No-IMG

آیا زمونږ په موجوده نظام کي فساد شتون لري اوکه نه ؟

آیا زمونږ په موجوده نظام کي فساد شتون لري اوکه نه ؟

که نه یي لري، تهمت او افترا وي نو بيا خو د حکومت نړيوال ملګري به ملامت وي چي د فساد په نړيوال نوم لړ کي ځمونږ هيواد ته دومره ستر  اعزاز ورکړي دي

آیا د يو کال راهيسي د کابل ښار دننه بلاناغه هره ورځ علما، محصلين ،د دفاع،کورنيو چارو او ملي امنيت مسوبين په  شهادت نه رسیږي؟

په را لنډو ورځو کي باروړنکو عراده جاتو د لارو په اوږدو کي د غلا،چور او بډو اخستنو له وجي  تګ راتګ نه دي درولې؟

د هيواد په سطحه د ټولو صرافیو کار په ټپه ندي ولاړ؟

د هيواد په لويو ښارونو او د ولسواليو په بازارونو کي خلګ د مبایل پر سر نه وژل کیږي؟

آیا د کرونا د طبی وسایلو د غلا راپورونه هم دروغ  وو؟

آیا دوستم،قيصاري، علیپور او څه نورمات او ګوډ مليشه د نظام د سيوري لاندي نظام نه چيلنچ کوي؟

په اسلام کلا ګمرک کي د فاحش فساد له وجي له يوولسو سوو بره باروړونکي ټلري ،لارۍ او کوچني موټران قصدآ ونه سوځول شو؟

د هرات ولايت لسګونو ماشومانو،ځوانانو ،بډاګانو، نارينه او ښـځينو د لوږي، فقر او بیکارۍ له وجی خپل بډوډي او د بدن نور غړي ونه پلورل؟

را به شو دابل لوري ته :

د لوړ پوړو چارواکي يواځي 18 قسمه د غوښو  خوراک

سبزيجات،ميوه جات،حبوبات ،انرژي لرونکي او نشۀ اوره مايعات خو له حسابه بره دي

د نازولو سره شب نشي، غزلسراي،خوشگذراني، لراو بر چکرونه ، يگان دود قيليون او فيشن شو یي سرباري

دارګ په اړه هغه د جنرال حبيب (احمدزي) څرگندونې یي له پاسه

اوس نو وايه کليواله  چي ملامت او سلامت څوک  دي؟!

ايا دا په فساد ککړ چارواکي په وچ زور د هيوادوالو پر اوږو سپاره  نه دی  ؟

ايا حکومتی منصب ددي څو تنو میراث نه دي؟

د دوي دکورنيو غړي په بهرنيو هيوادونو کي ميشت ندي؟

نه کنه نو لاليه

 حکومت کول خورا ستر مسئولیت دي.

نن سبا که هر هيواد پرست د حق اواز اوچته وي نو دا خو په دي معني نه ده چي د چا د کفر فتوا ورکوي

دولت په خپله هم د مبارزه بافساد اداري په نوم يوه  اداره لري

خو د واقعیتونو او حقیقتونو ويل حکومتي ټيکدرانو ته تریخ تماميږي

دا ځيني ځيني په لال خان سپاره بامبړان او چورواکي چي  د حقيقت اوريدلو توان نه لري  نوبيا د وژلو  ، تړلو ، شکنجي

 ښکنځلو ، بیځایه تورونو او سپکاویو صندوقجي پرانيزي  .

 هلکو ميندي درباندي بوري شه ،

اعمال مو انساني کړئ

کړني مو اسلامي او افغاني کړئ

د اسلام له اساساتو څخه خو بالکل اګاهي نه لرۍ

هيواد پالنه خو مو د ميندو په شيدو کي نده رودلي

د هيوادوالو له حالته خو هسي هم خبر نه ياست

نو چي غلا، چور، بي حيايي او فحشا کوۍ

بيا د هيوادولو حقيقي او رښتينو نيوکو لپاره خو مو سيغۍ ټينګي کړۍ کنه

د گډي اولاده لا خو

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟