No-IMG

حکمتيار: د تظاهراتو په اړه زموږ تيارى د بشپړېدو په حالت كي دئ

وروڼو خوېندو!

د تظاهراتو په اړه زموږ تيارى د بشپړېدو په حالت كي دئ.

د تصميم عالى شورى؛ د هېواد په روان بد او دردوونكي حالت له تفصيلي بحث وروسته؛ د هېواد او ملت په وړاندي د خپل ايماني مسئوليت أداء كولو په موخه؛ په اتفاق سره دا پرېكړه وكړه چي په كابل ښار كي په پراخو تظاهراتو لاس پوري كوو؛ قيادي شورى په اتفاق سره دا پرېكړه تأييد كړه، د كابل د ټولو ولسواليو مسئولينو، اهل الرأي او مخورو په يوې لويي غونډي كي د دې پرېكړي د عملي كولو لپاره خپل چمتو والى اعلان كړ، د كابل ښار د ټولو ناحيو د دفاترو مسئولينو او اهل الرأي هم په يوې مستقلي لوي غونډي كي نه يوازي د دې مهم تصميم هركلى او ملاتړ وكړ؛ بلكي خپل بشپړ چمتو والى ئې اعلان كړ، ورپسې د پروان كاپيسا د ولايتي تنظيمونو مسئولينو، مخورو مشرانو او جهادي شخصيتونو په خپلي لويي غونډي كي د دې پرېكړي د بشپړ ملاتړ تر څنگ؛ ژمنه وكړه چي كه د حزب اسلامي مركزي دفتر؛ په تظاهراتو كي د شركت لپاره له دوى هر څومره شركت كوونكي وغواړي؛ إن شاء الله همدومره به راځي. بيا پرون دلته؛ د كابل ښار د محصلينو او ځوانانو استازو په لوى شمېر او ستري پرتميني غونډي كي؛ د پراخ گډون كلكه ژمنه وكړه؛ غونډه ئې له ولولو او ايماني احساساتو ډكه او د تكبير لوړو نعرو او شعارونو ئې غونډي ځانگړې ښكلا او اغېز وركړى وو.

د راتلونكي اونۍ په پيل كي يوه دوه نوري غونډي هم په مخكي لرو چي بيا به د تظاهراتو د پيل ورځ، وخت، مسير او د راغونډېدا ځاى او څرنگوالى ټاكو؛ حكومت ته به اطلاع وركوو او د مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كي به ئې تفصيلات؛ سره له خپلو مطالباتو اعلانوو.

 د دې لپاره چي د كابل له گاونډو او همجوارو ولاياتو به هم يو شمېر خلك په تظاهراتو كي د شركت لپاره كابل ښار ته راځي؛ ښايي كابل ښار ته راتلونكې ټولي څلور لاري بندي شي، نو له همدې كبله به له عام افغانانو وغوښتل شي چي د تظاهراتو له پيل تر پاى پوري؛ كابل ته خپل راتگ وځنډوي؛ د دې لپاره چي په لارو كي بند پاته نشي او له ستونزو سره مخامخ نشي.

موږ به د تظاهراتو د امنيت تأمينولو لپاره خپل روزل شوي مطمئن غړي ټاكو؛ له كومو واټونو چي لاريونونه تېرېږي؛ هلته به د گاډو او نورو وسائلو د تگ راتگ او توقف مخنيوى كېږي؛ د حكومت له امنيتي ځواكونو به هم غواړو چي له دې واټونو لري واوسئ؛ د دوى حضور ته نه يوازي كوم ضرورت نشته؛ ځكه موږ خپل امنيت او د واټونو امنيت په خپله ساتو؛ په امنيتي ځواكونو كي داسي نفوذي عناصر په كافي شمېر كي شته چي د  شرارتونو د مخنيوي لپاره بايد همدا تدبير وكارول شي او امنيتي ځواكونه له تظاهراتو كافي لري واوسي.   

يو ځل بيا اعلانوو چي زموږ تظاهرات سوله ايز دي؛ مطالبات او شرائط مو څرگند، معقول او قانوني دي؛ نه ارگ نيسو، نه د ارگ له دېوالو وراوړو، نه له ارگ ناستو وزارتونه، ولايتونه او سفارتونه غواړو، نه د اقتدار د وېش غوښتنه لرو، نه د وسله وال پاڅون اراده او تصميم لرو؛ فقط له شعارونو او بيرغونو سره او په سوله ايزه توگه سړكونو او واټونو ته راوځو؛ كه واكمنو زموږ مشروع غوښتنو ته تمكين وكړ او د فوري عملي كولو قطعي او ډاډمنه ژمنه ئې وكړه؛ په شرارت او لجاجت ئې لاس پوري نكړ؛ نو دا يوه ورځنۍ مظاهراه به په آرامي سره تېره شي او حكامو ته به څو ورځي د مطالباتو د عملي كولو لپاره مهلت وركړى شي؛ خو كه د مخكي په څېر ئې د غدر، خدعې، تخلف، بې مروتي او دروغجنو وعدو لار خپله كړه؛ نو دا تظاهرات به إن شاء الله؛ نه يوازي كابل كي دوام كوي بلكي نورو سترو ښارونو ته به هم انتقالېږي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟