د شپې چې څومره ستوري په اسمان کې وينو
د شپې چې څومره ستوري په اسمان کې وينو ، د دوی ټولو رڼا او ځلېدا چې موږ ته رارسېږي لهدوی څخه لسګونه، سلګونه او زرګونه کاله پخوا راوتلې ده دا چې لهموږ څخه يې فاصله ډېره ده رڼا يې لا په فضا کې را روانه ده, او په دوی کې کېدای شي اوس تغييرات راغلی وي او يا کېدای شي مړه شوي وي، خو زموږ راتلونکي نسلونه به ننني تغييرات په سترګو پکې ويني. دبېلګې په توګه Vega ستوری له موږ څخه ۲۵ نوري کال يا ۲۳۶۵۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰کيلومتره فاصله لري چې ډېره زياته فاصله ده او هغه رڼا چې له دې ستوري څځه راوتلې او موږ يې نن سبا وينوو له دې ستوري څخه ۲۵ کاله پخوا راوتلې ده..
بل مثال دا چې Betelgeuse ستوری له موږ څخه ۶۴۰ نوري کال فاصله لري نو هغه رڼا چې اوس يې موږ په خپلو سترګو ددې ستوري وينو په ۱۳۷۹ ميلادي کال کې له دې ستوري راوتلې ده.
چې ښه پرې وپوهېږئ يو بل مثال به دلمر درکړم، لمر له ځمکې څخه د ۵۰۰ نوري ثانيو په واټن فاصله لري (چې ۸دقيقې او شل ثانيې کېږي) که خدای مه کړه د ورځې په ټکنده غرمه کې لمر يو دم تياره او له منځه لاړ شي موږ (د ځمکې وال) به ۸ دقيقې او شل ثانيې وروسته پرې خبر شو ځکه د فاصلې دلري والي له امله به يې رڼا لا په فضا کې را روانه وي او ځمکه به پرې روښانه وي.
نو خبره دا شوه چې د واټن د لرې والي له امله يې موږ کلونه کلونه پخوانۍ رڼا وينوو نو هغه ستوري چې لهموږ سره په لرې فاصلو کېدي موږ ته خپل پخوانی تاريخ راښيي او دا چې نن سبا به په هغو کې څه تغييرات راغلي وي زموږ راتلونکي نسلونه به يې وويني.