No-IMG

د سيگار تحقيقي راپور؛ يو کال کې څو ميليارده ډالر څنگه له افغانستانه وويستل شول

سیګار نن پنځلس صفحې تحقیقي راپور خپور کړی چې له افغانستانه د غیر قانوني پيسو ویستلو خبره پکې شوې. دې راپور کې د یو تحقیق په بنیاد لیکي چې یو کال کې له افغانستانه ۴.۵ میلیارده ډالر له افغانستانه په غیر قانوني توګه ویستل شوي. د ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ میلادي پورې ۶۵٪ له افغانستان څخه ویستل شوې پیسې ټولې هغه پیسې دي چې د اپیمو او نورو غیر قانوني تجارتونو له لارې لاسته راوړل شوې وې.

۲۰۱۱ کال کې امریکا په حامد کرزي نړیوال هوايي‌ ډګر کې د پیسو حسابولو ماشین ولګاوه. دا ماشین دې لپاره ولګېد چې له افغانستانه ټولې ویستل کیدونکې پیسې به شمارل کیږي او له ۱۰،۰۰۰ ډالرو زیاتو پیسو ویستلو اجازه به نه وي.

تاسي به لیدلي وي چې کله عام خلک له هوايي میدانه وځي‌، پرتوګ پرې نه باسي نور هر څه پرې کوي خو VIP دولتي کارمندان چې د ارګ لخوا په خاص پروتوکول کې را لېږل کیږي‌ نه چک کیږي، نه یې پیسې لیدل کیږي او نه یې هم څوک ودرولای شي.

د حامد کرزي نړیوال هوايي‌ ډګر په اداره امور کې د بین المللي روابطو برخې پورې اړه لري او د دې برخې رئیس د ډاکتر فضلي خاص سړی دی.

همدوی چې په سینه یې دا درې رنګی بیرغ لګولی، ورځّ او شپه د ملت او هیواد نعرې وهي له هوايي ډګره بهرنیو هیوادونو ته د همدې ملت پیسې استوي او هلته پرې ودانۍ پلوري. دلته چې وزیر، معاون، معین او رئیس شي وظیفه یې لا خلاصه نه وي بیا جرمني، لندن او پاریس کې ناست وي، دا خو مفت نه کیږي.

دا غله، بې ضمیره سیاسیون، د ملت دښمنان په لپو لپو ددې بېچاره ملت وینې څکي. دې کې بیا دا ضمیر فروشه درې سوه ډالري ارګ پال مدیران راپاسیږي، د نظام د بقاء په نوم د همدې غلو ننګه هم کوي‌.

خدای ته وګورئ، دا ملت مات ګډ دی، دا بېچاره ولس تباه دی، چې څومره لوشل کېده ومو لوشل، نهار نهور مو د یوې بې مصیره صحراء منځ ته راورسول، نور یې پرېږدئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟