No-IMG

ارغنديوال د غني په کابينه کي يو پاک وزير و

عمار:

له پارلمان يې د اعتماد رايه واخيسته، په دويمه ورځ يې خپلو کارکوونکو ته سوګند ورکړ چې فساد او خيانت به نه کوي او ملت هم خوشاله و چې ارغنديوال صيب به د ماليې د وزير په توګه ملي خزانه له نور لوټ تالان او چور کېدو وژغوري خو ټامي ګروپ ته دا حالت د زغملو نه و. دوی نه غوښتل ارغنديوال صيب يې د بې‌پوښتنې او بې‌خرته غلاوو مخه ونيسي، همغه و چې نن يې غني د يوه بل ښه انسان او ښه وزير ليرې کولو او په کور کېنولو ته وهڅاوه او هغه هم د خپل عادت له مخې د دې ملت په حق کې يوه بله لويه تېروتنه او جفاء وکړه.

ارغنديوال صيب ته نهايت خپه شوم خو دې خبرې ته تر هر څه ډېر ځورېږم چې موږ بسته ملت ولې د منفور، بې‌حيثيته، غل او خاين ټامي ګروپ د مردارخوريو او نارواوو مخه نشو نيولی؟!

 

بهار:

کله چې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزیر وټاکل شو، ما پرې انتقادي ولیکل وکړ او هغه هم له سیاسي ــ تنظیمي اړخه چې ګواکي ښه کار ونشو؛ خو کله چې مې څو میاشتو کې د ارغندیوال صیب کارونه او په ځانګړې توګه وظیفوي جرئت، مسوولانه برخورد او منحیث د یو برجسته وزیر د خپلو صلاحیتونو پېژندل او د نورو حکومتي چارواکو ان د ارګ د ناقانونه غوښتنو او خپل سریو د مخنیوي په برخه د نوموړي مقاومت او ودرېدل ولیدل، نو ومې منله چې عادي سړی نه دی. نه هم د چا په فرمایشت راغلی او نه هم پراشوټي او ډارن دی چې خپله هم پیسې وګټې او نورو ته یې هم د ځان او چوکۍ ساتلو لپاره یې ورکړي. دا دی نن یې لرې کړل. دا حکومت او ټامیان هېڅکله داسې خلک نه غواړي، دوی وطني داسې کادرونه ځان سره اخلي چې ذلیل کړای یې شي. په اشاره یې نڅیږي. د دوی ویل ومني.

 

ننگيال:

د ارغندیوال ستونزه دا وه چې ویل یې زه د کابینې غړی یم او یوازې جمهور رئيس ته ځوابګو یم. وزیر یم، صلاحیت باید ولرم او هر بې نومه بې نښانه سړي ته حاضري نشم ورکولی. دا چې هغه د ځينو د ګټو په وړاندې خن‌‌‌‌‌‌ډ و او نه یې منله چې ګمرکونه او عایداتي سرچینې دې د ارګ د څو تنو د کاکا او ماما زامنو ته وسپاري، نن یې له دندې ګوښه کړ.

دا حکومتداري شوه. والله که خو دومره وخت کې کالي سړی بدلوي لکه زمونږ وزارتونه چې وزیران او ولایتونو کې چې والیان بدلېږي. یاد یې لرئ که دا دوره یې هم د سیاسي کشمکشونو ښکار نکړه نو بیا ووایاست. ځينې وخت قصدا اوبه خړېږي او بحرانونه خلقېږي، تر څو د دوه درې تنو ګټې تضمین شي. افغانستان سر خوړلی.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟