
افغانستان له ايرلنډ څخه دريمه لوبه او پوره سيزيز وگټل
له ایرلنډ څخه د درېیمې ګټل دې ټول افغانستان ته مبارک وي. افغانستان له ایرلنډ څخه ټولې ۳۰ نومرې واخیستې او په دې سره د ۲۰۲۳ نړیوال جام ته د ورتګ سفر مو ښکلی پیل کړ، دا سفر دې همداسې ښکلی وي، راشد خان نن په ۴۰ توپونو ۴۸ منډې وکړې او په حساس وخت کې یې څلور کسان هم اوټ کړل. دې ته وايي ګیم چنجر لوبغاړی. نن یې په یوې ورځنیو لوبو منډې هم تر ۱۰۰۰ واوړېدې. دی او نور لوبغاړي دې تل وځلیږي.