No-IMG

سرتېریه تا سره یم

د سرتېري حق او ورځ پدې نه ادا کېږي چې دريشي ترې واخلې او بيا پکې يو څو سټايلي عکسونه له نجونو سره ګډ محفل کې وباسې او وليکی چې "سرتيريه تا سره يم".

بيا خپله کور ته بچو ته ولاړ شې او سرتیری له بچيو لرې هغه سنګر ته واستوې چې فساد له وجې نه پکې په خپل وخت معاش شته، نه ډوډۍ نه د سر مصؤنیت. دا نو مينه نه سراسر منافقت دی، دام جوړول دي او د سرتیرو پر مخ لاړې توکل او کاذب شاباسی.

سرتیري سره لوی احسان او مينه داده چی له دې تپل شوې جګړې یې ژر را خلاص کړې. پخدای قسم چې دلته پرې دا شل کاله نه ټروريسټ وژني او نه هم کوم بل پردی. راسان پرې خپل افغان وژني او بېرته د خپل افغان له لوري همدا سرتیری وژل کېږي.

دا ظلم دی، کمبختي ده او بلاخره د وطن لویه فاجعه. يو څو تنه د خپل واک او څوکۍ ساتلو لپاره روانې جګړې ته د نيويارک امنيت ساتلو جګړه وایي حال دا چې روانه افغان وژنه د نيويارک امنيت سره هيڅ تړاو نلري، برعکس د نيويارک بدل کی یې افغان وطن سور اور ګرځولی.

پدې شته شرايطو او د افغانانو بېوزلي او بېوسي ته په کتو هيڅ افغان د نيويارک امنيت ته هيڅ ډول مسول ندی، خېر که د همدې چارواکو بچي نيويارک کې اوسي او امنيت یې ورته لومړيتوب لري‌. دا خلک او چارواکي دې ډاډه اوسي د نيويارک امنيت لپاره تر دوی په سلګونه زره ځله زيات سيال مسولين او پوليس شته چې هغوی د خپل وطن امنيت په خپله وساتي. موږ سر پياز که بېخ پياز چې پورته پورته وغورځو او ستونی وشلوو چې نیويارکه امنيت دې ساتم!؟ او هغې لپاره بيا خپل زرګونه خلک و وژنه، بچي یې یتيمان، مېندې بورې او ښځې کونډې.

ډېره جالبه ده چې زموږ بېوزله افغانان د سادګي او بېوسي له وجې د خپلې ولسوالۍ بازار ته نشي راتلای خو دوی یې دا شل کاله خپل خټین کور کې سينه په برچو نيويارک ته د تهديد په نوم غلبیل غلبیل کړي.

کله مو لدې شته دام او چشم بندي لږ بهر پدې اړه فکر کړی چې  زموږ راتلونکی نسل به دې خر منطق ته څه وایي چې زموږ افغانان یې دا شل کاله په څه بې معنی تور را وژل؟

د پرديو عسکرو په ويستلو سره د جګړې پای او بلاخره په ځان، سرتېري، طا لب او ټول ملت رحم پکار دی. نور یې بس کړئ. په نره و وایئ چې موږ د نيويارک امنيت نه بلکې اول د خپل وطن امنيت ته مسؤل يو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟