No-IMG

حکمتیار: د شوروي اتحاد ماته او زوال د بشرى تاريخ تر ټولو ستره واقعه ده

د دلو 26 په مناسبت د معزز مشر وينا 

 

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

وَتِلۡكَ ٱلۡقُرَىٰٓ أَهۡلَكۡنَٰهُمۡ لَمَّا ظَلَمُواْ وَجَعَلۡنَا لِمَهۡلِكِهِم مَّوۡعِدٗا  الكهف:٥٩ صدق الله العظيم

وروڼو خوېندو

الله تعالى فرمايي: كومو ملتونو او هېوادونو چي د ظلم لار غوره كړې؛ موږ تباه كړي او د هر يوه د زوال او تباهي لپاره مو خاصه نېټه ټاكلې؛ مهلت وركړى شوى او د مهلت په پاى كي ئې د هغوى د ظلم ټغر ټول كړى او له غرور او مستي ئې اچولى. الله تعالى مهلت وركوي خو له ظالمانو د مظلوم انتقام نه هېروي!! په افغانستان كه د يوې پېړۍ په موده كي د دريو سترو سترو زبرځواكونو؛ بريتانيا، شوروي اتحاد او ناټو ماته او زوال د همدې الهي سنت مصداق دئ

الله تعالى هغو سترو سترو تاريخي ورځو ته د ايام الله نوم وركړى چي په ترڅ كي ئې د زمانې ستر ظالم، بدمست او مغرور ځواكونه په زوال محكوم شوي؛ فرمايي: إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّكُلِّ صَبَّارٖ شَكُورٖ ٣١ : يقيناً چي په دې كي هر صبر كوونكى مجاهد او شكر كوونكي انسان ته ډېري نښي او لارښووني دي.

د شوروي اتحاد ماته او زوال د بشرى تاريخ تر ټولو ستره واقعه ده، په عامه توگه د ټول انساني تاريخ او په خاصه توگه د افغانستان د تاريخ؛ نظير ئې په بشري تاريخ كي نشو موندلى؛ د فرعون تر زوال هم ستره او د بريتانيا تر زوال هم ستره.

د خپل مهربان رب د پراخو پېرزوينو ممنون يو چي زموږ مجاهد ملت ته ئې په دې ستر تاريخي جنگ كي بريا ورپه برخه كړه؛ په دې بريا او افتخار كي د حزب اسلامي د مجاهدينو ځلانده ونډه وه؛ دا جهاد هم له فكري پلوه حزب اسلامي پيل كړ او هم له نظامي پلوه؛ د جهاد له پيل تر پايه؛ حزب اسلامي د مقاومت د ملا تير وو.

شوروي ځواكونو دا آرمان له ځان سره گور ته يووړ چي د حزب اسلامي يو عادي قومندان وپېري، تسليمېدو يا د اوربند منلو ته ئې چمتو كړي.

د دلو 26 زموږ د تاريخ تر ټولو ستره ورځ ده، په تاريخ كي ئې بېلگه نه مومو.

په همدې ورځ د شوروي ځواكونه وروستى افسر د افغانستان له خاوري د حيرتان پل له لاري ترمذ ته تېر شو، د دوى قومندان جنرال گراموف؛ له پولي د تېرېدو په وخت كي وويل: پر افغانستان تېرى يوه غلطي وه او روسان به داسي غلطي بيا تكرار نه كړي!! دا غلطي يوازي داسي نه وه چي دوى ئې په يوه ناكام جنگ كي ښكيل او له تاريخي ماتي سره ئې مخامخ كړل، بلكي د شوروي اتحاد په متلاشي كېدو او زوال منتج شوه.

الله تعالى افغانانو ته د دې توفيق وركړ چي خپل هېواد د شوروى له سلطې آزاد كړي، د آزادۍ په هغه اوږد او نابرابر جنگ كي ئې دوى ته لوړ همت او صبر ورپه برخه كړ، د خپل كور كلي ورانېدل ئې ومنل خو د خپل بام پر سر ئې د پرديو د بيرغ رپېدل ونه زغمل، سترو سترو قربانيو ته چمتو شول خو د پرديو په وړاندي ئې سر ټيټ نه كړ. الله تعالى د دغه جهاد، همت او صبر په وجه دوى ته دا ستره او تاريخي بريا ورپه برخه كړه.

يو نيم مليون شهيدان

6 مليون مهاجرين

يو مليون دوه سوه زره كورونه ورانېدل

دا هر څه ئې د آزدۍ لپاره قبول كړل، خو غلامي ئې ونه منله.

وروڼو خويندو!

د شوروي ځواكونو د ماتي په افتخار كي ډېر ځان شريك گڼي او خپل سر او سينې ته گوته نيسي؛ د مړه شامار په وينو ډېرو خپلي چړې سرې كړې دي!!

امريكا او غرب په مجموع كي هم ځان د دې جنگ فاتح گڼي؛ ځيني ئې د سټينگر فتح گڼي!! زموږ گاونډيان هم، حتى هغه هم چي له روسانو سره ئې اوربندونه كړي وو او د مجاهدينو په خلاف ئې له شوروي ځواكونو سره د گډو عملياتو معاهدې درلودې؛ او د همدې معاهدو له مخي ئې د شوروي ځواكونو د قطارونو امنيت ساتلو او پر دوى به ئې د مجاهدينو د بريدونو مخنيوى كولو.

خو واقعي فاتحين هغه مؤمن مجاهدين دي چي د الله په لار كي او د آزادۍ لپاره ئې خپل سرونه نذرانه كړل؛ هغه چي د خپل سر غوڅېدل ئې ومنل خو د دښمن په وړاندي ئې سر ټيټول ونه منل. هغه چي هر اشغالگر راغلى نو دوى ئې د مقاومت په لومړۍ كرښي كي موندلي؛ او د اشغالگرانو د وروستي سرتېري تر ايستلو ئې خپله وسله پر زمكه نه ده اېښې.

برادران و خواهران عزيز!

اجازه بدهيد با استفاده از اين فرصت؛ عرائضى در رابطه به چند قضيه مهم روز داشته باشم:

1- از اظهارات اخير جوبايدن؛ رئيس جمهور امريكا؛ چنان معلوم مى شود كه قصر سفيد؛ قصد عقب نشينى از معاهده خود با طالبان را دارد؛ او گفت: معاهده دوحه را به گونه جدى بازنگرى مى كند!! عجالتاً تصميم خروج نيروهاى امريكايى تا ماه مى را كنار مى گذارد!! اين عقب نشينى هيچ توجيه عقلانى او اخلاقى ندارد؛ عقب نشينى از اين معاهده يعنى بد عهدى قبيح و غير قابل توجيه؛ كه اعتبار باقى مانده امريكا را نيز در دنيا و نزد تمامى جهانيان از ميان خواهد برد. نبايد اختلافات شخصى و حزبى اش را با رئيس جمهور قبلى؛ مبناى تصاميم مربوط به يك جنگ طولانى و خونين بسازد. معاهده با طالبان معاهده شخصى دونالد ترامب نيست؛ معاهده نظام و دولت امريكا با طالبان است.

اين معاهده بدون شك و ترديد؛ مجبوريت و ضرورت امريكا است؛ هيچ بديل و انتخاب معقول ديگر ندارد؛  امريكا بدترين، خونين ترين، ناكام ترين و پر مصرف ترين جنگ خود در افغانستان را باخته است؛ تركيز و اصرار بر ادامه چنين جنگ بيهوده؛ هرگز به نفع امريكا نيست. هيچ انسان عاقلى نمى تواند از اين جنگ و دوامش؛ انتظار دست آوردى داشته باشد.

مسئوليت بن و بست در مذاكرات دوحه؛ نخست به ايالات متحده و سپس به حكومت دست نشانده اش در كابل بر مى گردد. طالبان اعلان كردند كه در صورت استعفاء اشرف غنى؛ حاضر اند حكومت موقت را بپذيرند. قصر سفيد بايد در عوض تجديد نظر بر معاهده با طالبان؛ بر سياستها و ستراتيژى ناكام جنگى امريكا و حمايت از مفسد ترين حكومت دنيا؛ تجديد نظر كند؛ نبايد در برابر جنگطلبانى زانو بزند كه امريكا را به اين جنگ ناكام كشاند و به اعتبار و حيثيت امريكا چنان صدمه زدند كه جبرانش در قرن ها نيز ممكن نيست

امريكا چرا بقيه زندانيان طالبان را رها نكرد؟ چرا زندانيان حزب اسلامي را رها نكرد؟ چرا زندانيان ما را از زندان گوانتانامو و زندانهاى افغانستان رها نكرد؟ زندانيان طالبان، القاعده و داعش را از زندان جهنمى گوانتنامو رها كرد او از حزب اسلامي را نه؟ طالبان با وجود اين همه عهد شكنى ها چگونه بر امريكا اعتماد كند؟

عجيب است كه آقاى جوبايدن؛ عمليات به رهبرى عربستان سعودى عليه حوثى هاى يمن را محكوم مى كند؛ اما در عين زمان بر ادامه حضور نيروهاى امريكايى در افغانستان  صحه مى گذارد!! آيا متوجه نيست كه در جنگى كه امريكا بر كشور ما تحميل كرده؛ هر روز صدها افغان مظلوم به خاك و خون كشانده مى شود؛ در بيست سال گذشته بيش يك مليون افغان در اين جنگ كشته شده؛ تعداد كشته هاى جنگ يمن در يك سال كمتر از كشته هاى جنگ يك ماهه افغانستان است!!!

قصر سفيد بايد بداند كه ايالات متحده امريكا نه با ادامه حضور نظامى و جنگش در افغانستان مى تواند دستآوردى داشته باشد و نه با نقض معاهده خروج نيروها و تعويض و تعديل آن.

لازم است آقاى جوبايدن اشتباهات اوباما را تكرار نكند؛ اوباما فرصت آن را داشت كه به جنگ افغانستان خاتمه ببخشد؛ از طولانى شدن جنگ و كشته شدن تعداد بيشتر سربازان امريكايى در اين جنگ بيهوده و ناكام مانع شود؛ و به وعده هايش در جريان كمپاين انتخاباتى؛ مبنى بر خروج تمامى سربازان امريكايى از  افغانستان وفا كند؛ اما از يك سو؛ در دام رقباى امريكا در منطقه و جهان افتاد؛ آنهايى كه مى خواستند امريكا را براى ساليانى ديگر در جنگ افغانستان مصروف نگهدارند و انتقام شكست شوروى؛ از امريكا گرفته شود؛ و از سوى ديگر در برابر عزائم جنرالانى زانو زد كه سود فراوان شخصى از جنگ داشتند.

به جوبايدن نيز فرصت خوب خاتمه بخشيدن به جنگ خونين افغانستان ميسر شده است؛ اگر پيآمدهاى معاهده خروج نيروها از افغانستان مثبت بود؛ او در افتخارش شريك مى شود و به اعتبار او حزبش مى افزايد و     اگر مثبت نبود؛ مسئوليت آن به رقيبش؛ ترامپ و حكومت قبلى بر مى گردد.

جوبايدن بايد درك كند كه نه پيروزى در اين جنگ برايش مقدور و ممكن است و نه مجال آن را دارد كه طالبان را به تنازل وادار كند و ادامه حضور نظامى و استخباراتى امريكا در افغانستان را تضمين كند؛ براى طالبان قطعاً ممكن نيست كه با ادامه حضور نيروهاى امريكايى؛ بعد از ماه مې توافق كنند؛ و اين نيز براى امريكا ممكن نيست كه بقاى حكومت كابل را؛ بعد خروج نيروهاى امريكايى از افغانستان؛ تضمين كند. آن چه را امريكا در معاهده با طالبان بدست آورده؛ دستيابى به چيزى بيشتر از آن؛ مقدور نيست.

امريكا بايد به اين توجه كند كه در قطر با طالبان به مذاكره پرداخته و معاهده رسيدن به صلح با آنان امضاء كرده؛ اما در كابل از يك سو حكومت دست نشانده اش در پى تخريب پروسه صلح است و براى تشديد جنگ آمادگى مى گيرد از سوى ديگر رفقاء و مئتلفين متطقوى اش؛ براى آغاز دور ديگر جنگ؛ مصروف مليشه سازى است و سلاح و تجهيزات جنگى به افغانستان  مى فرستد!! اطلاعات دقيق حاكيست كه از طريق بنادر كشور و در ضمن كانتينر هاى حامل گندم و سائر مواد؛ سلاح و تجهيزات وارد افغانستان مى شود و در اختيار جنگسالارانى قرار مى گيرد كه سابقه جنگ با طالبان و سائر گروها را دارند.

چرا امريكا مانع آن نمى شود؛ آيا با اين كار موافق است؛ جوبايدن بايد اين موضوع را جدى بگيرد؛ رفقاى شان در كابل و رفقاى منطقوى شان با روند صلح مخالفت مى كنند و در پى سبوتاژ آن اند.

آيا امريكا نمى داند كه وسائل، تجهيزات نظامى و پك اپ ها؛ از سوى كدام كشور، به آدرس كى، براى چه و كدام هدف به افغانستان فرستاده مى شود؟ چرا مانع آن نمى شود؟ آيا حكومت جديد امريكا مى خواهد شعارهاى ترامپ را عملى كند كه مى خواست جنگ افغانستان را منطقوى كند و پاى هند، چين، روسيه و ايران و پاكستان را به جنگ افغانستان بكشاند؟

اگر امريكا با روسيه و چين مشكلى دارد و مى خواهد ائتلاف منطقوى در برابر چين درست كند؛ مشكل شان با چين را در دامنه هاى هماليه و تايلند حل كنند؛ چرا بايد افغانها قربانى اين رقابتها شوند؟ مگر بيست سال جنگ و كشتن يك مليون افغان بيگناه و مظلوم كافى نيست؟

مگر امريكا و استخباراتش نمى داند كه حمله بر پايگاه شان در بگرام، حمله بر پوهنتون كابل، راكت پراگنى ها در شهر كابل، بر ماركيتها، خانه ها و محلات مزدحم شهر، ترور شخصيتهاى حامى صلح، علماء، خطباء، اصحاب رسانه ها، سياستمداران، حتى رهبر يكى از مجموعه هاى فكرى و سياسى... كار چه كسانى است؟!! عاملين اين شرارتهاى ضد صلح؛ يقيناً كه براى امريكا هويدا اند.

مگر همه نمى دانند كه عده اى از ناافغانهاى ملت ستيز و جنگ طلب؛ شعارهاى مقاومت دوم را سر داده اند، آن هم به اشاره و ترغيب و دستور كشورهاى جنگ طلب! همانهايى كه مقاومت پوشالى اول شان؛ به فرار تا كولاب منتج شد و زير چتر بم افگن هاى امريكايى وارد كابل شدند و از عنايت امريكا بر كرسى اقتدار نصب شدند.

وروڼو خوېندو!

در ارگ سيكولر ټيم؛ له حزب اسلامي سره په خاصه توگه او له ټولو مجاهدينو سره په عامه توگه د نه پخلا كېدونكي خصومت او دښمنۍ لار خپله كړې؛ له حزب اسلامي سره معاهدې بند بند ئې تر پښو لاندي كړ، د حزب اسلامي د زندانيانو له خوشي كولو ئې ډډه وكړه، نږدې درې زره بنديان ئې لا تراوسه ساتلي، په سلگونو نور ئې له معاهدې وروسته نيولى، د دوى پر كورونو د شپې په تياره كي يرغلونه كوي؛ نيسي ئې او زندان ته ئې لېږدوى، د حزب اسلامي منسوبين له حكومتي دندو باسي، له توظيف ئې ممانعت كوي، د حزب په لسگونو مهم شخصيتونه په همدې موده كي او د دولت تر واك او سلطې لاندي سيمو كي ترور شوي، در ارگ ټيم له حزب اسلامي سره همغه څه كوي چي د دوى پرچمي ملگرو د خپل مخكني اقتدار په دوران كي له حزب اسلامي سره كول؛ موږ مجبوروي چي له دوى سره همغه څه وكړو چي له پرچميانو سره مو وكړل.

نن موږ مجبور يو چي د ارگ ټيم ته ووايو: له خپل حق دفاع كوو؛ د حزب اسلامي له حيثيت دفاع كوو؛

شغالان خو پرېږده؛ د زمري په سترگو كي هم د گوتو منډلو ته چمتو يو؛ چا چي له شوروي او ناټو سره ډغري وهلې وي؛ د دوى سپېرو او ذليلو مزدورانو كږې خولې هم په سوك سمولى شي؛

آيا چمتو يئ؛ ارگ ته عملاً وښيو چي له نن وروسته له ځان او له خپل حق دفاع كوو؟ كه موافق يئ لاسونه اوچت كړى.

ډېر ژر او په څو راتلونكو ورځو كي به كابل ښار زموږ د پرتمينو تظاهراتو شاهد وي، تر ارگ پوري به ځو؛ د ارگ په وړاندي به د پرديو مزدورانو ته ښيو چي كه زموږ ټول بنديان فوراً خوشي نشي، مامورين، مجاهدين، افسران مو مدغم نشي، مهاجرين مو په ښارگوټو كي ځاى په ځاى نشي او د معاهدې نور بندونه تطبيق نشي.... ارگ به تر هغه محاصره كوو چي د مفسدينو سپېره واكمني پاى ته ورسېږي او ملت د دوى له شر وژغورل شي

(د دې مطلب درې ترجمه هم وړاندي شوه او يو ځل بيا له ټول تعهد واخيستل شو.)

برادران و خواهران عزيز!

اتحاد شوروى چند اشتباه بزرگ را در رابطه به افغانستان مرتكب گرديد كه منتج به شكست و زوالش شد:

•             حمايت از يك گروه كوچك، بريده از مردم، مشتمل بر افراد فرومايه، خود فروش و وطنفروش. همانهايى كه امروز در خدمت ناتو اند.

•             هجوم بر افغانستان؛ در شرائطى كه افغانها هم در برابر كمونيزم حساسيت داشتند و هم در برابر گروه هاى كمونستى پيرو مسكو، احساس مى كردند كه حضور نظامى اتحاد شوروى در افغانستان اين كشور را به سرنوشت كشورهاى محكوم آسياى مركزى مواجه خواهد كرد. به همين دليل راه ديگرى جز مقاومت نداشتند.

•             اشتباه ديگر شوروى در اين بود كه در اثناى خروج نيروهايش از افغانستان به جاى مذاكره و معاهده مستقيم با مجاهدين؛ با امريكا معامله كرد و در اين معامله اروپاى شرقى را از دست داد.

•             شوروى در اروپاى شرقى با هيچ مخالفت و مقاومت مسلحانه مواجه نمى شد، اروپا توان و روحيه جنگى نداشت.

•             توافق با امريكا؛ در رابطه به ادامه جنگ در افغانستان؛ يكى ديگر از اشتباهات مسكو بود. ادامه

•             جنگ در افغانستان به ضرر روسيه و تمامى كشورهاى اين منطقه بود.

•             و آخرين اشتباه اش كمك با امريكا در اشغال افغانستان بود.

امروز كشور ما دقيقاً در وضعيتى قرار دارد كه در اثناى خروج نيروهاى شوروى قرار داشت:

ارگ نشينان بر ادامه حضور نيروهاى شوروى اصرار داشت

نجيب از گورباچوف با الحاح مى خواست كه مدتى ديگر به او فرصت بدهد.

از مجاهد نماها نيز عده اى با خروج زود هنگام نيروهاى شوروى موافق نبودند و از نتائجش بيم داشتند.

متأسفانه امروز زمامداران ما در عين وضعيت قرار دارند و همان ذهنيت را دارند.

اميدواريم اشتباهات رفقاى نجيب بارى ديگر تكرار نشود، نه با صلح مخالفت شود و نه با خروج نيروهاى اجنبى از كشور.

وروڼو او خوېندو!

اما دا چي روسان چا مات كړل:

په داسي حال كي چي له ټولو هغو مننه كوو چي په دې ماتي كي ئې لږ يا ډېره ونډه وه؛ خو حقيقت فقط دا دئ چي:

روسان ستا رب مات كړل.

روسان په خپل رب ستا مضبوط ايمان مات كړل، ستا توكل، جهاد، ستا د شهيدانو وينو مات كړل.

ستا د تكبير نعرو مات كړل.

د كونډو او يتيمانو دعاگانو مات كړل.

ستا د رب هغه سنت مات كړل چي د مغرورو ځواكونو د زوال لپاره ئې تل د نړۍ تر ټولو كمزورى او مظلوم ولس غوره كړى، لكه چي فرعون ئې په بني اسرائيل ختم كړى، بريتانيا او شوروي ئې هم د افغانانو په لاس ختم كړل.

وروڼو خوېندو!

د افغانستان د بحران د حل لار دا ده:

•             يو داسي غيرائتلافي موقت حكومت رامنځته شي چي جمهور رئيس او د كابينې غړي ئې بي طرف او ټولو لوريو ته د منلو وړ وي؛ په تېرو جنگونو كي ښكېل شوي نه وي، په كوم سياسي گوند او كوم بهرني هېواد پوري تړلي نه وي، په راتلونكو انتخاباتو كي هم كانديد نشي او د كوم انتخاباتي ټيم حمايت او ملگرتيا ونه كړي.

•             د دې حكومت تر څنگ بايد داسي د تصميم عالي مرجع رامنځته شي چي د ټولو اغېزمنو سياسي گوندونو مشران احتواء كړي. د موقت حكومت مشر به هم د دې شورى غړى وي، د ټولو مهمو ملي مسائلو په اړه د پرېكړو وروستۍ مرجع به همدا شورى وي او حكومت به ئې د پرېكړو مجري وي.

•             د موقت حكومت اساسي دندي بايد دا وي: د انتخاباتو نوى قانون تسويد او تصويبول، د انتخاباتو نوى كميسيون جوړول، د همدې قانون مطابق انتخابات ترسره كول، د دې انتخاباتو په نتيجه كي به هم منتخب جمهور رئيس ټاكل كېږي، هم د ولسې جرگې غړي، هم د ولايتي شورى گانو او ولسواليو شوراگانى غړي. موږ يو ځلي او هممهاله انتخاباتو ته ضرورت لرو؛ داسي انتخابات چي هر افغان د نړۍ په هر گوټ كي؛ د مهاجرينو او بې ځاى شوو په شمول؛ وكولى شي په هغه كي شركت وكړي او هيڅ واجد شرائط افغان؛ د رأى كارولو له مسلم حق محروم نكړى شي. او په همدې يوې رأى سره هم د خپلي خوښي جمهور رئيس انتخاب كړى شي او هم د پارلمان او نورو شورى گانو منتخب غړي.

•             په دې توگه به د هغي لويي جرگې جوړېدو ته  لار آواره شي چي د اوسني قانون له مخي د اساسي قانون د تعديل، تسويد او تصويب صلاحيت لري؛ او د ملت په استازيتوب؛ د ټولو مهمو ملي مسائلو په ارتباط وروستۍ عالي مرجع گڼل كېږي

3.            د دوحې د لانجمنو مذاكراتو د شته ستونزو د حل لپاره؛ دې ته هم اړتيا شته چي په تركيب كي ئې تبديلي راشي؛ د جنگ غوښتونكو له انحصار وايستل شي، هغه لوري په كي شامل شي چي سوله غواړي او د هيڅ جنگي لوري او جنگي طرحي حمايت نه كوي. په مذاكراتو كه د دوى مستقل او ځواكمن حضور؛ مذاكرات مثبت لوري ته سوقوي او نه پرېږدي چي جنگ غوښتونكي ئې په خپل يرغمل كي وساتي.

د حزب اسلامي هيله او هوډ دا ده چي دا افتخار ئې هم په برخه شي چي په خپل نوښت سره د سولي په

وړاندي ټول خنډونه له منځه يوسي.

حكومت د پارلمان خلاف هم جنگ پيل كړى، غيرعادلانه بودجه ئې وړاندي كړې، پارلمان درې ځلي دا بودجه رد كړه، موږ د پارلمان د عادلانه موقف حمايت كوو، د هر چا د دريځ ملاتړ كوو چي د ملت خوا ته ودرېږي او د هغوى له حقوقو دفاع كوي.

د هغي ورځي رارسېدو په هيله چي افغانستان آزاد وي، ټول بهرني ځواكونه وتلي وي، جگړه پاى ته رسېدلې او ډاډمنه سوله تأمين شوې وي او د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. اقول قولى هذا؛

استغفرالله لي و لكم و السلام عليكم و رحمة الله و بركاته

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟