No-IMG

هغه کوچنۍ سيمه چې د نړۍ ۸۰۰ ژبې پکې ویل کېږي!

تازه، تازه اپډېټ شوي د ژبو اطلس (A New York City Atlas) له مخې دا سيمه د امریکا  په نيويارک کې کوينز سيمه  ده ، چې د نړۍ د هرې سيمې يوه ژوندۍ ژبه پکې ويل کېږي، په دې سيمه کې د دنيا له زياترو سيمو راغلي د بېلابېلو ژبو، توکم، رنګ او دين  خلک سره په ګاونډيتوب کې اوسېږي او په دې بېلابېلو ژبو په خپل منځ کې خبرې اترې کوي.

ددې ژبو او خلکو په اړه د معلوماتو د موندلو لپاره دوی په نيويارک او امريکا کې د ژبو له سيمه ييزو ادارو ددې ژبو د ويونکو د همغږي له ټولنو او له اړوندو نړيوالو ادارو څخه معلومات راټول کړي دي.

جالبه داده چې په دې سيمه کې پښتانه هم اوسېږي او پښتو ژبه هم پکې ويل کېږي، دري، پارسي، اوزبېکي، اردو، هندي ، بلوچي، ترکمني سربېره نورې ډېرې ژبې شته چې تاسې يې په عکس کې ليدلی شئ. (د ښه پوهاوي لپاره د پښتواو دري شاوخوا يوه دايره تاوو کړې ده)

د نيويارک ښار په پينځو لويو سيمو مشتمل دی چې برونکس، مين بټن، بروکلېن، سټېټن ايلېنډ، او کوينز بلل کېږي، ۴۶۰ کيلومتر مربع  کوينز سيمه کې دوه ميليونه ۳۴۰ زره نفوس اوسېږي، او د نړۍ په يوه هېواد کې هم په يو ځل دومره ژبې نه ويل کېږی لکه په دې سيمه کې چې د بېلابېلو سيمو څخه راغلي خلک په خپلو منځونو کې پرې ګړېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟