No-IMG

سيگار: د کابل هوايي ډگر څخه پيسی قاچاق کيږي

د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار اداره وايي، د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي.

د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP پروازونو کې د نغدو پيسو د لېږد په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال ټينګار کړی چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ کابل نيوز د حزب اسلامي د مشر انجنير ګلبدين حکمتيار له قوله راپور ورکړی و چې د بې نښانه الوتکو په وسيله د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر نغدې پيسې او قيمتي توکي له هيواد څخه بهر لېږدول کيږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟