No-IMG

ویتنام ریښتیا سقوط شو؟

د ویتنام جګړه د سړې جګړې دوهمه جګړه بلل کېږي. اوله جګړه چې د چین او امریکا تر منځ په کوریا کې رامنځ ته شوه، کوریا یې په دوه برخو وویشله. شمالي کوریا د چین لاس ته وغورځېدله او جنوبي کوریا امریکا ته پاته شوه. کوریا کې د امریکا مشهور قومندان جنرال مکارتر ونه توانېد د د کوریا جګړه د امریکا لپاره وګټی، دا د امریکا د سړې جګړې اولنې بایله هم بلل کېږي.

ورپسې د ویتنام جګړه وه چې تقریبا ۱۹ کاله یې دوام وکړ. ویتنام له نړیوالو جګړو مخکې د غربي استعمار په وخت کې د فرانسې مستعمره وه. فرانسې په ویتنام کې د خپلې استعماري قوې په مټ په ویتنامیانو بې انتها ډېر ظلمونه کړي. کله چې نړیواله دوهمه جګړه پیل شوه، جاپان دوهم هیواد وو چې په ویتنام یې حمله وکړه. له دې مخکې د ویتنام خلکو د ویتنام د ازادۍ او استقلال لپاره په فردي ډول مبارزه پیل کړې وه، خلک د استعمار له ظلمونو تنګ ول او غوښتل یې ویتنام کې یو قوي ویتنامي نظام حاکم شي. دوی په دې وخت کې د یو داسې قیادت تږي ول چې د استعمار په وړاندې د دوی ریښتینی قیادت وکړي. ویتنامیانو ته په دې بد حالت کې خدای هو چي من Ho Chi  Minh  ورکړ.

هو چي یو فقیر ویتنامي ؤ چې د فرانسې د استعمار په وخت کې یې امریکا کې په یو رستوارانت کې کار کاوه او ځان ته یې د ژوند تېرولو لپاره یو څه پیسې پیدا کولې خو د وطن په درد دردمند او با همته ځوان وو. د هیواد بد حالت دی ته مجبور کړ چې له امریکا څخه ویتنام ته راشي او د خپل هیواد د ازادۍ او استقلال مبارزه پیل کړي. همدا شو چې دی د یو څو ملګرو سره په شریکه د یو غره له غار څخه د استعمار په وړاندې مبارزه پیل کړه. ده د ویتنام د ازادولو لپاره ویت من Viet Minh  په نوم یوه ډله جوړه کړه او عملي مبارزې ته یې دوام ورکړ.

په دې وخت کې فرانسې په ویتنام د باو دای په نوم یو امپراطور کېنولی وو او د هغې پوره بسپنه یې کوله. جاپان چې کله په دوهمې نړیوالې جګړې کې شکست وخوړ، له ویتنامه یې خپل نظامیان وویستل. په دې وخت کې ویتنام کې یواځې فرانسه پاتې وه. د هو چي مبارزه دا مهال پیاوړې شوې وه او ویتنام د خلکو په زړه کې یې ځای پیدا کړی وو، همدا شوه چې ډېر ژر د جاپان له وتلو وروسته هو چي په دې وتوانېد چې شمالي ویتنام ونیسي او هلته خپل حکومت جوړ کړي. فرانسې څه موده وروسته په ۱۹۵۴ کې د هو چي په مقابل کې شکست وخوړ، له ویتنامه ووتله او سوېل ویتنام کې جوړ کړی حکومت یې په خالي میدان پرېښود.

دا مهال د کپیټلېزم او کمیونېزم سړه جګړه ښه په ګرمه کې وه. هو چي په آیډیالوژیک لحاظ کمونېست او له چین او روس څخه یې مرستې اخستلې. د امریکا بهرنی سیاست دا وخت د Domino theory  په اساس جوړ وو. د دې تیوري مطلب دا وو چې که چېرته په شرقي سوېلې آسیا کې یو هیواد د کمونېزم لاسته وغوځېد، ښايي ټول هیوادونه د امریکا له لاسه ووځي ، دوی دا مهال په Policy of containment  یا د مخنیوي په پالیسي کار کاوه. په همدې اساس امریکا رسما د سوېل ویتنام له حکومت څخه ملاتړ اعلان کړ. نګو دمه دیام Ngo Dimh Diem  دا مهال د سوېلې اسیا مشر وو.

امریکا ویتنام ته خپل پوځونو لیږل پیل کړل او د شمالي ویتنام ویت من سره یې جګړه پیل کړه. مشکل دا وو چې امریکا د ویتنام نه بلکې د خپلو سیاسي ګټو او د کمونېزم د مخنیوي لپاره ویتنام ته ولاړه. دوی اصل کې د ویتنام د خلکو په وړاندې د خپلو سیاسي ګټو لپاره جګړه پیل کړه. غټه تېروتنه یې دا وه چې په سوېل ویتنام کې د دوی جوړ کړی حکومت دوی تقویه نه کړ ځکه دوی ته حکومت نه بلکې د سوړ جنګ په دوران کې خپلې ګټې مهمې وې، داخلي مشکلات ورځ تر بلې زیاتېدل، نظام په لنډه موده کې دړې وړې شو، اقتصاد تباه شو، د سوېل ویتنام د خپلو نظامیانو تر منځ مشکلات تر دې حده لوړ شول چې په ۱۹۶۳ کې د Diem  خپلو نظامیانو د هغه په ضد کودتا وکړه او هغه یې په دار کړ.

له ۱۹۶۴ څخه تر ۱۹۷۳ پورې امریکا د ویتنام او لاوس په خلکو ۲ میلیونه ټنه بمونه وغورځول. له دې بمونو هدف دا وو چې ویتنام کې د کمونیست رژیم مخه ونیسي او دوی خپلې سړې جګړه کې د خپلو مخالفینو په وړاندې بری ومومي. امریکا ویتنام ته ۵ لکه نظامیان لېږلي وو چې په زرګونو یې زخمیان او۵۸۰۰۰ ووژل شول. دې جګړې د ۳ میلیونه ویتنامیانو ژوند واخست. جالبه دا وه چې د ۱۹۷۳ تر آخرو ورځو امریکا او د سوېل ویتنام حکومت نړۍ ته دروغ ویل چې دوی جګړه ګټلې او ډېر ژر به ویت من ته شکست ورکړي خو د دوی تبلیغاتي جګړه په دې سبب هیڅ نتیجه نه ورکوله چې خلکو د جګړې واقعیتونه او د سوېل ویتنام حالت لیدل.

د ویتنامیانو قوي عزم امریکایان دې ته اړ کړل چې په ۱۹۷۳ کې ویت من سره د سولې خبرو ته کښېني او د خبرو په نتیجه کې خپل ټول نظامیان له ویتنامه وباسي. له دې وروسته بیا هم ۲ کاله د سوېل او شمالي ویتنام په منځ کې جګړې دوام وکړ. د وېت من مشرتابه په دې فکر وه چې په سوېل ویتنام کې جوړ کړای شوی حکومت د خلکو حکومت نه دی او چې تر څو دوی ختم نه شي، ممکن نه ده چې آزاد او مستقل ویتنام رامنځ ته شي. هماغه شول چې په ۱۹۷۵ کې سوېل ویتنام هم د ویت من لاس ته وغورځېد، ویتنام یو شو او جګړه پای ته ورسېدله. وروسته چین، کمبودیا او ځینې نورو هیوادونو سره د مشکلاتو سر بېره دوی وتوانېدل ‌ډېر ژر خپل اقتصاد په پخو ودروي، حکومت جوړ کړی، ادارې او بنسټونه تقویه کړي او د آبادۍ په لور حرکت پیل کړی. په ۱۹۹۰ کې ویتنام امریکا سره خپلې سیاسي اړېکې بېرته پیل کړې.

امریکا په دې جګړې ۱۲۰ میلیارده ډالر ولګول، ۵۸۲۰۰ پوځیان یې له منځه ولاړه په لکونو پوځیان یې په رواني لحاظ لیوني شول، په زرګونه زخمیان شول، ۳ میلیونه ویتنامیانو ژوند له لاسه ورکړ خو هیڅ یې لاسته رانغلل.

نیابتي جګړې همداسې بد مرغه جګړې وي، په داسې جګړو کې لوی ځواکونه واړه دولتونه د ابزار په توګه استفاده کوي، دوی سره د وړو دولتونو د جوړولو او پرمختګ هیڅ غم نه وي، د دیموکراسۍ، بشر د حقوقو او ازادۍ د درواغجنو نعرو تر شا همدوی د خپلو سیاسي اهدافو لپاره په میلیونونه انسانان وژني او حقوق یې پامالوي.

نن له ۹۴ ډالر څخه د ویتنام سړي سر عاید درې زره ډالر ته لوړ شوی، ادارت یې قوي دي، تجارت کې د سوېل شرقي اسیا یو له قوي هیوادونو څخه بلل کېږي، نن هنوي او هو چي من ښار د نړۍ له ښایسته ښارونو شمېرل کېږي، د کورنیو تولیداتو ارزښت یې ۳۶۹ میلیارده دالر دی، زراعت او اقتصاد یې د بل هر وخت په پرتله د پرمختګ حالت کې دی، یواځې ۷٪ خلک د فقر د کرښې لاندې ژوند کوي،‌ یواځې ۳.۳٪ خلک بې کاره دي. ویتنام له ۱۹۹۰ وروسته وتوانېد امریکا، چین، جاپان او سویل کوریا دې ته تیار کړي چې ویتنام کې د جګړې په ځای پانګونه وکړي.

استقلال، آزادي، سوله او ارامي هغه څه ول چې ویتنامیان یې د نړۍ په بام وځلول.

د سولې، آرامۍ او پرمختک په هیله،

زنده باد افغانستان.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟