No-IMG

په اسلام کې د طلاق حق ولي د سړي په لاس کې دی؟

شکر الله رسولی

 

دا خبره موږ هر وخت کوو چې اسلام الهي دین دی، خالق د خپل مخلوق په فطرت او طبیعت تر هر چا ښه پوه دی، کله چې انسان د الهي احکامو په حکمتونو ځان خبر کړي نو یقیناً به زره شک هم ددې الهي قانون په سلامتي او غوره والي کې ونه کړي.

تاسو یو ځل په همدې موضوع کې لږ فکر وکړئ چې ولي ښځه د طلاق ورکولو واک نه لري؟!

په مختصره توګه به اشاره ورته وکړو.

لمړی: ځکه ښځه د طلاق واک نه لري چې ښځې ډیرې احساساتي دي. پر مازي شی پر احساساتو راځي خو شیبه وروسته داسي سي لکه د سره چي هیڅ نه وي سوي، نو طلاق به ئې عادت جوړ سي او هره شیبه به طلاق وي.

دوهم: ښځې ډیر ژر خفه کیږي، دا یو منلی اصل دی چې ښځه خفګان نسبت سړي ته څو چنده دی، نو که چیري د طلاق واک هم ورکول سي نو ممکن ورځ کې پنځه، لس طلاق سړي ته ورکړي.

دریم: ښځي نسبت سړیو ته ژر یو شی هیروي؛ که طلاق ورکول د ښځو په لاس کې وائې؛  نو طلاق ورکول به لس یا شل ځلي ترسره کیدل. بیا به پښیمانه وای چي ما نه دي ویلي.

څلورم:که د طلاق واک د ښځو په لاس کې وای نو د سړیو څخه د ناسمي ګټي پورته کولو لاره هواریده، ښځو به د شتمن سړي سره واده کاوه او مهر به ئې ترې اخیسته بیا ئې څو ورځي وروسته طلاق ورکاوه.

پنځم: دا چې مَهر د سړي لخوا ښځي ته ورکول کیږي او سړی په ښځي ډیري خرچي هم وکړي نو طلاق ورکولو ته ئې زړه نه کیږي، او که په همدې حالت کې واک او اختیار د طلاق بیا هم د ښځي سره وائې نو بیا خو ئې سړی پر مخ غورځاوه پر مازي ستونزي به ئې طلاق سړي ته ورکاوه او د سړي ټول خرچې به په سیند لاهو سوي وای.

البته ښځه هغه وخت د طلاق غوښتنه کولای سي یا هم اسلامي محکمي ته شکایت کولای سي چي ښځه پر حق وي، یعني کله چې سړی د ښځي حقوق پوره کولای نه سي/یا غیر شرعي سبب ښځه زیاته وهل/یا سړی په خطرناک مرض اخته وي چې د ښځي حقوق ورپوره کولای نسي یا خاوند ئې داسي اعمال ترسره کړي چي د کفر سبب وي او داسي نور... نو په داسي حالاتو کې ښځه د طلاق غوښتنه کولای سي او د وخت اسلامي محاکم به ئې غوښتنه مني او د سړي څخه به طلاق ورته اخلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟