No-IMG

د مولوی مجیب الرحمن انصاري د نظام د مشروعیت په اړه څرګندونې

زمونږ لوی مشکل دا دی چې د مشکل د اصلی علت پر ځای په مشکل بحث کوو، همېش زمونږ د خبرې او بحث محور د مرض د معالجې او علاج په ځای خپله مرض وي. دا شی زمونږ هیڅ درد نه دوا کوي.

مولوي مجیب الرحمن انصاري پرون د نظام د مشروعیت په اړه څرګندونې درلودلې، دلته د دې په ځای چې د هغو فکتورونو په اړه بحث وشي چې مولوي مجیب الرحمن یې دومره لویې خبرې ته تیار کړ، د هغې خبرې راخیستل کېږي، سپکې سپورې ورته ویل کېږي، څوک یې یوې استخباراتي ادارې پورې تړي او څوک بلې پورې.‌

دې کې شک نشته چې د مولوي مجیب الرحمن انصاري خبرې مونږ سره په دې حساس وخت کې هيڅ کومک نه کوي او نه هم زمونږ کوم درد دوا کوي خو اصلي خبره دا ده چې د هیواد دننه حالات داسې جوړ کړای شوي دي که دوام ومومي شاید په سلګونه نور مجیب الرحمنان هم پېدا شي.

هیواد کې دا مهال د انارشېزم فضاء ده، تېل،‌ګاز، ترکاري، ډوډۍ دوه برابره قیمته، تجارتونه ولاړ، بې درېغه فسادونه، ګمرکات په داسې حال کې چې سواداګر ترې پناه غواړي، امنیت په دې حال چې د ارګ سنګ ته فواره چوک کې د حکومت حاکمیت نشته، علماء وژل کېږي، ژورنالیستان تښتېدلي، باور نشته، ماښامني مجلسونه درز کې دي، اقتصاد له بده بدتر، لویې لارې بندې، غلاوې، چور، ډاکې,  اخلاقي لو اداري فساد ښه په درز کې دی، کارونه په واسطو، غریب سبا لپاره ډوډۍ ته حیران د جمهوریت ټېکه داران میلیونرانېږي،‌ رشوت، دروغ، دوکه او غبن خو په ادارو کې داسې دی لکه د کاري لایحې برخه.

په داسې حالت کې نور عام ولس څه وکړي؟

چېرته ولاړ شي؟

چاته وژاړي؟

د خپل عالم، ژورنالیست او مشر د شهادت پښتنه له چا وکړي؟

تاسي د عربي نړۍ ۱۰ کاله پخوانی تاریخ وګورئ دا انقلابونه ولې را پورته شول؟ آیا همدا ناکامه، بدبخته او مفسد واکداران یې سبب نه وو؟

 آیا د همدوی له امله نن هغه هیوادونه غرک نه شول؟

زمونږ مشران به کله له دې تاریخه زده کړه کوي؟

 کله به دوی کې دونې عقل راځي‌ چې د خپلو محدودو داېرو څخه د ملت په اړه فکر وکړي؟

مولوي مجیب الرحمن او بل هیڅ چاته نه ده پکار چې د نظام بنسټ وننګوي خو دا یې مسؤلیت دی چې د نظام په اډانه کې موجود د نظام دښمنان وغندي.

 یو او بل د پردیو استخباراتو ټاپې وهل‌هیڅ مشکل نه حل کوي، که نران یاست او غواړی مشکل حل شي، حکومتداري وکړئ، د خلکو مشکلات حل کړئ، د علماؤ قاتلین پیدا کړې او په دار یې وځړوئ، اقتصاد جوړ کړئ، دا ملت مه لوتئ، غلا مه کوئ

نظام همداسې جوړېږي.

د دې هیواد ادارات، نهادونه او د نظام بنسټ مونږ لپاره سره کرښه ده، دا چې هر څوک ړنګوي د دې ملت دښمن دی او په وړاندې یې باید مبارزه وشي.

ژوندی دې وي افغانستان

آباد دې وي درې رنګه بېرغ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟