړي.

هرڅوک په ژوند کې ډېر ارمانونه لري. زما هم، له ډېرو ارمانونو څخه یو دا دی، چې زه پخپل ژوند کې لومړی ټول حزبي وروڼه او خویندې، سره یو لاس وګورم، او بیا دوی د هغو افغانانو سره یوځای ووینم، چې هغوی په اسلام او وطن مین وو، او هنوز هم مین دي.

کېدای شي، مرور، او جلا شوي وروڼه او خویندې، د خپلو کړنو په هکله، ځینې دلیلونه ولري، چې هغه به مونږه ته معلوم نه وي! خو بیا هم، بېلتون ته ضرورت نه و، او باید دغه ستونزې، د خبرو له لارې، د ورورۍ په فضاء کې سره حل او فصل شوې وای، او باید حزبي سوله منځ ته راغلې وای!

اوس هم ډېر ناوخته نه دی، باید ټول په اسلام او وطن مین وروڼه او خویندې، د اسلام تر متحد بیرغ لاندې، سره یوځای شي، او یو بل ته، د زړه له کومي بښنه وکړي، او دا تعهد له الله(ج) سره وکړي، چې دوی به د اسلام په خاطر، اتحاد کوي، او بیا به دغه اتحاد ته، په ټول ژوند کې وفادار پاته کیږي، او بس.

غواړم، ددغه لیکنې د عنوان په هکله یوه ریښتنۍ کیسه په لاندې ډول درته وړاندې کړم.

زما یو ملګری، یو وخت په یوه همصنفۍ باندې مین شوی و. دغه ملګری به هر وخت د آینې مخ ته ولاړ، او کاکول به یې هر وخت موږنځ کاوه، او په سبق کې هم ټنبل شوی و. دغه عاجز به ډېر وخت د کابل په لیلامي بازار کې تېراوه، او ځان ته به یې ښایسته لیلامي جامې، یخن قاق، او بوټونه رانیول.

یوه ورځ ما ترې وپوښتل، چې ته ولې سبق نه واىٔې؟ هغې خپل حال راته ووایه، چې هغه خو په فلانۍ مین شوی دی! ما ترې پوښتنه وکړه، چې آیا هغه نجلۍ پدې خبره پوه ده، چې ته پرې مین یې! او کنه؟ هغو په ځواب کې راته وویل، چې نه! هغه هېڅ خبره نه ده! نو ما ورته وویل، چې اې ساده فلاینه! تا خپل ژوند د هغې په خاطر، برباد کړ، شپه او ورځ د هغې په فکر کې یې، او هغه تر اوسه د ستا په مین توب خبره نده!

اوس هم زمونږه او ستاسې ځینې وروڼه او خویندې، د دغو مرورو، او جلا شوو، وروڼو او خویندو په هکله، هره ورځ یو او بل سره خفه کوي! نه پوهېږم، چې دغه مرور او جلا شوي وروڼه او خویندې به زمونږه او ستاسې په هکله کوم فکر کوي، او کنه؟

آیا دوی به هم، د مونږه او ستاسې په شان دومره خفه وي، او کنه، لکه چې مونږه او ستاسې پرې خفه یو!

که چاته، د دوی د نظر په هکله، کره معلومات وي، نو هغه ورور، او یا خور دې ووایي، چې دوی په مونږه او ستاسې پسې هم خفه دي، او کنه!؟

هېره د نه وي، چې هر هغه څوک چې  مخلص او وفادار وروڼه او خویندې، په ناحقه له دغه شریک کور څخه زړه توري کوي، او عمداً د دوی د بېلتون زمینه برابروي، هغوی په حقیقت کې د دې لوی شریک کور ستر دښمنان دي، او د هغوی مخنیوی باید په ګډه سره وشي. کنه، بیا به اوبه له ورخه تېرې شوې وي، او بیا به پښېماني کومه ګټه ونلري.

 

د پام وړ ټکي!

ترکومه پورې به د نورو د ګټو لپاره، قرباني کیږو، او ترکومه پورې به یو او بل په کاڼو سره ولو.

راځئ! د الله(ج) په خاطر، لاسونه سره یو کړو، او په ګډه، د یوه سوچه اسلامي نظام د راوستلو لپاره هلې ځلې وکړو. زمونږه ټولو عزت په اسلام، او یوالي کې دی، او په نورو لارو کې به یې هېڅکله پیدا نکړو.

راځئ! چې یو او بل ته د زړه له کومي بښنه وکړو، او یو او بل ته د صداقت غېږې پرانیزو، لومړی ښه سره وژاړو، او بیا یو او بل په غېږ کې ټینګ سره ونیسو، د یو او بل مخونه سره وښکلوو، او یو او بل ته ووایو، چې بیا به هېڅوک هم ونه شي کولای، چې مونږه او ستاسې سره جلا کړي. یعنې، یو او بل ته به حقیقت وایو، وروري به کوو له حساب سره، سالم تنقیدونه به کوو، خپلې غلطۍ به بیا نه تکراروو، او بیا به نه سره بېلېږو.

هیله ده، چې ټول په اسلام او وطن مین افغانان، پدغه شریک کور کې سره متحد شي، او پدغه حساس وخت کې، افغانستان له دغه وژونکي ناورین څخه خلاص کړي.

په پای کې د عاجزۍ دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې، هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.

والسلام.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟