No-IMG

سد ځلا ويناوي (عقل ځلونکې خبري)

ماتېدل تل د له منځه تللو په مانا نه وي

ځيني ځيني ماتېدل د يؤې نؤې زندګې پيل هم وي

هر هدف (مزل) ته رسيدل هم د بريا په مانا نه وي

ايغويې مزل ته رسيدل د يؤې سترې ماتې پيل وي

په ژؤند کي تر ټولو اړينه او ګټوره بريا ځان موندنه ده

چې له هر انسان څخه د هغه ايغو پټ کړى وي

د ايغويې کسانو لپاره تر ټولو اسانه کار په نورو نېوکې دې،

مګر ځانته رسيدلو خلکو لپاره تر ټولو ګران کار په نورو نېوکې دې.

دا رښتيا دې چې نړۍ کې  تر بل هر جرم  ډېر  اځران (شخصيت) وژنه تر مختليفو نومونو لاندي روانه کړې تر ټولو ډېر کاريدونکى نومونه خدمت او تحصلات دي. کچيري د نړۍ انسانان ژمن شي  چي د هېچا اځران (شخصیت) ته به زيانمن کار نکوې په همهغه ورځ به انسانانو سالم ټولنېز مزل پيل کړى وي.

ډېرى کتابتونه ددې لپاره ليکل کيږې چې د نورو په شخصیت کې ورداخل شي، دا ځکه چې د لېکونکو په شخصيت کي نورو کتابونو  لېکوالانو ځاى  نېولى وي، په دې ترتيب په انساني ټولنه کې تر بل هر رنځ د بل خويه کېدو رواني اځراني رنځ ډېر دى او تر بله هره ټولنه بيا دغه بدمرغه رنځ په افغانستان کي ډېر دى بلکه دلته هر هغه کس روشن فکره منل کېږي چي تر بل هرچا ډېر رنځور وي او د دغه رنځ دخپرؤلو اصول ټول ډېر په وياړ عملي کوي.

تر ټولو ستر خيانت دادى چې د نورو په اځران(شخصیت) کي دنفوذ يا داخليدو هڅه وشې، او تر ټولو ستر چوپړ دادى چې انسانانو ته داسي سالمه  تګلاره ښودل دې چي په هغه کې فقط خپل رښتنى ژواک (ځان) نفوذ وکړي او واکمن شي.

د انسان تر ټولو نږدې دښمن د هغه اېغو ده

او تر ټولو ښه استاد او ملګرى د هغه ژواک (ځان) ده

تل په ياد ساتم چې کومه غوښتنه زما د تن او کومه مې د ژواک (ځان) ده? زما د تن غوښتنو کي تل ايغو نغښتې وي خو زما د ژواک غوښتنو کي زما لپاره لؤړه ژواکي بريا

موږ ته تر بل هر څه ډېر په دې خبره سم پوهاوى پکار دى چې زه او زما ځان څه فرق لري?

آنديال

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟