No-IMG

بنسټپالنه - درېمه برخه

کومي پوښتني چي تاسو نن ورسره لاس او ګريوان ياست لکه

انسانان له کومه شؤي?

څنګه خلق شؤي?

څه اړتيا چي خلق کيدل?

څه اړتيا چي دوئ ته دين ورکړ شوى?

انسان له کومه شو?

انسان چي مړ شي څه کيږي?

خلقت يا څړځن يا چګتال يعني کاينات څنګه له هيڅ څخه جوړ ترتيب او اداره شول?

دې ستر کاينات يا چګتال کي د انسان ارزښت څه دى?

د انسان تعریف څه دى?

د انسان کره پيزندنه څه ده?

موږ باندي ولي ژوند تحمل شوى?

آيا دې ژوند ته د راتګ زما خؤښه وه که نه?

زه څنګه زما يا زموږ هغه وخت را په ياد کړم چې زما تر پيدايشت ټريلونها کلونه وړاندي دي?

خالق تعالى کوم مخلوقاتي يا انسانى جذبات احساسات لري?

بلاخره دلته زموږ د ژوند تعریف څه دى?

زموږ د ژوند مقصد څه دى?

موږ ولي په دغه د ځمکي کوره کي يو ولي کومه بله سياره کي نه يو?

موږ دلته د ژوند مادي ستونزي څنګه حل کړو?

موږ ماديات څنګه تسخير کړو?

موږ څنګه کولى شو د هري ذري په اړه پوهه شو?

موږ څنګه کولى شو دقيق رښتيا درک کړو?

غيب څه ته وايې? آيا چګتال يا کاينات کي رشتيا غيب شته?

داسي ميلياردونو پوښتنو د ځواب لپاره آريانا يعني بنسټپوهنه سدي (حکمتي) مجرب مشاهداتي نه يوازي ځوابونه وايي بلکه هر کس ته داسي پوهنه او روزنه ورکوي چي دا ټول څه خپل مشاهده درک او ورباندي پوهه شي

د بنسټپالني په ضد د تاريخ په اوږدو کي تل چؤسماري مافيا شبهات فکري  انحرافات او محاصرات رامنځته کړي دي

له همدي وجي ده چې د آريانا يا بنسټپوهني کره سدي (حکمتي) تګلاري پوهني او روزني په ضد څوسماري مافيا د ګمان پوهني څانګي ته د فلسفي تر نوم لاندي فروغ يا پرمختګ ورکړى تبلغات ورته شوي تقدير شوي ده حال دا چي فلسفه هيڅکله هيڅ موضوع سدي (حکمتي) تخنکي مشاهداتي تجربوي نشي ثابتولى فقط د انسان مغز ګډوله سربداله کوي او څوسپالني ته ئې چمتو کوي

سربداله ګډوډ ذهن ډېر په اسانۍ اشغاليږي او څوسماره مافيا دا کار له زرګونو کلونو راهسي تر دا نن ورځي کوي چي څرګند مثال يي د ټاميانو تپلي چورواکي او هغو ته بيا تبلغات?

داسي زرهاؤ بېلګي

نو بنسټپوهنه څه کوي? څه غواړي?

بنسټپوهنه دا د هر انسان سالم حق تسليموي چي دپورته پوشتنو په رکم ميلياردونو پوښتنو په ځواب پوهه شي بيا پام وکړئ خبر نه بلکه پوهه شي بيا فکر وکړئ پوهنه نه بلکه بنسټېزه اساسي پوهه تر لاسه کړي تر څو داسي په ټريليونو ميلياردونو پوښتني که مخته ورته راځي ساده اسانه معقولي سدي (حکمتي) ئې ځواب کړاى شي تر څو به سکون اطمینان سره خپلي بندګي او د بدن ظاهري او باطني د بشپړيت سفر جاري وساتي

دلته پوښتنه پىدا کېږي چي يو انسان چي هر ډول پوښتني ته د حکمتي ځواب اهل کيږي بايد د نړۍ ټول علوم ئې بايد زده وي، او د نړۍ د ټولو مروجو پوهنو د زدکړي لپاره لږ تر لږه 500 کاله ژوند ته اړتيا هغه هم داسي چي 450 کاله خو محصل اوسي

نو دا څنګه ممکينه ده?

بنسټپالنه دغه پوښتنه هم څوسماره يا د څوس پوښتنه بولي مګر نرم سدي يا حکمتي سلوک ورسره کوي

ورته وایي

بنسټپوهنه هر انسان ته داسي پوهنه او داسي بدني فکري روزنه ورکوي چي هغه پخپله هغي درجي ته ورسيږي يا له هغه ټکى سره وصل يا وتړل شي چي هغه د مخلوقاتو په اړه په هرڅه هر بڅري کي د ننوتلو ځايدلو داخلي مشاهده کولو وړتيا ولري

ددي وړتيا ولري چې له ولاړ جاري وخت سره وصل يا وتړل شي د ماضي او مسقبل له ستر فکر تير ايستونکي التباس څخه ځان وژغوري

هغه د دين په هر لفظ هره خبره فقط شفاهي يا تحريري ىا تقريري فقط خبر نه بلکه مشاهداتي او سدي (حکمتي) بنسټېز پوهه شي دا سفر لږ تر لږه 7 کاله منځنۍ 14 کاله او ټول 21 کاله وخت غواړي

له بده مرغه د عمر تر 30 الى 40 کلنۍ نن سبا خلک عمر ضايع کړي چي دوکتورا واخلى يعني د څوسماري مافيا له رسم دود دستور سره ځان برابر کړي

مګر کله چې ورته وويل شي 14 کاله يا 7 کاله بنسټپوهي ته ورکړه چي په ټولو علومو پوهه شي

نو وايي به

چي که داسى ونشول نو زما 7 کاله عمر خو لاړ?

او ديته يي پام نه وي چې د دوکتورا حصول فقط ستا د مصارفو او څوسماري مافيا تر اصولو لاندي سفر روزنه او د علم تر نوم لاندي متضاده پوهنه تصديقوي

خو که احياناً څوک بنسټپوهنه تر لاسه کړي يعني بنسڼيز پوهه شي له پوهي ورسته بايد هغه کس څه اوسي?

څوسپال که بنسټپال?

مثال تاسو د برق لاين تجربه کړ لوند لاس مو ورو^ چي دا مو سم مزاج در برابروي

ايا ټول ژوند به بيا د اشتباه تکرار کړي?

دا کوچنۍ ګناه به بل ځل درڅخه وشي?

نو څرګنده خبره ده چې د بنسټپوهي ورسته بنسټپالنه طبعي حتمي فطري امر دى

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟