No-IMG

اشرف غنی او ټیم ځینی تعهدات د ملت سره کړی ووپه لاندې ډول خلاصه کیږي

زلمی زابلي

 

1-یو میلیون شغل او د کار فرصتونه به ایجادوم

2- په بادغیس کی به مسلکی مکتبونه په هره ولسوالی کی تاسیس کوم 

3- معلیمنوته یوه نمره ځمکه حتما ورکوم 

.4-په دوه کاله کی به ټولو ولسوالیو ته بریښنا رسوم

5- برق به همسایه گانو ته صادروم

6- آرامی سوله امنیت به په دوه کاله کی تامینوم .

7- 6000مکتبونه به په ټولو ولسوالیو کی په دوه کاله کی جوړوم

8- قندوز په بین المللی بندرتبدیلوم

8-دسترخوان به مو تغیر کوی .

9- دسړکونو موانع لیری کوم.

10- ریس جمهور او مرستیالان به یی لاری نه بندوی.

11- دځوانانو وزارت به تاسیس کوم ؟.

12- فساد به په ټولو نهادونو کی محوه کوم

13- کابل به نمونه وی په امنیت اوتوریسم کی.

14- مرکزی سیمی به د جغرافیایی زندان څخه خلاصوم

15- کوچی قوم ته به ځمکی ورکوم 

16- هیڅ افغان تر بل افغان ښه والۍ نلری

 17- دکابل په شرعیات فاکولته کی د اهل تشیع دیپارتمنت تاسیس کوم.

18- دترکمنۍ ژبی پوهنتون تاسیس کوم

19-‌که ایران ته سر له سبا دمرمر ډبری قاچاق می بند نکړ ، بیا،......،،.

20- که می قانون نقض کړ ستره محکمه باید ما محاکمه کړی

21- دمعلیمینو لپاره 15000اپارتمانونه جوړوم .

22- د دیورند بلی غاړی ته بریښنا ورکوم .

23- د معلیمینو معاش  لوړوم

24- دقانون معافیت به ختم کړم .

25- عمری عدالت به تامین کړم

25- داحمدشاه بابا تر اوسه یوازی اشرف غنی دخلکو په رای انتخابی جمهور ریس  دی.

26- په دری کاله کی به افغانی پوهنتونونه دغرب سره سیالی کوی.

27- په اسلامی چارو کی تخصص لرم .

28- څلویښت کاله می په اسلام کی مطالعه کړی .

29- تر اوسه د افغان ملی اردو او ملی پولیسو ، 50000شهیدان ورکړی خو یو امریکایی هم تیر کال وژل سوی نه دی.

30- حلقوی سرک

31- په ټولو ولایاتو کی به دینی مدرسی جوړوم .

32- ټول مسجدونو او مکتبونه به په انترنیت سمبالوم

33- یو میلیون دکار  شغلونه  به ایجادوم

34- کانونه به د زورواکو دلاسه خلاصوم.

35- کابل میترو او ملی بس به تاسیس کړم .

36- دکابل بانک قضیه به په یوه کال کی حل کړم

37- د نظامی پرسونل دکورنیو  لپاره به ښارگوټی جوړوم

.38- دارګ او مسجد په منځ کی مسافه به ورکه کړم

38- افغانستان به د اروپا سره وصل کړم

هوایی دهلیزونه او ځمکنۍ تاریخی  لاری به بیا ورغوم .

39- افغانستان به په صادراتی هیواد تبدیلوم .

40- دعلامه فیض محمد کاتب په یاد به په شخصی پیسو یو منار جوړوم

.41- ځینی ولسوالیو ته دولایت تر کچی ارتقا ورکوم

 

او دولایتونو درجه هیڅ مفهوم نلری

 

42- ځینی ولایتونو ته یی د درجی له نظره ارتقا ورکړه خو په عمل کی یی هیڅ ډول تغییرات په یادو ولایتونو کی وارد نکړل

43- یو لیتر اوبه به همسایه هیوادونو ته  دیو لیتر تیلو په بدل کی ورکوم .

44- دتخار په دشت قلعه کی د بریښنا بند جوړوم چه ټول شمال ته بریښنا ورکړی .

45- د ټاپی او کاسا  یو زر ، پروژی  یی هسی خوب وو

46- پاکستان به په نړیواله کچه منزوی کړم.

47- دپاکستان سره د استخباراتی معلوماتو دتبادلی اود باردار منجمنت هوکړه لیک اود ډیورند اغزن تار تیرول .

48- په فساد اخته نه یم او نه می څوک وژلی او نه قانون ماتونکی یم

49- ‌د قندوز سپین زر شرکت به دسره فعال کړم

50- وروسته له دوه کاله به د اساسی قانون لویه جرګه  دایره کړم 

51- بدخشان به دچین سره وصل کړم

52- هرشپږ میاشتی ملت ته حساب ورکوم

52-بی اتفاقی او تعصب به ورک او محوه کړم.

53-  هرات به ددیوار ګردن د سړک سره وصل کوم

54- نوربه افغانی مهاجر ونه ګوری

. 55- ټول دهستوگنی کورونو ته به شرعی قبالی  توزیع کیږی چه تر اوسه قانونی اسناد ونه لری

56- .د ځوانانو وزارت به تاسیس کړم 

57- دافغانستان اوبه به مدیریت کړم 

58- بهرنی سیاست به په پنځه حلقو کی محدود وی

59- کار به اهل کار ته سپارم

60- مالیات او ملی عواید به په ځانگړی روڼتیا  اوقانون سره راجمع کیږی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟