No-IMG

د حزب اسلامي افغانستان قيادي شوری دائره شوه

دا شوری چي د هيواد د ټولو ولاياتو د استازو، مطرحو جهادي قوماندانانو او سترو علمي شخصيتونو،علماؤو او متنفذينو څخه جوړه دی، د ټولوپه رايه او اتفاق پريکړه وشوه چې هيواد به له روان بحران باسي، د سولې راوستلو، د علماؤو او سترو شخصيتونو د قتلونو د مخنيوي او د حزب اسلامی افغانستان او دولت ترمنځ د سولې د توافقنامې د موادو تطبیق لپاره به مسلسله مبارزه کوي او پريکړه وشوه چي لوی ملی حرکت به رامنځ ته کوي ، ستره صلح آميزه مظاهره به کوي ترڅو دا مظلوم او زوریدلی ولس له دې بحران راوباسي او په يوې واقعي سولې منتج شي،  د تظاهراتو لپاره به، مسلسلې او منظمې سترې جلسې او ناستې روانې وي ترڅو زموږ ټول زوریدلی په روان دردناک وضعيت دردمن ولس خبر او په دې ستر ملی حرکت کي برخه واخلي.

د يوې واقعي، دائمي سولې او امن په هيله

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟