No-IMG

اشغال تر اخيره نه شي کولای چې خپل لاسپوڅي حکومتونه او پرديپاله اشخاص وژغوري

اشغال تر اخيره نه شي کولای چې خپل لاسپوڅي حکومتونه او پرديپاله اشخاص وژغوري، فقط د لنډ  وخت او د یو ځانګړي هدف لپاره خپل کار ترې اخلي، نور هیڅ ورته ضرورت نه لري، په امریکا کې بعضې متعصبه حکومتي چارواکې د مسلمانانو په رابطه یوه اصطلاح کاروي وایي چې “used them and killed them “ اوس په پردیپالو وطن پلورونکو باندې همدغه اصطلاح تطبیق کیږي.

واشنګټن وایي چې د غني حکومت اوس په افغانستان کې منزوي شوی، حتی په نړۍ کې ېې هم خپل حیثیت او ارزښت له لاسه ورکړي.

هغه څومره ښه ېې ویلي چې پردی کټ تر نیمې شپې وي. له بده مرغه په دې شلو کلونو کې دغه خلک خپلو بادارانو ته څومره وفادار پاتې شوي دي، خو هغوی اوس ورسره بل ډول چلند کوي.

واشنګټن وایي: نور امریکا هم نه شي کولای چې د غني کاواکه مفسده اداره له سقوط څخه وژغوري. د غني حکومت په نړۍ کې ناکام او مفسدترین حکومت یاديږي،

مخکې له دې چې جوبایډین ورته د استعفا پېشنهاد وکړي، ښه به دا وي چې د افغان ملت په خوښه استعفا ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟