No-IMG

د کوچي سختي او خلیفه نرمي!

عرب کوچي ابو بکر صدیق رضي الله عنه ته راغی، ورته کړه یې: د احرام په حالت کې مې ښکار وواژه، څه وکړم؟ د ابو بکر څنګ ته أبيّ بن كعب رضي الله عنه ناست و، هغه ته یې وویل: ستا څه نظر دی؟ کوچي ورته وویل: زه تا ته د پوښتنې لپاره راغلم، ته د رسول الله ﷺ  خلیفه یې او ته له بل چا پوښتنه راته کوې؟! ابو بکر کوچي ته وویل: تا ته ولې عجیبه ښکاري؟ د ښکار په اړه الله جل جلاله وایي: پر هغه دې ستاسو دوه عادلان سړي پرېکړه وکړي. (يحكم به ذوا عدل منكم)، نو زه خپل ملګري سره مشوره کوم، په کومه خبره چې موږ دواړه متفق شوو، هغه به تا ته ووایو. الدر المنثور في التفسير بالمأثور للامام السیوطي رحمه الله  581/2

دېته ورته د عمر بن الخطاب رضي الله عنه کیسه بل پوسټ کې، باذن الله تعالی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟