
افغانستان زمبابوې سره د ټست لوبو لپاره سکواډ اعلان کړ
په عمومي ډول سکواډ متوازن دی. تر ډېره هغه لوبغاړي په کې دي چې ښه کارکردګي لري. فضل حق هم شامل دی. دی تېره ورځ د سکواډ برخه شو، تر هغه مخکې نټ بالنګ ته غوره شوی و. محبوب شاه، شاهدالله کمال، منیر کاکړ، سلیم ساپی، ضیاءالرحمن اکبر او عبدالمالک بیخي نوي ځوانان دي چې په دا ډول لوبو کې د ملي ټيم برخه ګرځي. دا د آينده لپاره ښه زیری دی. خدای دې یې ښه کړي. مننه چې دا لوبغاړي یې سکواډ کې اخیستي.
دوې درې خبرې:
په عمومي ډول په سکواډ کې د خبرو او انتقاد ځای ډېر کم دی. خو که عمومي وغږېږو، زما په نظر:
اکرام علي خیل او احسان جنت دوه ځوان لوبغاړي دي چې باید لا پرمختګ وکړي او چانس ورکړل شي . اکرام یو-یو ټست هم پاس کړی و، خو احسان نه و کړی. دوی یوې ورځنیو لوبو کې هم نشته او شل اوریزو ته خو هسې هم نه نیسي. دا دوه لوبغاړي زموږ آينده کرکټ دي، باید مخکې ولاړ شي. احسان ته ښايي چې لا خواري وکړي او بل ځل یو-یو ټست پاس کړي او بورډ ته ښايي چې اکرام هېر نکړي.
په سکواډ کې له شاهد کمال پرته بل الراوندر نه لیدل کیږي. باید یو بل الراوندر هم وای. راشد زموږ رېګولر بالر دی.
ظاهر خان یو-یو نه و پاس کړی ریزرف کې شته، خو اکرام علي خیل او احسان جنت نشته؟
افغانستان د لوبو لپاره باید ډېر ډېد پچ جوړ نکړي، هاغسې چې د ایرلند سره و. دلته باید زموږ تېز باولېنګ هم ډېر وازمایل شي. د زمبابوې سره ټست کې یو هدف باید دا وي چې نوي استعدادونه رادبره او په نښه شي او آينده ته وروزل شي. همدې ته پلان او ستراتېژي وايي.
دوه ټسټ لوبې لرو او تقریبآ هر پوزېشن ته دوه دوه لوبغاړي لرو، د لوبو لپاره د لوبغاړو غوره کول سخت او مهم دي. که اول ټسټ مو وګټه او ان شاءالله چې یې ګټو، دویم ټست کې دې ټول غوره شوي ځوانان وازمایل شي. کپتان هم ممکن استراحت وکړي چې یو بل ځوان ته چانس پيدا شي. منم چې د دغو لوبو ګټل مهم دي، خو دومره هم نه چې موږ په کې ځوانان ونه ازمایو او د آينده پلان جوړ نکړو.
د افغانستان د بري په هیله.