No-IMG

افغانستان له ایرلند څخه دویمه لوبه هم وګټله

افغانستان له ایرلند څخه دویمه لوبه هم وګټله، ټولو ته دې مبارک وي. د افغانستان او ایرلند دنننۍ لوبې اصلي فرق او توپير د رحمت او حشمت بهترین پارټرنرشېپ و، یا رحمت او حشمت د دواړو ټيمونو ترمنځ فرق و. دوی له ایرلند څخه دا لوبه راتاوه کړه. دوی دواړو فوق العاده، له زغمه ‌‌‌‌‌‌ډکه او د وضعیت ته په کتو مسولانه لوبه وکړه. د یو رنز، دوو رنزونو او دریو رنزونو اخیستل، سټرایک بدلول او په منځ منځ کې څلوریزه او شپږیزه وهل، په تمامه مانا مسلکي وو. ایرلندیان هېڅ نپوهېدل چې له دوی سره څه وکړي؟ هماغه بالر چې اولې لوبې کې یې پنځه افغان لوبغاړي سوځولي وو، نن یې یوه ویکټه هم وانخیسته. ښه پلانېنګ. رحمت ته دې سنچري او حشمت ته دې فېفټي مبارک وي. لا دې وځلېږي. دا دواړه په ټيم کې او په همدغو ځایونو کې وساتئ، لطفآ، بیا حشمت له ټيم څخه مه کینوئ. اصغر افغان بیا هم په صفر سوځېدلی و، خو کیچ یې ‌‌‌‌‌‌ډراپ شو. افغانانو تر اولې لوبې لا ښه لوبه وکړه. باولېنګ کې نوین څلور  او مجیب درې ویکټې واخیستې. درېیمې لوبې کې هم د افغانستان د بري په هیله.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟