No-IMG

دردونکې ده!

په پارک کي ناست وم، موبايل مي په لاس کي وو، په دې وخت کي یوه لس کلنه انجلۍ مي تر څنګ ودرېده ويې ويل: "کاکا ژاولي اخلې؟"

ما ورته وویل: "ميده پیسې نه لرم که انتظار کولای سې ملګري مي را روان دي چي راورسېدل در څخه وابه يې خلم"

انجلۍ وويل: "سمه ده" او کښېناسته؛

له لږ ځنډ وروسته يې وپوښتل "کاکا په موبایل کي چيشى ګورې؟"

ورته ومي ویل: "په مجازي نړۍ کي ګرځم"

بيا يې وپوښتل" مجازي نړۍ څه ته وايي؟"

غوښتل مي داسي يو جواب ورکړم چي دا ماشومه يې په مطلب پوه سي، ورته ومي ويل: "مجازي نړۍ داسي يو شى ده چي نسې کولای هغه لمس کړې خو خپل ټول خوبونه هلته جوړولاى سې"

ويې ويل" کاکا! زه هم هر وخت مجازي نړۍ ته ځم، زما هغه نړۍ ډېره زياته خوښيږي"

په حيرانتيا مي ځیني وپوښتل" ته هم فېسبوک کاروې؟"

ويې ويل: "نه کاکا! پلار مي شهید سوی دی هر وخت چي یې قبر ته ورسم هغه نسم لیدلای خو مينه ورسره لرم؛

مور مي سهار اوه بجې د خير ټولولو لپاره وځي او د شپې چي زه بیده يمه نو راځي، نسم کولای چي ويې وينم خو مينه ورسره لرم؛

کله مي چي کوچنی ورور له لوږي څخه ژاړي وچه ډوډۍ په اوبو کي ماتوو داسي یې ګڼو چي ښوروا ده او خورو يې، تر اوسه مي ښوروا نه ده خوړلې خو ښوروا مي ډېره زياته خوښيږي؛

زه غواړم مکتب ووايم او ډاکټره سم، زه نسم کولای مکتب ته ولاړه سم، بايد کار وکړم خو مکتب سره ډېره مينه لرم

کاکا! اوس ته ووايه ايا دا مجازي نړۍ نه ده؟"

اوښکي مي پاکي کړې، د ويلو لپاره الفاظ نه وه، لنډ ځواب مي ورکړ" هو! اصلي مجازي نړۍ همدا ستا ده"

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟