No-IMG

ايمپتيempathy يانې خپل ځان د نورو پر ځای درول يا د نورو له ليدلوري نړۍ ته کتل

مثلن يوې مور خپل کوچنی ماشوم په چکر روان کړی ،مور يې ښه خوشحاله ده خو زوی يې په چيغو چيغو ژاړي، مور يې په لومړيو کې د ژړا په لامل نه پوهېږي خو کله چې ځان د ماشوم په ځای دروي او د ماشوم له ديد څخه نړۍ ته ګوري پوهېږي چې ماشوم په دې بيروبار کې يوازې د خلکو پښې ويني او له دې ټيټې زاويې څخه نړۍ ته کتل ډېر ستړي کوونکي دي.

هرڅومره چې د ايمپتي ځواک په تاسې کې ډېرېږي هغومره له نورو سره ښه او صمیمانه ارتباط نيولی شئ

څېړونکي په دې باور دي چې تر ډېره د کورنيو مشکلاتو حل چې د يو بل په نه درک کولو ولاړ وي په (ايمپتي) پورې ارتباط لري.

که مور يا پلار يئ خپل ځان د خپلو ماشومانو له ليدلوري وګورئ ايا داسې مور و پلار چې تاسې يئ ځانته خوښوئ؟ خپل ځان د خپلې مېرمنې، ښوونکي، شاګرد، پلورونکي ، پېرونکي او يا ملګري له زاويې وګورئ ایا مقابل جانب(ځان ) په هغو عادتونو چې لرئ يې خوښوئ؟!

د ايمپتي ځواک په ځان کې قوي کړئ او د نورو له حال څخه ځان ښه او دقيق پوه کړئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟