No-IMG

حکمتيار: كه سپينه ماڼۍ له دې معاهدې ترشا شي نو امريكا به خپل پاته اعتبار هم په ټولي نړۍ كي له لاسه وركړي

متن خطبه مشر معزز (جمعه 24 دلو 99 )

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد:

فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم

بسم الله الرحمن الرحيم

وَٱصۡبِرۡ وَمَا صَبۡرُكَ إِلَّا بِٱللّٰهِ ۚ وَلَا تَحۡزَنۡ عَلَيۡهِمۡ وَلَا تَكُ فِي ضَيۡقٖ مِّمَّا يَمۡكُرُونَ ١٢٧ إِنَّ ٱللّٰهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَواْ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحۡسِنُونَ. النحل: ١٢٨  ‏صدق الله العظيم

برادران و خواهران عزيز!

اگر فرصت داشتيم؛ در باره ترجمه و تفسير مختصر اين آيه مباركه؛ در اخير عرائضى خواهيم داشت؛ اما اكنون و در ابتداء؛ به چند مطلب روز مى پردازم

رئيس جمهور امريكا؛ خلاف انتظار مردم افغانستان، جهانيان و ملت امريكا؛ اظهاراتى در رابطه به معاهده امريكا با طالبان داشته كه هيچ توجيه عقلى و منطقى ندارد. او گفت: معاهده دوحه را به گونه جدى بازنگرى مى كند!! عجالتاً تصميم خروج نيروهاى امريكايى تا ماه مى را كنار مى گذارد!! اگر او به بازنگرى معاهده ضرورت دارد؛ نخست بايد بازنگرى اش را تكميل كند؛ سپس در مورد خروج نيروهاى امريكايى از افغانستان تصميم بگيرد. نبايد اختلافات شخصى و حزبى اش را با رئيس جمهور قبلى مبناى تصاميم مربوط به يك جنگ طولانى و خونين بسازد. معاهده با طالبان معاهده شخصى دونالد ترامب نيست؛ معاهده نظام و دولت امريكا با طالبان است؛ عقب نشينى از اين معاهده يعنى بد عهدى قبيح و غير قابل توجيه؛ كه اعتبار باقى مانده امريكا را نيز در دنيا و نزد تمامى جهانيان از ميان خواهد برد.

اين معاهده بدون شك و ترديد؛ مجبوريت و ضرورت امريكا است؛ هيچ بديل و انتخاب معقول ديگر ندارد؛  امريكا بدترين، خونين ترين، ناكام ترين و پر مصرف ترين جنگ خود در افغانستان را باخته است؛ تركيز و اصرار بر ادامه چنين جنگ بيهوده؛ هرگز به نفع امريكا نيست. هيچ انسان عاقلى نمى تواند از اين جنگ و دوامش انتظار دست آوردى داشته باشد.

مسئوليت بن و بست در مذاكرات دوحه؛ نخست به ايالات متحده و سپس به حكومت دست نشانده اش در كابل بر مى گردد. طالبان اعلان كردند كه در صورت استعفاء اشرف غنى؛ حاضر اند حكومت موقت را بپذيرند. قصر سفيد بايد در عوض تجديد نظر بر معاهده شان با طالبان؛ بر سياستها و ستراتيژى ناكام جنگى شان و حمايت از مفسد ترين حكومت دنيا تجديد نظر كند؛ نبايد در برابر جنگطلبانى زانو بزند كه امريكا را به اين جنگ ناكام كشاند و به اعتبار و حيثيت امريكا چنان صدمه زدند كه جبرانش در قرن ها نيز ممكن نيست.

وروڼو خوېندو!

امريكا بايد پر خپلو ژمنو عمل وكړي؛ له ټرامپ سره د جوبايدن شخصي او گوندي اختلاف بايد د دې باعث نشي چي متحده ايالات خپلي ژمني او تعهدات تر پښو لاندي كړي؛ له طالبانو سره د امريكايي ځواكونو د ايستلو معاهده؛ د ټرامپ شخصي معاهده نه ده؛ د ټول امريكايي نظام معاهده ده؛ كه سپينه ماڼۍ له دې معاهدې ترشا شي نو امريكا به خپل پاته اعتبار هم په ټولي نړۍ كي له لاسه وركړي.

امريكا اوس داسي ځاى ته رسېدلې چي يوازي يو انتخاب ورته پاته دئ او هغه دا چي تر جوزا پوري خپل پاته ځواكونه له افغانستان وباسي.

په داسي حال كي چي جوبايدن ويلي "د افغانستان د لانجې سیاسي حل ورته لومړیتوب لري؛ او دا مهال له دې تېرېږي چې د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې دي له افغانستان خپل ټول سرتېري وباسي، بلکې تمرکز ئې پر دې دئ چي روانه جگړه له سیاسي لارو ختمه کړي.

خو دا ئې هم ويلي چي نړۍ کي نور خپلي اوږدې او بې نتيجې جگړي ختموي او امريكايي سرتیري کورونو ته ستنوي".

عجيبه دا ده چي افغاني منحط او سپك سيكولران؛ دې ته خوښ دي او لاسونه پړكوي چي جوبايدن تر مې پوري پاته 2500 سرتېري نه باسي!! په داسي حال كي چي جوبايدن په مكرره توگه وايي د جگړي پاى ته رسولو ته ژمن دئ او امريكايي سرتېري؛ نه يوازي له افغانستان؛ بلكي له ټولو نورو اوږدو او بې پايلو جگړو باسي او امريكا ته ئې ستنوي!! 

جوبايدن كه د حوثيانو خلاف د سعودي تر مشرۍ لاندي ائتلاف عمليات محكوموي؛ نو په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو او د دوى په لاس تپل شوي حكومت هغه عمليات جی هم وغندي چي هره ورځ په سلگونو مظلومو افغانانو ته مرگ ژوبله اړوي؛ د يمن په جگړي كي په يوه كال كي دومره انسانان نه وژل كېږي لكه په افغانستان كي چي تر يوې مياشتي كمي مودې كي وژل كېږي!! په تېرو شلو كلونو كي تر يو مليون زيات افغانان وژل شوي.

دا به ډېره عجيبه وي چي ښاغلى جوبايدن د ديموكرات گوند د سنتي سياستونو خلاف داسي سياست غوره كړي چي هيڅ عقلي او انساني توجيه ورته نشي وړاندي كېدى!!

امريكا نه د جنگ په دوام سره څه ترلاسه كولى شي او نه د شوې معاهدې له نقض او تعويض؛ هغه هم په يوه اړخيزه  توگه.

د دوحې مذاكراتو د ځنډ او خنډ مسئوليت تر هر چا وړاندي د كابل حكومت پر غاړه دئ؛ طالبانو ويلي چي كه اشرف غني استعفاء وكړي د موقت حكومت له جوړلو سره موافق دي.

د جوبايدن اداره دي له طالبانو سره د امريكا د معاهدې بيا كتني پر ځاى د كابل حكومت په اړه بيا كتنه وكړي. تر كله به امريكا د يوه مفسد او منفور حكومت لپاره خپل سرتېري د مرگ كومي ته لېږي او نور به څومره مظلوم افغانان وژني؟!!!

هو؛ د دوحې مذاكرات په ټپه ودرېدلي؛ ستونزي ته بايد حل لاره پيدا شي. د دغو مذاكراتو ځيني اساسي ستونزي دا دي:

الف- دوحه كي يوازي دوه لوري؛ د كابل حكومت او طالبان؛ په مذاكراتو بوخت دي؛ د كابل هيئت يوازي د ارگ اسازيتوب كولى شي؛ نه د نورو اغېزمنو لوريو؛ د حكومت سياسي اپوزيسيون هم په كي شريك نه دئ او په حكومت كي شامل ځيني سياسي گوندونه هم؛ هيئت يوازي د اشرف غني په خوښه جوړ شوى او مديريت ئې په بشپړه توگه د ده په لاس كي دئ. نه د هيئت د تركيب په اړه سياسي اجماع رامنځته شوې او نه د سولي د طرحي او د مديريت د څرنگوالي په اړه؛ داكتر اشرف غني نه غواړي د سولي په ارتباط بل لورى له ځان سره په تصميم او مديريت كي شريك كړي؛ دا ځكه چي هغه يوازي د خپل اقتدار دوام غواړي او داسي سوله قطعاً نه خوښوی چي د ده د اقتدار دوام وگواښي.

ب- بله اساسي ستونزه دا ده چي د دوحې مذاكراتو كي داسي طرح د مذاكراتو پر مېز اېښودل شوې چي غير عملي ده؛ د دې طرحي بنسټ پر داسي موقت حكومت اېښودل شوى چي د دوو لوريو تر منځ د اقتدار د وېش غوښتنه كوي!! چي د همدې حكومت وزارتونه به د هغو ډلو ترمنځ وېشل كېږي چي نږدې څلور لسيزي يو د بل خلاف جنگېدلې؛ ډېرى ئې په هغو بهرنيو رقيبو استخباراتي شبكو پوري تړلې دي چي د افغانستان نيابتي جگړه ئې پيل كړې او ترننه پرې پانگونه كوي!! قطعاً محال ده چي دا متخاصمي ډلي وكولى شي تر يوه سقف لاندي؛ كار وكړي او متحد يولاسى حكومت جوړ كړى شي. عجيبه لا دا چي همدا حكومت به هم د اساسي قانون د تسويد او تصويب دنده ترسره كوي او هم به د راتلونكي نظام د څرنگوالي په اړه وروستى تصميم نيسي؛ يعني چي هر څه به د وېش پر بنسټ مخكي درومي!! چي دا يقيناً له نه حل كېدونكو شخړو ډکه او پېچلې طرحه ده!! دې ته هم اعتناء نه ده شوې چي د اساسي قانون په څېر مهم ملي مسائل؛ او نور ستر ستر كارونه؛ له يوې خوا داسي مرجع ايجابوي چي د ټول ملت د استازيتوب وړتيا ولري؛ نه د دوو جنگي ډلو تر منځ د معاملې پر بنسټ جوړه شوې اداره!! له بلي خوا اوږده موده او اوږده بحثونه ايجابوي؛ د ضعيف موقت حكومت په دوام منتج كېږي؛ ضعيف، غيرمنتخب، د ولس له تأييد محروم حكومت نشي كولى دا ستر ستر كارونه؛ هغه هم په لنډه موده كي او د افغانستان په څېر لانجمنو شرائطو كي ترسره كړي؛ له بلي خوا قطعاً د منلو نه دئ چي داسي مهم ملي مسائل د هغه كمزوري حكومت رحم و كرم ته پرېښودل شي چي د يوې اضطراري معاملې په نتيجه كي؛ يوازي د دوو لوريو ترمنځ؛ له هېواد بهر؛ او د ولس رأيي ته له مراجعې پرته جوړېږي!!! 

ج- د افغانستان ډېرى سياسي لوري په دې نظر دي چي د دوحې مذاكراتو كي تر بحث لاندي طرح؛ د ستونزو د حل او كمولو پر ځاى مزيد ستونزي زېږوي. مناسبه او عملي حل لاره دا گڼي چي:

•             يو داسي غيرائتلافي موقت حكومت رامنځته شي چي جمهور رئيس او د كابينې غړي ئې بي طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي؛ په تېرو جنگونو كي ښكېل شوي نه وي، په كوم سياسي گوند او كوم بهرني هېواد پوري تړلي نه وي، په راتلونكو انتخاباتو كي هم كانديد نشي او د كوم انتخاباتي ټيم حمايت او ملگرتيا ونه كړي.

•             د دې حكومت تر څنگ بايد داسي د تصميم عالي مرجع رامنځته شي چي د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو مشران احتواء كړي. د موقت حكومت مشر به هم د دې شورى غړى وي، د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه د پرېكړو وروستۍ مرجع به همدا شورى وي او حكومت به ئې د پرېكړو مجري وي.

•             د موقت حكومت اساسي دندي بايد دا وي: د انتخاباتو نوى قانون تسويد او تصويبول، د انتخاباتو نوى كميسيون جوړول، د همدې قانون مطابق انتخابات ترسره كول، د دې انتخاباتو په نتيجه كي به هم منتخب جمهور رئيس ټاكل كېږي، هم د ولسې جرگې غړي، هم د ولايتي شورى گانو او ولسواليو شوراگانى غړي. موږ يو ځلي او هممهاله انتخاباتو ته ضرورت لرو؛ داسي انتخابات چي هر افغان د نړۍ په هر گوټ كي؛ د مهاجرينو او بې ځاى شوو په شمول؛ وكولى شي په هغه كي شركت وكړي او هيڅ واجد شرائط افغان؛ د رأى كارولو له مسلم حق محروم نكړى شي. او په همدې يوې رأى سره هم د خپلي خوښي جمهور رئيس انتخاب كړى شي او هم د پارلمان او نورو شورى گانو منتخب غړي.

•             په دې توگه به د هغي لويي جرگې جوړېدو ته  لار آواره شي چي د اوسني قانون له مخي د اساسي قانون د تعديل، تسويد او تصويب صلاحيت لري؛ او د ملت په استازيتوب؛ د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط وروستۍ عالي مرجع گڼل كېږي

3.            د دوحې د لانجمنو مذاكراتو د شته ستونزو د حل لپاره؛ دې ته هم اړتيا شته چي په تركيب كي ئې تبديلي راشي؛ د جنگ غوښتونكو له انحصار وايستل شي، هغه لوري په كي شامل شي چي سوله غواړي او د هيڅ جنگي لوري او جنگي طرحي حمايت نه كوي. په مذاكراتو كه د دوى مستقل او ځواكمن حضور؛ مذاكرات مثبت لوري ته سوقوي او نه پرېږدي چي جنگ غوښتونكي ئې په خپل يرغمل كي وساتي.

د حزب اسلامي هيله او هوډ دا ده چي دا افتخار ئې هم په برخه شي چي په خپل نوښت سره د سولي په وړاندي ټول خنډونه له منځه يوسي.

وروڼو خوېندو!

داسي ښكاري چي جوبايدن غواړي د هغو نظامي كړيو حمايت ترلاسه كړي چي د جنگ دوام او تر مې مياشتي وروسته هم په افغانستان كي د امريكا د نظامي او استخباراتي فعال حضور غوښتونكي دي.

جوبايدن ته په كار دا ده چي د اوباما اشتباهات تكرار نكړي، هغه ته ښه فرصت په لاس ورغلى وو چي د افغانستان جگړه پاى ته ورسوي او د خپلو سرتېرو د مزيد مرگ ژوبلي مخه ونيسي، خو له يوې خوا د خپلو هغو نړۍ والو او سيمه ايزو رقيبانو په لومي كي ونښت چي غوښتل ئې امريكا څه موده نور هم د افغانستان په ناكام جنگ كي ښكېل پاته شي؛ او د شوروي اتحاد د ماتي انتقام ترې واخلي او له بل لوري؛ د هغو جنگ غوښتونكو جنرالانو غوښتنو ته تسليم شو چي جنگ ډېر څه وركول. جوبايدن ته د افغانستان د جنگ ختمولو ښه فرصت په لاس ورغلى؛ كه له طالبانو سره د شوې معاهدې پايلي مثبتي وې؛ دى به ئې په افتخار كي شريك وي او كه ښې نه وې؛ مسئوليت به ئې د ده رقيب؛ ټرامپ او د هغه حكومت ته متوجه وي.

امريكا بايد دا درك كړي چي نه دا جنگ گټلى شي، نه طالبان دې ته اړ كولى شي چي د مې له مياشتي وروسته د امريكايي ځواكونو حضور ومني او نه هم د كابل حكومت په واك كي ساتلى شي. په معاهدې كي چي امريكا څه ترلاسه كړي؛ تر دې زيات نشي ترلاسه كولى.

په قطر كي د طالبانو سياسي مشران؛ حتى تر سختو فشارونو لاندي هم؛ نشي كولى د خپلو جنگياليو او افغان ولس د غوښتنو او رأيي خلاف يا دا ومني چي بهرني ځواكونه او د دوى لاسپوڅي حكومت دي پاته وي او طالب جنگيالي له جگړي لاس واخلي.

وروڼو خوېندو!

د سيكولرانو په حكومت كي مظلوم افغانان حتى د خپلو پوښتورگو پلورلو ته اړ شول، په دوى كي داسي مېرمن هم شامله ده چي حامله وه؛ د فقر له كبله ئې خپل پوښتورگى پلورلى، هغه ډاكټر چي دا عمليات ئې كړي؛ بايد محاكمه او د شريعت مطابق مجازات شي. بايد قصاص شي؛ همداسي عمليات پرې ترسره شي چي ده پر هغو كړي چي د پوښتورگو پلورلو ته اړ شوي، بايد د ده پوښتورگى هغه مظلوم انسان ته وركړى شي. او نورو ديت وركړي.

تر هغه چي د وطنپلورونكو سيكولرانو او ملحدينو جرړي ونه ايستل شي او د دوى واكمني د تل لپاره پاى ته ونه رسېږي؛ افغانستان او افغانان؛ نه د آرامښت مخ ليدى شي، نه د سولي او نه د آزادۍ.

در رابطه به ترجمه و تفسير مختصر آيه اى كه در ابتداء خطبه تلاوت كردم :

وَٱصۡبِرۡ وَمَا صَبۡرُكَ إِلَّا بِٱللّٰهِ ۚ وَلَا تَحۡزَنۡ عَلَيۡهِمۡ وَلَا تَكُ فِي ضَيۡقٖ مِّمَّا يَمۡكُرُونَ ١٢٧ إِنَّ ٱللّٰهَ مَعَ ٱلَّذِينَ ٱتَّقَواْ وَّٱلَّذِينَ هُم مُّحۡسِنُونَ النحل: ١٢٨ 

‏و اى (پيامبر! و اى هر مخاطَب قرآن) شكيبايي كن و شكيبايي ات نباشد؛ مگر به توفيق الله؛ و به لطف و عنايت وى؛ بر آنان اندوهگين مشو (از عدم ايمان مخالفين و مخالفتهاى شان مشوش و غمگين مباش) و از نيرنگها و مكرهايى كه به كار مى گيرند ناراحت مشو؛ ‏يقيناً كه خدا ( رعايت و حفاظتش)  با كسانيست كه تقوا پيشه كنند و با كسانيست كه نيكوكار اند.

الله متعال طى اين آيات متبركه؛ به مؤمنان متقى و نيكوكار اطمئنان مى دهد؛ كه اگر در راه خدا صابر و شكيبا باشند؛ صبر شان از ايمان شان به خدا مايه گرفته، توكل بر خدا به آنان ثبات و استقامت بخشيده؛ از بى صبرى بپرهيزند؛ مخالفتها و شرارتهاى دشمنان و توطئه هاى شان آنان را اندوهگين نسازد و نگران نكند؛ معيت و تأييد الهى را حتماً كسب خواهند كرد، به پيروزى در برابر دشمنان نائل گرديده بر دشوارى ها چيره خواهند شد.‏ ‏

سبحانك اللهم بحمدك نشهد ان لااله الا انت نستغفرك و نتوب اليك

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟