No-IMG

ممکنه نه ده چې امریکایان دې د دوحې تړون کې کوم لوی تغیر راولي

د سولې د خبرو د برخلیک په اړه د ډېرو هیوادوالو اندېښنه ده. دا مهال دولت کوښښ روان کړی چې د امریکا نوې اداره دې ته قانع کړي چې د دوحې په تړون بیا کتنه وکړي. دوی ته د امریکا دولت وعده هم ورکړې خو بل اړخ ته طالبانو او په سیاسي ګټو کې د طالبانو شریکوالو سیمه ایزو هیوادونو هم  واشنګټن کې خپله لابي په کار اچولې تر څو امریکا له  افغانستانه د وتلو پرته په بل څه فکر ونکړي.

تاسي چې هر څونې احساساتي خبرې وکړئ په خپل ځای  خو د سیاست دنیا د واقعیتونو دنیا ده او واقعیت دا دی چې د افغانستان د سولې مسئله کې امریکا ته د افغانستان له حکومت څخه پاکستان په کراتو زیات مهم دی. اسلام آباد، بېجېنګ، مسکو، تهران او د منځنۍ آسیا ټول هیوادونه په افغانستان کې د امریکايي نظامیانو (لږو یا ډېرو) شتون سره حساس دي.

امریکایان دونې احمق نه دي چې ستاسې د ښځو او نجونو د حقوقو لپاره له خپلو سیاسي ګټو تېر شي او خپله آینده خطر کې واچوي. دا هسې خوب دی لطفا له دې خوبه راپاڅئ. امریکا ته په بهرني سیاست کې یواځینی مهم شی د امریکا  ملي ګټې دي نه جمهوریت او نه د بشر حقوق.

که امریکایان د دوحې د تړون ارزونه کوي هم دومره به وي چې د مئي په تقسیم اوقات کې څو میاشتې ځنډ راولي. دوی به له دې کاره دوه اهداف ولري؛

اول دا چې د دوحې بین الافغاني خبرو لپاره به وخت ډېر شي، دوی به په آساني وتوانېږي د دوحې بین الافغاني ټیمونه سره یوې نتیجې ته ورسوي.

دوهم هدف دا چې د امریکا نوې اداره لږ وخت ته اړتیا لري تر څو پوه شي چې طالبان په واقعي مانا دې ته تیار شوي چې د افغانستان خاوره آینده کې ددوی پر ضد استفاده نکړي، دوی به په دې وخت کې طالبان ګوري چې القاعده او نورو تروریستي ګوندونو سره یې اړیکې پرې شوي که نه.

له دې پرته ډېره ممکنه نه ده چې امریکایان دې د دوحې تړون کې کوم لوی تغیر راولي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟