No-IMG

حزب اسلامي تر اوسه ښه روان دی

تېره اوونۍ مې چې مشر سره وکتل د خبرو جریان کې مې ورته وویل چې مشره له ټاکنو څخه نیولي تر ننه ستاسو د سیاسي موقف ملاتړي یو .

او په دې مې ترې مننه وکړه.

که څه هم بعضو ځوانانو غوښتنه دا وه چې تاسې یا له اتمر یا غني سره لار یوه کړی خو زه او ملګري مې د داسې اقدام مخالف وو کوم چې الحمدلله تاسې هم هماغه وکړل کوم چې زمونږ زړه غوښتل.

بل په روان شړېدلي نظام کې ونډه نه اخيستل،  که څه هم تاسې ته یې وړاندیز شوی وو دا چې تاسې رد کړی وو مونږ پرې خوښ وو او یو.

که څه هم بعضو ځوانانو فکر دا دی چې نظام کې باید د ننه وو که یو وزارت هم وي خو زه بیا وایم مونږ له نظامه بهر ښه یو هسې نه خدای مکړه مونږ سره به یې هغه مسخره کړې وی لکه عطا نور سره یې چې وکړه.

یو ورکړی وزارت یې هم څو میاشتې وروسته ترې واخیست.

بل ما وویل چې زمونږ دا دومره مبارزه د دې لپاره نوه چې ګواکي کوم وزارت تر لاسه کړو.

مشر وویل هغه هم داسې وزارت چې ته اجرایوي واک ونلرې تش په نامه وزیر یا والي ووسې.

بې له بدنامۍ بل څه دې لاسته راوړنه نوي.

کار به بل کوي خو بدنامي به یې تاته رسیږي.

هغه ورونه چې د ارغندیوال صیب سیاست یې د مشر تر سیاست ښه ګڼلو اوس یې شاید یو څه سر خلاص شوی وي چې ارغندیوال صیب په مات دېوال تکیه کړې وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟